د کډوالو جبري ایستل؛ انساني کراماتو ته سپکاوی!

حسان مجاهد

په قرآنکریم او د تاریخ په کتابونو کې د مهاجرت ګڼې هغه پیښې ثبت شوې دي، چې مؤمنانو او پیغمبرانو ترسره کړې دي. وروسته له هغه چې په مکه مکرمه کې د سیمې کفارو د مسلمانانو په ځورولو لاس پوري کړ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر هغوی له مکې څخه حبشې ته کډوال شو چې هلته یې د یوه مسيحي پاچا لخوا پوره هرکلی او درناوی ترسره شو.

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګري هم کډوال شول، تر څو د دښمنانو له ځورونو څخه ځان وژغوري. همدارنګه، ابراهیم علیه السلام اړ شو چې له خپلې سیمې هجرت وکړي، موسیٰ علیه السلام هم مدین ته هغه مهال کډوال شو کله چې مصریانو ورسره بد چلند پیل کړ.

قرآنکریم مؤمنانو ته سپارښتنه کوي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقوقو، تړونونو او توافقنامو ته پابنده اوسي او قرآنکریم له کډوالو سره د مناسب چلند لپاره لارښوونې کوي او مؤمنانو ته د کډوالو د ساتنې امر کوي. کله چې خلک له اړوندو ستونزو، ظلم او ځورونې څخه د خوندي ژوند په لټه کې بلې سیمې ته کوچيږي، نو اسلام د هغوی حقوق په پام کې نيسي او دوی کولای شي، په دارالهجرت کې خپل دین، خپل ځان، خپل مال او خپل ناموس وساتي، د ژوند بنسټیز کارونه، سوداګري او زده کړې وکړي، او په سخطو شرایطو کې دې ته اړ نه شي چې په ناخوښه توګه بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.

کډوالو ته سپارښتنه شوې چې له خلکو سره مناسب او ګټور چلند وکړي، نه دا چې زیان ورسوي. افغانانو د اسلامي ورورګلوي له مخې دا ډول غوره چلند کړی او چا ته یې کوم زیان نه دی رسولی. کله چې د یوې سیمې مسلمانان د کفارو له لاسه بلې سیمې ته کډوال شي، نو له هغې سیمې سره یې مینه ژوره او تړاو زیات شي او اړیکې یې دومره ټینګې شي چې بیرته خپلې پخوانۍ سیمې ته ستنیدل ورته سخت تمامېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم له خپل پلرني ټاټوبي (مکې) څخه مدینې ته هجرت وکړ، خو له هغه وروسته چې مکه فتح شوه، هغه وتوانيده چې بیرته خپل زاړه ټاټوبي ته ستون شي؛ خو بیا هم هغه په مدینه کې هستوګنه غوره کړه، هلته د خپل ژوند تر پایه پوري پاتې شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.

کله چې نړیوالو متجاوزینو په مظلوم افغانستان نامشروع یرغل وکړ، افغانان یې په ډېر ناوړه وضعیت کې دې ته اړ کړل چې خپل ګاونډي هېواد پاکستان ته کډوال شي. دوی په پاکستان کې د مسلمانانو له خوا په هیله او باور سره ژوند پیل کړل او تمه یې درلوده چې هلته به د ژوند پاتې برخه تېره کړي.

دوی پردي هېواد ته اقتصادي خدمتونه وکړل، نیمه آبادې سیمې یې آبادې کړې، ښارونه او کورونه یې جوړ کړل، سوداګرۍ یې راژوندۍ کړه او وچې دښتې یې خړوبې کړې. خو کله چې کوربه هېواد (پاکستان)څه ناڅه خپل پرمختګ او ځان بسیاینې ته ورسیده، نو د خپلو ګټو په خاطر، په ډیر ظلم او بې‌انصافۍ سره یې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه، د هغوی شخصي ملکیتونه یې غصب کړل او هغوی ته یې دومره فرصت هم پرېنښودل چې خپله مستقله سرمایه له ځانو سره واخلي.

دا ډول کړنې له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري او یو داسې واضح، اسلامي او بشري ظلم دی، چې هېڅ د منلو وړ نه دی.

Exit mobile version