د اموي خلافت پر مهال په ځانګړې توګه د عبدالمالک بن مروان د خلافت په پیل کې د خوارجو تهدید ډېر زیات و، چې له کبله یې نږدې ټول امت په څو ټوټو تقسیم شوی وای، دا خوارج آن د حضرت علي رضی الله عنه له وخته پاتې شوي و او په ځینو سیمو کې پټ شوي و، چې د وخت په تېرېدو سره او فرصتونو ته په کتو یو یو را څرګندېده.
صفریه د خوارجو هغه ډله وه چې د عبدالمالک بن مروان په وړاندې یې بغاوت وکړ، دې ډلې ته ځکه صفریه وایي چې د ډېر عبادت له وجهې یې مخونو زېړ رنګ اخیستی و، صفریه خوارجو د افراطیت او سخت دریځۍ لار غوره کړې وه او د خپل باطل فکر په اساس یې د مسلمانانو وینو تویولو ته مټې را نغښتې وې، دوی هم د پخوانیو خوارجو پر پله روان وو او هر هغه چا به چې د دوی د فکر پر بطلان خبره وکړه، کافر به یې ګاڼه او وینه تویول یې رواه ګڼل.
د دې ډلې قیادت صالح بن مسرح التمیمي کاوه او د عبدالمالک بن مروان په وړاندې په ډېر قوت سره راجګ شول، د صالح بن مسرح یو جنګي قومندان شبیب بن یزید نومېده چې په جګړه کولو، زړورتیا او تېزۍ کې یې ځانګړی شهرت درلود.
صفریه خوارج هغه مهال ډېر مشهور شول کله یې چې د حج د موسم پر مهال د عبدالمالک بن مروان د وژلو هڅه وکړه، دوی د شبیب بن یزید تر قیادت لاندې په ډېر کم تعداد د حجاج بن یوسف لښکرو ته څو ځله سخته ماتې ورکړې وه، په کوفه کې یې د حجاج د لښکر مشر عتاب بن ورقاء او ورسره شپږ سوه کسان ووژل.
کله چې حجاج د کوفې له خلکو نا أمیده شو چې د خوارجو څخه جګړه نشي ګټلی، په داسې حال کې چې دوی ډېر او خوراج لږ دي؛ نو د عبدالمالک بن مروان په امر یې په خپله د لښکر قومانده په غاړه واخیسته او په لومړي ځل یې د شبیب لښکر مات کړ، شبیب بن یزید په تېښته بریالی شو او اهواز ته یې پناء ور وړه.
حجاج بن یوسف لښکر پسې واستوه، هلته او د دواړو لښکر سره مخامخ شول، سخته جګړه پیل شوه، د جنګ بریاء او شکست نه و معلوم، چې شبیب يوځل بیا په تېښته پیل وکړ؛ په لاره کې له یوه لوی نهر تېریده چې له آس څخه ولوېد او په ابو کې غرق شو، په همدې توګه اموي خلافت د شبیب له فتنې څخه خوندي او مسلمانې ټولنې نجات وموند.