مسجد الاقصی؛ د خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم د اسراء او معراج ځای:
قدس د اسراء د ځمکني سفر وروستۍ او د معراج د آسماني سفر د پیل تمځای دی.
[سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأقصى] ژباړه: پاک او سپېڅلی دی هغه ذات چې خپل بنده (محمد بن عبدالله) یې په شپه کې له مسجد الحرام (مکې) څخه مسجد الاقصی (بیت المقدس) ته بوت.
د رب العالمین په امر، خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته ولاړ، هلته یې له انبیاوو سره ملاقات وکړ او د هغوی د امامت مسؤلیت يې ترسره کړ.
دا پېښه د دې څرګندونه کوي چې د نړۍ د دیني مشرتابه دوره له تيرو انبیاوو څخه نوي امت، نوي کتاب او نوي پېغمبر ته ولېږدول شوه، هغه پېغمبر چې د ټولو لپاره رحمت دی، کتاب یې نړیوال دی او امت یې نړیوال دی، الله تعالی جل جلاله فرمایي: [وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ] ژباړه: موږ یوازې ته د نړۍ لپاره د رحمت په توګه استولی یې.
د اسراء او معراج پېښه له رازونو ډکه ده، چې د دې مبارک ځای د اهمیت څرګندونه کوي، هغه ځای چې خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم له مسجد الحرام څخه د حضرت جبرائیل په ملتیا خپل براق په صخرة وتاړه، له همدې ځایه رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد الاقصی ته ورسېد او بیا یې د صدرة المنتهی په لور سفر وکړ؛ له دې امله صخره او د براق دیوال د مسلمانانو لپاره د تلپاتې یادګار په توګه پاتې شول.
مسجد الاقصی؛ د مسلمانانو دریم مقدس مسجد:
طبراني د ابو درداء رضي الله عنه په روایت سره مرفوع او حسن الاسناد حديث نقل کوي چې: “صَلَاةُ فِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ بِمِائَةِ أَلْفِ صَلَاةٍ، وَالصَّلَاةُ فِي مَسْجِدِي بِأَلْفِ صَلَاةٍ، وَالصَّلَاةُ فِي بَيْتِ الْمَقْدِسِ بِخَمْسِمِائَةِ صَلَاةٍ.” ژباړه: په مسجد الحرام کې یو لمونځ د سلو زرو لمونځونو، په مسجد نبوي کې د زرو لمونځونو او په بیت المقدس کې د پنځه سوه لمونځونو په اندازه اجر و ثواب لري.
همدا رنګه، د ابو سعید خدري او ابو هریره رضي الله عنهمع څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: [لَا تُشَدُّ الرِّحَالُ إِلَّا إِلَى ثَلَاثَةِ مَسَاجِدَ: مَسْجِدِي هَذَا، وَمَسْجِدِ الْحَرَامِ، وَمَسْجِدِ الْأَقْصَى]
ژباړه: سفر دې یوازې د درېیو مسجدونو لپاره وشي: زما دا مسجد (مسجد نبوي)، مسجد الحرام او مسجد الاقصی.
په دې حدیث کې د حصر صیغه ښيي چې نور ټول مسجدونه د دې درېیو سره د برابري وړ نه دي او په نورو ټولو مساجدو کې د لمونځونو اجر یوشان دی.
بیت المقدس؛ د مسلمانانو درېیم ستر ښار:
بیت المقدس په اسلام کې د درېیم ستر ښار حیثیت لري، لومړی ښار مکه مکرمه دی چې الله تعالی جل جلاله هغه د مسجد الحرام په برکت شرفمن کړی دی:
[إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ]
ژباړه: بېشکه چې د انسانانو لپاره لومړنۍ ودان شوی کور (کعبه) چې په مکه کې دی، د برکت او د نړۍ لپاره د هدایت ځای دی.
دویم ښار مدینه منوره دی، چې الله تعالی جل جلاله هغه د مسجد نبوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر په برکت شرفمن کړی دی، دریم ښار بیت المقدس دی چې الله تعالی جل جلاله هغه د مسجد الاقصی په برکت غوره کړی دی: [سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ] ژباړه: پاک او سپېڅلی دی هغه ذات چې خپل بنده یې په شپه کې له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته بوت، هغه ځای چې چاپېر یې موږ برکتمن کړی دی.
په تفسیر معارف القرآن کې د “بَارَكْنَا حَوْلَهُ” په اړه راغلي چې په دې آیت کې د شام د سیمې یادونه شوې ده چې د دیني او دنیوي برکتونو مرکز ګڼل کېږي، دیني برکتونه یې دا دي چې دا د انبیاوو قبله، استوګنځی او قبرستان دی او دنیوي برکتونه یې د هغې زرغونتیا، د اوبو سرچینې، باغونه او داسې نور دي.