غزه؛ د مېړانې، ایثار او سرښندنې خاوره!

علي أنصار

#image_title

اسلام یو ویاړلی دین دی، خپلو لارویانو ته د مېړانې، ایثار او سرښندنې توصیه کوي، اسلام د قربانۍ دین دی، تکالیف او ربړې غواړي، دا ځکه چې د اسلام بنسټ او اساس په همدې قربانیو ايښودل شوی، چا چې اسلام راوړ هغه هم قربانۍ ور کړله، چا چې مانه هغه هم تکالیف تېر کړل، چا چې تر نورو رساوه هغه هم ستونزې منلې، څوک چې په اسلام پاته کېدل هغه هم له سترو امتحانونو تېرېدل.

دا اصول ورو ورو په فطرت اوښتل؛ تر ننه پورې چې اسلام څومره زمانه طئ کړې هغومره تر قربانیو تېر شوی دی، د اسلام د تاریخ هره پاڼه د یوه لاروي، قوم او ټولنې په قربانۍ زرینه شوې ده، په هره زمانه کې داسې څوک وو چې اسلام وساتي، و یې مني او تر نورو یې ورسوي.

دا قومونه، ډلې او وګړي که له کمیته ډېر کم و، خو په مېړانه او عقیدو پیاوړي و، لويي لښکرې یې ماتې کړي دي، تر سختو پړاونو تېر شوي دي خو د اسلام بېړۍ یې تر ساحله رسولي دي، تا به ویل چې د بدر درې سوه صحابه دي، یا د خالد درې زره لښکر د شرحبیل د یو لک لښکر په وړاندې بریا راوړي، همداسې کېدل، وړو خلګو لوی لوی قوتونه ماتول.

اسلام په لومړیو دورو کې عمر، صدیق، عثمان، علي او خالد (رضی الله تعالی عنهم) تر نورو رساوه، په منځني دورو کې محمد بن قاسم، طارق ابن زیاد، قتیبه بن مسلم، یوسف بن تاشفین او صلاح الدین ایوبي عروج ته ورساوه، په نني دور کې د افغانستان، جزیرة العرب څو مېړنیو، شام او د القدس ولسونو وساته، دې ولسونو نه یوازې د اسلام لپاره قربانۍ ور کړې، بلکې د کفارو لاس ته لوېدلي ځمکې یې هم د اسلام په نور او د خدای جل جلاله په سپیڅلي شریعت منورې کړلې.

غزه، د مېړانې نوم او الګو ده، دا هغه خاوره ده چې په بېوسۍ، بې کسۍ او یوازیتوب کې یې د القدس عظمت او د اسلام سپېڅلی دین وساته، په داسې حال کې چې څه کم ۵۰۰ ورځې جګړه پکښې وه، داسې جګړه چې هره ورځ سلګونه وګړي شهیدان کېدل، د غزې د رنګینیو ښار په هدیره او کنډواله بدل شوی و، تر هر دېوال لاندې یو ماشوم شهید و، د هرې کنډوالې سر ته یو بوډا پلار ولاړ و، له هر سنګره د یوه نومیالي د وینو خوږ بوی راتلو.

د غزې جمات، امام، طالب، کتاب او قران کریم جلا جلا شهید کېده، د هر جومات پت انګړ کې به قران کریم پاڼې پاڼې پروت و، یا به د شهید ژڼي په سینه پورې نښتی سور په وینو پروت و، د غزې د هرې کورنۍ څو څو تنه شهیدان و، داسې کورنۍ وې چې له شلو تنو به یوازې یو ماشوم پاتې و، داسې هم وه چې ټوله کورنۍ به شهیده شوې وه.

د غزې وګړي یوازې له بمبارد او جنګ څخه نه شهیدان کېدل، بلکې له لوږې، تندي، ډار، یوازیتوب او یخ څخه هم شهیدانېدل، دا بل رقم ښار و؛ چیرې چې خندا چا نه پېژندل، چیرې چې یوازۍ سلګۍ او ژړا ګانې وې.

غزه یوازې وه، درست أمت ویده و، چا یې سلګۍ نه اورېدې، څوک بې وسه و، چا د نورو له ډاره څه نه کول او د چا ضمیرونه ویده و، لنډه دا چې غزې ته پرته له خدایه د هيڅ چا لاس ور اوږد نه شو، خو!

دې مېړنیو لا استقامت درلود، جنګېدل، لږ و، بې ټیکنالوژۍ او امکاناتو وه خو لا هم کلک ولاړ و، دوی ته مېړانه له صلاح الدین ایوبي ور پاتې وه، یحیی سنوار شهید کېده، وجود یې زخمونو اخیستی و، ډرون راغله، یوازې لکړه ور سره وه، هغه یې پرې وار کړه.

د غزې ولس د یحیی سنوار غوندي و، په لکړو یې ډرون ماتولې، هو!

ماتې یې کړې، د صهیونیستي لښکر زامې یې ماتې کړې، هغوی چې پرون یې له غزې جهنم جوړاوه نن د معاهدې لپاره هو او نه ته انتظار وو، یوه حیرانونکې فضاء وه، ټول حیران و، یو څو بېوسو ته څنګه دومره قوت ماته مني؟

خو یوازې مومنان پوهېدل چې دا د قوي عقیدې راز دی، دا د جهاد راز دی، دا د ایثار او سرښندنې برکت دی چې دا فتحې مسلمانانو ته ورپه برخه کوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version