د خوارجو د باطل خلافت له اعلان څخه تر وروستۍ ورځې پورې د دوی د مشرانو په خبرو او اعمالو کې سخت تناقض وو.
دوی په خپلو خبرو کې له اسلامي اُمت څخه وغوښتل چې د خپل باطل ګوند په اړه له بهر څخه قضاوت ونه کړي او راشي د دوی کړنې له نږدې وګوري، هر هغه چا چې به د دوی پر کړنو د اعتراض او نیوکې غږ پورته کړ، په مختلفو ډولونو به یې تورن کړ او د هغو جرمونو له امله چې هغوی نه وو کړي، په خورا سخته توګه به وژل کېدل.
کله به چې خوارجو خوله خلاصه کړه، د نړۍ د کُفر پر وړاندې به یې د جهاد او د بې ګناه مسلمانانو د وینو د غچ اخیستلو خبرې کولې.
دوی په خپلو خوږو ژبو او عاطفي ویناوو سره اسرائیل او امریکا ته ګواښونه کول، خو د دوی عملونه د دوی په ویناوو کې نه ښکارېدل.
د دوی وياندويانو به د جادوګرانو په څېر په خپلو ویناوو او شعارونو عام خلک غولول او په دې ډول به يې خپل ناوړه اعمال پټول.
که څه هم دوی ځانونه د اسرائیلو تر ټولو سخت دښمنان ګڼل، خو کله چې یې د مصر د سینا ولایت یوه لویه سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوسته، نو یو مجاهد چې د حماس ډلې وروڼو ته یې وسلې لېږدولې، د مرتد په توګه ونوماوه او سر یې ترې غوڅ کړ.
سره له دې چې عدناني په خپلو خبرو کې قسم خوړلی چې دوی د مسلمانانو د دفاع او ساتنې لپاره راوتلي دي، خو د دوی اعمال د بې ګناه انسانانو د وینو له تویولو پرته بل څه نه وو او د اسلام دُښمنانو ته یې په دواړو لاسونو د مسلمانانو ناموسونه وړاندې کول.
په هغه ورځو کې چې د دوی تش په نامه خلافت خپلې وروستۍ ساه اخیستلې او خاوره یې تر بل هر وخت ډېره لنډه شوې وه او په بشپړه توګه محاصره وه، هغه کورنۍ چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره یې له دغه فاسد خلافت څخه د تیښتې هڅه کوله، د ناپېژاندو وسله والو لخوا په نښه او په بې رحمانه ډول شهیدانېدل؛ په داسې حال کې چې د دوی تش په نامه اعلان شوی خلیفه د خپل خلافت له پولو بهر ووژل شو.
هغه څه چې پورته وویل شول، د دوی د عمل او وینا تر منځ د تناقض یوه بېلګه وه او که موږ وغواړو چې د دوی د اقوالو او اعمالو تر منځ هر توپیر څرګند کړو نو د څو کتابونو لیکل به کافي نه وي.
خو د خدای جل جلاله شکر دی چې اوس د دې فتنې اور د پخوا په پرتله مړ شوی دی او د اسلامي اُمت لپاره داسې څه نه دي پاتې چې سړی دې ترې وډار شي.
ان شاءالله.