فلسطيني وګړي به اختر په څنګه حال کې ولمانځي؟

#image_title

حسان مجاهد

 

فلسطيني وګړي به په داسي حال کې څنګه اختر ولمانځي، چې په جګړه کې د قربانيانو شمېر يولک شل زره ته رسيږي، درې نيم لکه کورنه ویجاړ شوي دي، هاغه جنتي غزه لوګو او بارودو بدرنګه کړې ده، دکانونه او مارکیټونه له نويو جامو خالي دي، نه د اختر د لمانځه لپاره مسجد پاته دى او نه د ماشومانو لپاره د اختر خواږه پاته دي.

 

یتیم ماشوم هغه پلار له لاسه ورکړی دی چې دی به يې سهار وختي را پاڅول، خواږه به يې ورته تيارول او له ځانه سره به يې عيدګاه ته بيول.

 

په تاریخ کې لومړی ځل دی چې فلسطيني وګړي په بې کوره ژوند کې داسي بې خونده او بې رنګه اختر لمانځي چې د کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي دي.

 

فلسطيني وګړي وايي: ماشومان مو له موږ څخه د نویو جامو غوښتنه کوي خو موږ یې ددې ارمان پوره کولو توان نه لرو.

 

په غزه کې د ظالم صهیونیستي رژیم له خوا د نرخونو بيې څو سلنه لوړې شوې او مسلمانان په لوږه اختر تیروي.

 

په “رفح” ښار کې کډوال ماشوم “سیف” خپل پلار “کمال” ته تر اختر څو ورځې وړاندي وویل: پلاره! آیا ممکنه ده چې موږ په دې اختر کې کور ته ستانه شو؟ پلار يې په داسي خیمه کې ژوند کوي چې درې په درې متره مساحت لري، زوی ته یې مخ ور واړاوه او په غريو نیولي آواز یې ور غبرګه کړه: زويه! هغه سلیم چې موږ په کور کې ترشا پریښی و؛ ستا په امید موږ به یې بیا ژوندی ووينو؟ آیا ته د اختر خوشحالي په داسي حال کې احساسولای شې، چې درې واړه همزولي دي شهیدان شوي دي؟ سيف د تیر کال کوچني اختر خاطرې يادوي، کوم چې په تير کال دغه ورځو کې دی له خپل پلار، مور او درې واړه همزولو سره د نويو جامو رانیولو لپاره لاړ، هغه مهال ټول سړکونه د اختر په رارسېدو سره ښايسته شوي وو، او نن شاوخوا زرګونو هغو خیمو ته ګوري چې پکې زرګونه کډوال ژوند تیروي.

 

د حکومت د اطلاعاتو د دفتر ویاند”إسماعيل الثوابتته” له مصري رسنۍ”اليوم السابع” سره په خبرو کې وويل: په جګړه کې د قربانيانو شمېر يولک شل زره ته رسيږي چې پکې ٣٣ زره شهیدان، ٧زره نادرکه شوي، ٧٥زره زخميان او ٣٥٠٠ بندیان دي، په دې قربانیانو کې دري اويا سلنه ښځې، ماشومان او ملکي وګړي شامل دي، نږدې(١٥٠٠٠٠٠) کسانو خپلې سرپناوې او کورونو له لاسه ورکړي دي، تر ١٠٠٠ زيات مسجدونه، مدرسې، ښوونځي او روغتونونه ویجاړ شوي دي.

 

همداراز په غزه او نورو شمالي ولایتونو کې لسګونه ښځې، بوډاګان، ماشومان او ناروغان د سختې لوږې او قحطۍ له امله وژل شوي دي.

 

په غزه کې د ملکي دفاع ویاند” محمود بصل” وايي: فلسطينيان د مسجدونو او کورونو تر ویجاړیدا وروسته د اختر د لمانځه سر پناه او له خپلو دوستانو سره د ليدلو توان نه لري.

 

دوی د اختر په رارسېدو سره هر وخت د إسرائيلو د عملياتو او وژنو په پایله کې د مرګ شیبې شماري.

 

نوموړی زیاتوي چې د غزې په تړانګه کې د کورنو تر ویجاړیدا مخکې مسجدونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، له دې امله په دې مبارکو ورځو کې مسلمانانو د تراويحو او اختر لمانځه لپاره ځای نه درلود او د غزې په جنوبي او شمالي سيمو کې بې ځايه شوي فلسطينيان نه شي کولای، يو له بله سره وویني.

