له ادعا تر عمله؛ د اوسني عصر د خوارجو شرمناکه کړنو ته یوه کتنه! څلورمه برخه

اسامه نهضت

د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او اتحاد شعار، یو له هغو دروغجنو ادعاوو څخه و، چې تل د داعشي خوارجو مشرانو او قوماندانانو له خوا د خلکو د ذهنیتونو د غولولو لپاره کارېده، څو د امت د ځوانانو زړونه خپل کړي او هغوی د خپلې ډلې لیکو ته راوبولي.

د «وحدت» او «اتحاد» کلمې اکثر وخت د خوارجو د مشرانو په ویناوو کې اورېدل کېدې، له دې ډلې څخه ابو محمد العدناني، په ۲۹م د جون ۲۰۱۴م کال کې د «هذا وعد الله» تر سرلیک لاندې په یوه وینا کې، د خپل ادعا شوي خلافت اعلان وکړ او هلته یې څرګندې خبرې وکړې، داعش ډلې د سپېڅلو اسلامي مفاهیمو لکه «خلافت»، «د امت یووالی» او «اسلامي وروري» تر عنوان لاندې پراخ تبلیغات وکړل او ځان یې نه یوازې د یوه جهادي حرکت په بڼه، بلکې د یوه اسلامي دولت په څېره معرفي کړ.

دوی ځانونه د مسلمانانو د نجات بښونکو او د تفرقې او ذلت پای ته رسوونکي معرفي کول، د خلافت د احیا او د استعماري پولو د له‌منځه وړلو ژمنې یې ورکولې، څو د اسلامي عزت بیرته راوړي؛ خو په عمل کې یې نه یوازې یووالی خراب کړ، بلکې تفرقه، نفاق او کرکه یې هم خپره کړه، خوارجو په دې ټوله دوره کې تل دا دعوه کوله چې د عراق او شام تر نامه لاندې به د خپل خلافت په جوړولو سره مسلمانان له مذهبي او سیاسي اختلافاتو وژغوري او ټول به د یوه بیرغ لاندې راټول کړي.

په همدې دروغجن شعارونو سره، دوی سلګونه ځوانان، آن د اروپایي هېوادونو ځوانان ځان ته راجلب کړل؛ داسې شعارونه چې د «امت یووالی»، «ایماني وروري» او د «طاغوتي حکومتونو» د له‌منځه وړلو پر اصولو ولاړ و، خو واقعیت دا و چې د داعش په قاموس کې «وحدت» یوازې د یوه خپل سري ټاکل شوي مشر بیعت؛ د خپلو باطلو عقایدو منل او له شرعي اصولو سره په تضاد کې بې‌بصیرته اطاعت ته ویل کېدل.

که یو چا به له دې اصولو سرغړونه کوله، که هغه عالم و، مجاهد و، یا عام مسلمان؛ نو د دوی په نظر هغه دښمن و، مرتد و، تکفیرېدونکی و او سزا یې مرګ وه، کله چې دوی په ځینو سیمو کې قدرت ترلاسه کړ، نو د خپلو باطلو ادعاوو پر خلاف یې داسې اعمال وکړل چې نه یوازې اسلامي امت یې سره متحد نه کړ، بلکې امت یې د تفرقې او کرکې په اور وسوځاوه.

د خوارجو زهري اعمالو د مسلمانانو ترمنځ د وحدت ټول فرصتونه له‌منځه یوړل او پر اسلامي خاورو یې د دښمنانو د نفوذ دروازې پرانیستې، د خوارجو د دې ګمراه مکتب پیروانو نه یوازې د اسلامي امت ترمنځ اختلافونه پیدا کړل، بلکې د امت له غوره برخې، یعنې د جهادي ډلو ترمنځ یې ژور اختلافات راوستل، دا ناوړه کړنې یې د ډله‌ییزو جګړو او د مجاهدینو د مرګ‌ژوبلې لامل شوې.

داعش که څه هم د اسلامي یووالي تر چتر لاندې میدان ته راغی، خو په عمل کې د امت د تفرقې او کرکې یو ستر سبب شو، ځکه د اسلامي امت یووالی د تکفیر، وژنې او زور له لارې نه رامنځته کېږي؛ بلکې هغه څه چې مسلمان ملتونه سره یو کوي، د قرآن عظیم‌الشان او سنتو ژور فهم، الهي رحمت او اعتدال دی.

Exit mobile version