له اسلام پرته خلافت! دویمه برخه

خلیل

(د داعش فکري او تاریخي ریښې)

د داعش په څېر د یوې ناوړه پدیدې د سم درک لپاره، یوازې وروستیو کلونو ته کتل بسنه نه کوي. دا ډله نه یوه ناڅاپي پېښه ده او نه هم یو ساده سیاسي غبرګون؛ بلکې د یوې زړې، اوږدمهالې او فکري ناروغۍ زېږنده ده، چې ریښې یې د اسلام د پیل له پړاو او د «خوارجو» له منحرفې فرقې سره تړلې دي. داعش د همدې شومې لړۍ وروستۍ او تر ټولو خونړۍ کړۍ ده؛ د هغو زهرجنو افکارو بیا تولید چې د اسلامي امت په بدن ژور لومړنی درز رامنځته کړ.

دا اړیکه یوازې یوه تاریخي تشبیه نه ده، بلکې یو نه‌انکارېدونکی فکري حقیقت دی. د خوارجو د فکر بنسټ پر درېیو خطرناکو اصولو ولاړ و، چې هماغه په بشپړه توګه داعش ته په میراث پاتې دي. لومړی اصل دا و چې دوی ځانونه یوازیني ریښتوني مسلمانان ګڼل او هر هغه څوک چې د دوی له سیاسي عقیدې سره مخالف و، ان که د مسلمانانو مشروع او حقیقي خلیفه هم وای؛ لکه حضرت علي رضی‌الله عنه یې کافر او له دینه وتلی باله. داعش نن همدا منطق په لا پراخه کچه پلي کوي او هر هغه مسلمان چې د دوی ظالمانه او وحشیانه قرائت نه مني، «مرتد» او د مرګ وړ ګڼي.

دوهم اصل دا و چې دوی تاوتریخوالی عبادت باله او د مخالفینو وژل یې د الله په لار کې جهاد ګاڼه. ایا دا هماغه ناروغ او زهرجن منطق نه دی چې داعش یې نن د بندیانو د سر پرې کولو، په بازارونو او د بې‌ګناه خلکو په منځ کې د چاودنو او د جهاد تر نامه لاندې د ښځو د بندي کولو لپاره کاروي؟

درېیم اصل د دیني متونو «سطحي او تحریف شوی تفسیر» و. خوارجو د قرآن عظیم‌الشان سطحي او بې‌بنسټه لوست کافي باله او ځانونه یې د ریښتینو علماوو له علم او اجتهاده بې‌نیازه ګڼل. داعش د قرآن عظیم‌الشان آیتونه او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سنت د هغوی له تاریخي سیاق او رحماني مقاصدو بېلوي او د شیطاني انتخاب له لارې د رحمت دین د تاوتریخوالي په اېډیالوژۍ بدلوي. په بل عبارت، داعش آیتونه له متن او تاریخه راباسي او داسې معناوې ورکوي چې د اسلام په ټول تاریخ کې یې هېڅ عادل، منصف او صاحب‌منهجه عالم نه دي منلي.

دوی د دې پر ځای چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سنتو ته مراجعه وکړي، چې د قرآن عظیم‌الشان عملي تفسیر دی، یوازې پر ځانګړو آیتونو تکیه کوي څو خپلې جنایتکارې کړنې توجیه کړي. خو دا ناوړه او ظالمانه فکر، او دا وژونکی فکري ویروس، څنګه له صفین څخه تر موصل پورې ژوندی پاتې شو او دومره ځواکمن شو؟ حقیقت دا دی چې دا تفکر هېڅکله له اسلامي نړۍ څخه په بشپړه توګه نه دی محوه شوی.

په معاصر دور کې دا جریان د «تکفیر او افراط ګرۍ» تر نامه لاندې بیا راژوندی شو او داعش یې تر ټولو سخته او افراطي بڼه ده. دې ډلې د جهاد، هجرت او خلافت په څېر دیني مفاهیم په تحریف شوې بڼه سره یوځای کړل او د مظلومو خلکو له مذهبي احساساتو یې ناوړه ګټه واخیسته، ځان یې د اسلامي آرماني ټولنې ژغورونکی او جوړوونکی معرفي کړ. په حقیقت کې د داعش مشران د داسې مکتب روزل شوي دي چې خپل اصلي دښمن یې نه بهرني مخالفان، بلکې هغه مسلمانان ګڼلي چې له دوی سره اختلاف لري؛ لکه څنګه چې خوارج وو.

د دغو ډلو تاریخ د اسلام په اوږدو کې له خیانت او وینې تویولو ډک دی. خوارجو نه یوازې ستره تفرقه رامنځته کړه، بلکې حضرت علي رضی‌الله عنه یې هم په شهادت ورساوه. داعش هم زموږ په زمانه کې زرګونه دیني علما، نارینه، ښځې او بې‌ګناه ماشومان ووژل، جوماتونه او سپېڅلي ځایونه یې والوزول او داسې جنایتونه یې ترسره کړل چې نړۍ یې حېرانه کړه. د دواړو موخه نه رغونه وه او نه هدایت؛ بلکې سوځول، وېرول او د زور او وسلې په وسیله د دین یوه وحشیانه قرائت پر خلکو تپل وو.

نو کله چې موږ داعش ته ګورو، په حقیقت کې د «خوارجو» نوې او معاصره څېره وینو. دوی د هماغې ناروغې او افراطي مفکورې زامن دي چې یو وخت یې اسلامي امت ځپلی او نن د لا وېرونکو وسایلو سره بېرته راڅرګنده شوې ده. د دې تاریخي ریښو درک موږ ته ښيي چې داعش نه یوه تصادفي پېښه ده او نه هم یو ساده سیاسي حرکت؛ بلکې یوه پخوانۍ ناروغي ده چې په نوې جامه کې راښکاره شوې ده. له دې سره مبارزه یوازې په وسلو نه کېږي؛ بلکې اړینه ده چې دا زهرجنه اندېشه د خلکو له ذهنونو څخه ریښه ییزه ووېستل شي.

Exit mobile version