 

په غزه کې وروستیو احصاياتو جوته کړې ده چې هلته ٦٠ سلنه کورونه ویجاړ شوي دي، له ٣٦ روغتيايي مرکزونو څخه يوازي ١٢ مراکز تر سخت فشار لاندي خپل فعالیت کوي، شپږ لکه پنځه ويشت زره زده کوونکو د زدکړو حق له لاسه ورکړی دی، له ٤٩٥ څخه ٣٩٦ ښوونځي زیانمن شوي دي، د غزې په جنوبي او شمالي سيمو کې نږدې دوه میلیونه بې ځایه شوي وګړي ژوند تیروي، د زیربنا، بریښنا، د توزیع شبکو، د لمريزي انرژۍ او بریښنا رسولو وسائلو ته د زيان رسيدو سربېره ٢٣ ماشومانو د خوارځواکۍ او اوبو ته د نه رسيدو او تر ٥٦٣ زياتو فلسطيني وګړو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د ځمکې لاندي ٨٣ سلنه د اوبو څاګانو کار پريښى دى.

 

فلسطيني خبریال يحيی يعقوبي وویل: د غزې په مسلمانانو به اختر هم د رمضان په څير په غمونو او له دوستانو څخه په فراق کې تير شي، د غزې وګړي يو له بل سره په مينه او خپلوي پالنه کې خورا شهرت لري، خو دا ځل شاید ډير د ژونديو په ځای د قبرونو زيارت ته روان شي.

 

نوموړي زياته کړه؛ په غزه کې دا جګړه له پخوانيو جګړو ډېر توپير لري؛ په 2014 ميلادي كال کې د سترې جګړې له امله د شهيدانو شمير ٢١٠٠ وو، خو دا ځل د شهیدانو شمېر له ٣٢٠٠٠ څخه لوړيږي، چې موږ په سړکونو، لارو او روغتونونو ته څيرمه په عامه سيمو کې خاورو ته سپارلي دي.

 

موږ به رمضان او اختر ته په داسي حال کې څنګه خوښي احساس کړو، چې هر کور ته غم او درد رسیدلی دی او يوازي “فرح” ښار ته یو ملیون او څلور لکه کډوالو پناه را وړې ده او خپل کورونه یې پريښي دي.

 

په موږ باندي په لومړي ځل داسي اختر تیریږي چې له کورونو لري پراته یو، رمضان تیر شو، خو موږ یې په خوند نه شو پوه؛ ځکه له شپږ میاشتو راهیسي موږ له بریښنا بې برخې یو.

 

په تیرو کلونو کې به د رمضان په وروستیو لسو ورځو کې د غزې سړکونه له خلګو ډک وو، ترڅو د اختر هرکلی وکړي او کورونه ښکلي کړي، هر کال به په مسجدونو کې خلګو اعتکاف کاوه، لکن سږ کال د نړيدلو مسجدونو شمېر ١٢٠٠ ته رسيږي.

 

هر کال به ماشومانو د اختر په راتګ سره له موږ څخه د نویو کالو غوښتنه کوله، خو سږ کال يوازي دا غوښتنه کوي چې څه وخت به بیرته کورونو ته ستنیږو؛ ځکه دا ددوی يوازينى ستر ارمان ده.

 

د غزې په شمال کې کډوال”عماد زقوت” وویل: ډيري کورنۍ د غزې په شمال او جنوب کې سره بیلې شوې دي، شاید ورور له وروڼو او خویندو بې برخې وي، شاید مور له اولادونو بې برخې وي، ډيرو پلرونو

خپلې میرمنې او اولادونه جنوب ته لیږلي او دوی په شمال کې يوازي پاته دي، په ژوند کې دا ځل ډير ستونزمن اختر دی، هره کورنۍ د شهید، زخمي، نادرکه او يا بندي په غم او فراق ځوریږي، هغه کورونه چې په دوستانو ښايسته وو، نن بدرنګه شوي دي.

 

موږ رب ته لاس په دعا يو چې نور په مظلومو فلسطيني مسلمانانو دا وحشت پای ته ورسوي، خپلو سرسخته دښمنانو ته ذلت ور په برخه کړي. د اسلامي هیوادونو له حاکمانو څخه مو هیله داده چې له مسلمانانو سره د خواخوږۍ او ورورولۍ له مخې په خپل ټول توان سره د جګړې توقف ته کوشش وکړي او له خپلو غاړو څخه کفارو ته د غلامۍ او چاپلوسۍ ځنځيرونه ايسته کړي.

 

(اللهم إنا نجعلک في نحورهم ونعوذ بک من شرورهم)

هرماس الافغاني
Exit mobile version