شهادت؛ د یوه مجاهد د مأموریت پای

عبدالمالک رحیمي

#image_title

شهادت یوه ښکلې کلمه ده چې په خپله غېږ کې د ایثار، سرښندنې او ځان‌ تېرېدنې ژورې او پراخې معناوې لري، دا کلمه په اسلامي فرهنګ کې نه یوازې د عقیدې او ایمان په لاره کې د مرګ لپاره کارول کېږي، بلکې د الهي قربت لوړې درجې ته د رسېدو او یوې پاکې او تلپاتې نړۍ سره د یوځای کېدو نښه هم ده.

 

شهادت د الله تعالی سره د ابدي مینې څرګندونه او د دیني ارزښتونو د دفاع معنا لري، شهادت په حقیقت کې له ټولو دنیاوي اړیکو تېرېدنه ده؛ هغه شېبه ده چې یو مٶمن په ژور ایمان سره خپل ژوند خالق ته ډالۍ کوي ترڅو په خپله وینه د آزادۍ او عدالت ونه خړوبه کړي.

 

شهید هغه څوک دی چې په بشپړ اخلاص د حقیقت او آزادۍ په لاره کې ګام اخلي او له هېڅ ډول سرښندنې ډډه نه کوي، شهادت د ژوند پای نه دی، بلکې د لارې پیل دی چې پکې د انسان روح د کمال او پاکۍ لوړو څوکو ته رسېږي؛ د هر شهید په زړه کې د ظلم وړاندې د مقاومت کیسه، د وطن او خلکو سره مینه او د انساني اصولو د ساتنې لپاره یوه پولادي اراده پرته ده.

 

شهادت د سرښندنې تر ټولو ښکلې څوکه ده چې انسان د وخت او ځای له محدودیتونو څخه تېروي او د تلپاتې عاشقانو په کتار کې يې دروي، دا مقام د الله امر ته د بشپړې تسلیمۍ نښه ده او د انساني کرامت او لوړو دیني ارزښتونو د ساتنې هڅه ده، شهید هغه هنداره ده چې د حق رڼا د نړۍ په تیاره کې منعکسوي.

 

شهادت د بندګۍ اوج دی؛ داسې مقام چې یوازې پاک زړونو او د حق عاشقانو ته نصیب کېږي، شهید هغه ستوری دی چې په تیارو کې ځلیدنه کوي او د نورو لپاره د حقیقت لاره روښانه کوي.

 

د شهید مقام ډېر لوړ او د عادي انسانانو له تصور څخه پورته دی.

 

شهید د استقامت، ایمان او حقیقت سره د مینې سمبول دی، په ناب اسلامي فرهنګ کې شهادت د سرښندنې تر ټولو لوړه درجه او الله تعالی ته د نږدې کېدو نژدې لاره ګڼل کېږي، شهید د خپل ځان په قربانۍ سره هغه لوړې درجې ته رسېږي چې نوم او یاد یې د بشریت په تاریخ کې تلپاتې پاتې کېږي.

 

شهید خلیل الرحمن حقاني خپله وینه هدیه کړله ترڅو د عدالت او د آزادۍ ریښې خړوبه شي؛ هغه د مبارزې ډګر کې په مينه حاضر شو، له دنیا یې زړه واخیست او خپل ژوند یې د الله تعالی په دربار کې د یوې قیمتي ډالۍ په توګه وړاندې کړ.

 

د هغه وینه د ویښتابه یو اواز دی؛ هغه څراغ چې د ناپوهۍ په تیارو کې روښانه شو او هغه لمبه چې هېڅ توپان یې نشي مړه کولی، د شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني نوم به تر ابده د تاریخ په زړه کې ځلیدونکی وي او د هغه لار به د راتلونکو نسلونو لپاره الهام‌ بښونکي وي.

 

شهید خلیل الرحمن حقاني له خپل ځان تیر شو او په پوره اخلاص یې د حق او عدالت دفاع تر هر څه غوره وبلله؛ د هغه شهادت یوازې د جسمي مرګ په معنا نه دی، بلکې په یوه ژوره معنا د تاریخ په زړه او د خلکو په ذهنونو کې د شهید د روح ژوندي پاتې کېدو ته اشاره لري.

 

شهادت ته د مجاهد رسېدل هغه هيله ده چې د هر مجاهد په زړه کې یې لمبې بلې کړي دي؛ دا لار د هڅو، سرښندنې او ځان‌تېرېدنې ډکه ده چې یوازې د ټېنګ ایمان او د الله تعالی او انساني آرمانونو سره د مینې په ډک زړه پاى ته رسيږي.

 

هغه شهیدان چې خپل ژوند یې د لوړو آرمانونو لپاره قرباني کړ، یوازې يې د خپلو اهدافو د تحقق لپاره هڅه نه ده کړې، بلکې نړیوالو ته یې د آزادۍ، عدالت او حقیقت درسونه ورکړي دي، شهیدانو په خپل وینه پرېنښودل چې حقیقت د ظلم په سیوري کې پټ پاتې شي، بلکې هغوی د تاریخ او د خلکو په زړونو کې ژوندي شول او د حق اواز یې ټولو ته ورساوه.

هرماس الافغاني
Exit mobile version