رسول الله صلی الله علیه وسلم په طائف کې

حامد افغان

په قبایلي نظام کې به هر چا دخپلي قبیلې په حمایت کې ژوند کاوه رسول الله صلي الله علیه وسلم په مکه کې په لومړیو شپو کې دخپل تره ابوطالب په حمایت کې ژوند کاوه چې هغه د بنوهاشم دپښې مشر و ، د نبوت په لسم کال ابوطالب ومړ او له قبیلوي رواج سره سم ابولهب د بنوهاشم قبیلي مشر وټاکل شو ، ابولهب په ډاګه د رسول الله صلي الله علیه وسلم له ملاتړ اوحمایت نه بیزاري اعلان کړه، له دې وروسته رسول الله صلي الله علیه وسلم اراده وکړه چې دکومي بلي قبیلې حمایت ترلاسه کړي څو وکولی شي خپل دعوتي کار جاري ولري او په دي نیت یې طایف ته دسفر نیت وکړ .

طایف دمکي په جنوب ختیځ کې مکي ته په 65 میله کې یوه شایسته او اباده سیمه ده هلته دده خپلوان هم وو، خپل خادم زید بن حارثه یې له ځان سره کړ طایف ته ولاړ هغه مهال په طایف کې دری مشهور قومي مشران وو چې هغه عبدیالیل ، مسعود او حبیب وو، ده له دریو واړو سره ولیدل خو هغو ټولو د ده له ملاتړ او حمایت کولو نه انکار وکړ، په دوی کې یوه وویل : که خدای ته رسول کړی یې نو زه به دکعبي پردې څیري کړم ، دویم وویل : خدای له تا پرته بل څوک ونه موندل چې رسول کړی یې وی، دریم یې ورته وویل : په خدای سوګند ستا سره به خبرې ونکړم ، ځکه که ته رښتینی رسول یې نو تا ته ځواب درکول سپکاوی ده او که ته دروغژن یې نوستاسره خبرې مناسب نه بولم، ( فقال له احدهم هویمرط ثیاب الکعبه ان کان الله ارسلک ، وقال الاخر : اما وجدالله احدا یرسله غیرک ، وقال الثالث : والله لا اکلمک ابدا ، لئن کنت رسول من الله کماتقول لانت اعظم خطرا من ان ارد علیک الکلام ، ولئن تکذب علي الله ماینبغي لي ان اکلمک. سرة ابن هشام 2ټوک مخ 29).

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپه شو او بیرته ستون شو خو هغو خلکو بیا هم دی پرېنښود دکلي ماشومان یې پوه کړل او هغه ته یې ښکنځلي پیل کړې، هغه یې په کاڼو وویشت د ده خادم زید بن حارثه ډېر کوښښ وکړ چې رسول الله دکلي له بدمعاشانو هلکانو وژغوري خو هغه بریالی نه شو او رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په سرو وینو لژند له ښاره وایست.

له طایف نه یوڅه وړاندي د دوو وروڼو عتبه او شیبه یو د انګورو باغ و ، ماښام مهال هغه باغ ته رسول الله صلي الله علیه وسلم ورسید او په باغ کې یې پناه واخیسته ، دی په وینو سور وو او خدای ته یې دعا کوله چې مرسته یې وکړي او ویل یې: خدایه ! مایواځي مه پریږده .

عتبه او شیبه دواړه د ده دښمنان وو خو دده حال یې چې ولید زړونه یې ورته نرم شول ، هغوی خپل نصراني غلام چې عداس نومیدی راوغوښټ هغه ته یې وویل : یوڅه انګور په لوښې کې هغه کس ته ور وړه او ورته ووایه چې ویې خوره ، عداس هغه ته انګور وروړل او رسول الله صلي الله علیه وسلم په بسم الله سره دهغو خوراک پیل کړ، عداس د هغه مخ ته ځیر ځیر وکتل او ویې ویل : په خدای سوګند چې تا د خوراک په مهال څه وویل د دې هیواد خلک یې نه وایي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :

ای عداس ! ته دکوم هیواد اوسیدونکی یې او پر کوم دین یې ؟
عداس ورته وویل : زه نصراني یم او دنینوا (عراق) اوسیدونکی یم رسول الله ورته وویل : دصالح انسان یونس بن متي دښار ؟
عداس وویل : ته یونس بن متي څه پیژني اوهغه څوک و؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هغه زما ورور و ، هغه نبي و او زه هم نبي یم .

په دي سره عداس درسول الله صلی الله علیه وسلم پرلاسونو پریووت او دهغه سر، لاسونه او پښې ښکلول یې پیل کړل ، دا حالت عتبه او شیبه څاره او یوه بل ته وویل: ګوره ستا مریی یې خراب کړ ، عداس چې بیرته هغوی ته ورغی هغوی ورته وویل : بدمرغه په تاڅه وشول چې دهغه سر او لاسونه دي ښکلول ؟ عداس ورته وویل : زما باداره ! د ځمکي پر مخ له ده غوره انسان نشته، دې کس ماته داسي خبرې وکړې چې هغه یواځي نبي کولی شي ، هغوی عداس ته وویل : ای بدمرغه ! پام کوه چې هغه دي له خپل دین نه وانړوې ستا دین دهغه له دین نه غوره ده ، (سیرة بن هشام ، دویم ټوک 20مخ)

پایله:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې سفر کې له مختلفو خلکو سره مخامخ شو او دری ډوله چلند یې ورسره وکړ :
یوډول خلکو په هغه کاڼي واورول ،
نورو ده ته مسلمستیا وکړه ،
او دریم یې نبوت ومانه ،

په دې کیسه کې خورا لوی عبرت او درس پروت دی هغه دا چې په دې نړۍ کې امکانات او شونتیاوې وروستی پوله او حد نه لري ، دلته که سپیرې بیدیاوې شته بل لورته سیوری لرونکې ونې هم شتون لري، په دنیا کې که د یو چا له خوا له بد چلند سره مخامخ شو باید انسان نا امیده نشي، که انسان په صداقت او رښتیا ولاړ وي او زړه له منفي جذباتو پاک کړي نو خامخا به دالله مرسته ترلاسه کوي، که یو ډول خلک له هغه سره ملګري نشي د نورو زړونه به هغه ته نرم او ملتیا به یې پیل کړي .

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version