فکري ارمغان؛ پرله‌پسې علمي، فکري او جهادي لړۍ

 

کله چې د امت ذهنونه د شبهاتو توپانونو ته پرېښودل شي، د عقیدې بڼسټونه د فکري یرغلونو تر سیوري لاندې شي، او د حقیقت څراغونه د باطل تر دوړو لاندې پټ شي؛ نو خپل مسیر بایلي، حق د دروغو له لښکرو سره لاس و ګرېوان شي، او د اسلام سپېڅلی پیغام د پردیو افکارو تر تیارو لاندې راشي.

خو تاریخ شاهد دی، چې د هر باطل پر وړاندې د حق یو کاروان راټوکېدلی، د هرې تیارې پر وړاندې د رڼا یو مشال بل شوی، او د هر فکري یرغل پر وړاندې د ایمان یو سنګر جوړ شوی دی. دا سنګر د هغو مؤمنانو د زړورتیا استازیتوب کوي، چې نه یې فکر تسلیم شوی، نه یې قلم وچ شوی، او نه یې هم د عمل کاروان له فعالیته درېدلی.

المرصاد د همدې سنګر ساتونکی دی، د هغه کاروان غړی، چې د امت فکري او نظرياتي جهاد ته یې مټې رانغښتې دي، د عقیدوي و فکري جګړې د دفاع لپاره یې قلم راخیستی، او د شعور د بیدارۍ لپاره یې خپل غږ اوچت کړی دی.

د همدې مبارزې په دوام، المرصاد د “فکري ارمغان” تر سرلیک لاندې د PDF (پي ډي ایف) کتابونو یوه لړۍ پیل کړې، چې د امت د ځوانانو د ذهنونو سالمه رغونه، د عقیدې ساتنه، او د جهادي فکر احیا یې اساسي موخې دي. دا یوازې یو کتاب نه دی، بلکې د شعور او پوهې یو کاروان دی، د حقیقت یو پیغام دی، او د فکري جهاد یو نوی سفر دی.

د “فکري ارمغان” فصلونه:
1.⁠ ⁠سرمقاله:
دا فصل به د امت د اوسني فکري، سیاسي، او اجتماعي حالت ژور تحلیل وړاندې کوي، ترڅو لوستونکي وکولای شي د نړۍ د حالاتو تر شا حقیقتونه درک کړي، د امت پر وړاندې شته ننګونې وپېژني، او د خپل دین او عقیدې د دفاع لپاره لازم تدابیر ونیسي.

2.⁠ ⁠ابطال امت:
دا فصل د هغو زړورو شهیدانو ژوند ته ځانګړی شوی، چې د امت د عزت او د اسلام د بقا لپاره یې د قربانۍ سنګرونه تاوده او د اسلام بیرغ رپاند ساتلی، او خپله ايماني تنده يې په شهادت خړوبه کړې ده. دا فصل به د ایمان، ایثار، او قربانۍ درس ورکوي، او د امت ځوانانو ته به د جهادي شعور الهام وربښي.

3.⁠ ⁠خوارج العصر:
باطل تل په نوې بڼه ځان وړاندې کوي، د اسلام له نامه ناوړه استفاده کوي، او امت د فتنې کندې ته راکاږي. دا فصل به د عصري خارجي فتنې، د هغوی د عقیدوي انحرافاتو، او د امت پر وړاندې د هغوی د زیانونو ژور افشا کوونکی تحلیل وړاندې کوي، ترڅو مسلمانان د دوی له شیطاني دامونو خوندي پاتې شي.

4.⁠ ⁠دیني او جهادي موضوعات:
ایمان، عبادت، جهاد، تقوا – دا د اسلام هغه بنسټونه دي، چې یو مؤمن ته یې عقیدوي قوت وربخښلی، او د دنیا له امتحانونو سره یې مقابله کړې ده. دا فصل به د دیني بصیرت، اسلامي فکر، او جهادي روحیې د پیاوړتیا لپاره ژور مطالب وړاندې کوي.

5.⁠ ⁠سیاسي او ټولنیز موضوعات:
د مسلمانانو پر وړاندې هره ورځ نوې دسیسې جوړیږي، نوې فتنې راپورته کېږي، او امت د نړيوالو قوتونو د سازشونو هدف ګرځي. دا فصل به د نړۍ د حالاتو، د اسلامي امت د چیلنجونو، او د حل لارو یوه ژوره څېړنه وړاندې کوي، ترڅو مسلمانان د شته چیلنجونو د حل لپاره خپل دریځ روښانه کړي.

المرصاد خپرندويه اداره دا لړۍ هره میاشت د خپرو شويو لیکنو له غوره محتوا څخه ترتیبوي، ترڅو د امت فکري خزانه او علمي پانګه خوندي پاتې شي، او امت ته د فکر، شعور، او بصیرت یو دوامداره سرچینه برابره شي.

المرصاد په ډېر وياړ تاسو ته دا فکري خزانه په دې هیله وړاندې کوي چې د امت فکري بیداري دوام ومومي، د ایمان کاروان خپل سفر ته دوام ورکړي، او د اسلامي نظام د اقامې او ساتنې روحیه راپیدا او ژوندۍ وساتي. والله المستعان

 

کتاب له دې ځای څخه ترلاسه کړئ

ډاونلوډ / ولولئ

Exit mobile version