شهادت د حریت، او ازاد ټولنیز ژوندانه یوازینی راز

ابو جاوید

#image_title

د امت د تاریخ په کتاب کې قربانۍ او شهادت هغه توري دي، چې د تاریخ ځلا او ښکلا یې زیاته کړې ده، د محکوم او مظلوم امت د حریت او ازادۍ او د دښمن د شومو او ناوړو موخو د مخنیوي سمبول ګرځېدلی دی.

که شهادتونه نه وای، د موته په ډګر کې به د مسلمان لښکر د بري نغارې نه ډنګېدلای، که د مشرانو (عبد الله بن رواحه، زید بن حارثه او جعفر بن أبي طالب / جعفر طیار رضی الله عنهم) قربانۍ او ځان ځارونې نه وای، د اسلام درې زره نفریز لښکر به د لکونو رومي لښکرو په وړاندې نه وای غالب؛ هغه چې عقل یې ترمنځ تقابل او د مسلمانانو بری محال ګڼي.

که شهادتونه نه وای، نن به امارت د یو نظام په حیث د افغانستان په جغرافیه نه وای حاکم، که د منصور وجود نه وای کباب شوی، د وزیر اکبرخان په تپه به د عظمت او پرتم ننداره نه کېدای، د ارګ په ماڼۍ کې به د نکټایي اغوستونکو پرځای پګړۍ وال نه وای.

موږ د حریت او ازاد ټولنیز ژوندانه بقاء په شهادت کې وینو، موږ دا حقیقت ګڼو چې شهادتونه لکه څنګه چې د نظام د احیاء په برخه کې رول لري، د نظام په استحکام او بقاء کې هم رغنده رول لري.

د دښمن دي غوږونه خلاص وي، موږ ته د شهادتونو کیسې کوم نوی څپرکی نه دی، دا زموږ د ضخیم تاریخ په کتاب کې هغه څپرکی دی چې د لمر په څېر ځلیږي، همدا زموږ نظام د شهیدانو په وینو خړوب دی، که ذهن دې له دې دوره مخکي څه نشي درک کولای، همدا قائم قیادت مطالعه کړه، ترڅو درته جوته شي چې موږ او د شهادت ترمنځ کوم تړاو او نسبت دی.

موږ هر سبا او هر بېګا د شهادت په هیله پیلوو، موږ که شهادت نه غوښتلای، ولي به د ابر قدرت (امریکا) په وړاندې په سنګر کې ودرېدی، موږ په شهادتونو نه ختمیږو، دلته د نظام هر بچی ځان د نظام په خدمت او استحکام مکلف ګڼي او ترڅو چې دا انګېزه موجوده وي د نظام هر یو لاروی د بل بدیل جوړېدلای شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version