مسجد الاقصی؛ د مسلمانانو لومړۍ قبله او د کعبې د قبلې کېدلو حکمت:
کله چې د اسلام پيغمبر صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشريف راوړ، شپاړس میاشتې یې د بیت المقدس پر لورې لمونځ وکړ خو د پيغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه د يارانو د زړه هېله دا وه چې یوه ورځ د کعبې پر لور لمونځ وکړي، ځکه د کعبې مینه یې په زړونو کې دومره ژوره وه چې هېڅ بل ځای یې د حضرت آدم او حضرت ابراهيم علیهما السلام له قبلې سره برابر نه ګڼلو.
خو هغوی د رب العالمین امر ته تسلیم و، د بیت المقدس قبله ګرځول د اصحابو لپاره د رب العالمین له لورې یو ستر امتحان و؛ خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو یوازې دا فکر درلود چې په هر حال کې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړي او د الهي احکامو پر وړاندې سر ټيټ کړي، که څه هم دا د دوی له عادتونو خلاف وي.
کله چې الله تعالی جل جلاله د دوی زړونه د خپلې تقوا لپاره وازمایل، نو هغه مهال داسې آيتونه نازل شول چې د مسجد الحرام پر لورې يې د لمونځ کولو امر کاوه.
[وَ مِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ]
ژباړه: او له هر ځایه چې ووتې خپل مخ د مسجد الحرام لورې ته کړه او تاسو چې هر ځای یاست، خپل مخونه هماغې خواته واړوئ.
په حقیقت کې د قبلې بدلون یو ستر امتحان و لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: [وَ كَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِنْ كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى الله]
ژباړه: او دغه راز ما تاسو يو منځلاری امت ګرځولي ياست، تر څو د خلکو لپاره ګواهان شئ او رسول صلی الله علیه وسلم پر تاسو ګواهي ورکړي، موږ هغه قبله چې ته مخکې پرې وې، نه ده ګرځولې مګر د دې لپاره چې پوه شو څوک رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته تابعداري کوي او څوک شاته ګرځي، که څه هم دا (بدلون) لوی او دروند و، خو يوازې د هغو کسانو لپاره چې الله جل جلاله لارښوونه ورته کړې وه آسان شو.
یهودیانو د دې بدلون له امله د مدینې په ښار کې ګډوډي پیل کړه، الله تعالی جل جلاله هغوی ته داسې ځواب ورکړ: [سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا قُلْ لِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ]
ژباړه: ډير ژر به په خلکو کې ناپوهان ووايې: “څه شي دوی له خپلې قبلې څخه اړولي دي چې پرې وو؟” ووايه: “ختیځ او لویدیځ د الله جل جلاله دي، هغه چا ته چې غواړي د هدایت لاره ورښيي.”
نو بیا یهودیانو شایعه خپره کړه چې د مسلمانانو لمونځونه چې مخکې بیت المقدس ته ادا شوي، بې ګټې شول، خو الله تعالی جل جلاله وفرمایل: [وَ مَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ]
ژباړه: “الله داسې نه دی چې ستاسو ایمان (عبادتونه او کړنې) ضایع کړي.”
په دې آيتونو کې د قبلې د بدلون حقیقت روښانه شو چې الله تعالی جل جلاله ورته ځانګړى مقام ورکړې او قبله یې ټاکلې ده لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: [فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ]
“نو هر لوري ته چې مخ وګرځوئ؛ الله جل جلاله هم هلته دی.”
نو په دې پوه شو چې همدا ځایونو ته مخ اړول یوازې د الله جل جلاله د امر اطاعت دی، د قبلې د بدلون حکمت او فلسفه دا ده کله چې امر وشو چې بیت المقدس ته لمونځ وکړئ، یارانو اطاعت وکړ او اوس چې امر شوی چې مسجد الحرام ته مخ کړئ، نو تر قیامته به د دې اطاعت کېږي. [وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا]
ژباړه: او ما تاسو د منځنۍ لارې اُمت ګرځولي یاست چې پر خلکو شاهدان واوسئ او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر تاسو شاهد وي.