د پنجاب د غلامۍ ثبوت

امرالله عمران

که د افغانستان تیر څلویښت کلن تاریخ له نظره تیر کړوو، د تاریخ په هره دوره کې غلام قیادت د پنجاب په نامه خپل هیوادوال وژلي، تړلې، زندانې کړي او په همدې نامه یې خپل هیواد وران کړی ځکه له دې وراخوا بله د جګړي بهانه یې نه لرله او خپلو جنګیالیو ته یې د جګړي کولو بله انګیزه نشوای ورکولی، ځکه عملاً دوي په خپل هیواد کې د پردیو ترشا دریدونکې، لاسپوڅې او د هغوې د پلانونو پرمخ ورونکې وو.

لومړی ډاکټر نجیب د پنجاب سره د جګړي په نامه په زرهاوو خپل افغانان ووژل او خپلو جګړمارانو ته به یې هم همداویل چې مجاهدین د پنجاب ورکول شوي دعیه پرمخ وړي او پنجابی حکومت پرموږ راولې، د همدې نامه لانې یې د شوروي کمونستي نظام لپاره ښه په اخلاص خدمت او قربانې ورکوله.

همدې پرونۍ انګیزي نن هم د جګړي لیکې ګرمې وساتلې.

د امریکا تر مشرۍ لاندې د نیمې نړۍ د تروریزم، یعني د مسلمانانو په خلاف جګړه کې همدا تش په نامه افغانانو د امریکا د هدفونو ترلاسه کولو لپاره د پنجاب سره د جګړي ترنامه لاندې خپل مسلمان ولس سره ۲۰ کاله جګړه وکړه،
د امریکایانو سره په شریکه یې د خپل ولس په کورونو ړندې بمبارۍ وکړي، چاپې یې پري واچولې ویې وژل بې ستره، بې کوره یې کړه، او زندانونه یې پرې ډک کړل.

د پنجاب ترنامه لاندې یې جماعتونه او مدرسي بمبار کړي، سپاره په لاس په معصومو ماشومانو یې هم سرفه ونه کړه.

د پنجاب ترنامه لاندې یې په ودونو، ښادیو، او جنازو باندې هم بمونه واچول، خو د پنجابې حکومت ته یې عملاً دومره امتیاز ورکړ چې د افغانستان په تاریخ کې ندی ورکول شوی.

تاسې وګورئ همدې پنجابې حکومت په کنړ کې څوکیلو متره رامخته شول او په پرله پسې ډول یې مزایل راورول، خو افغان حکومت د پنجاب په خلاف د خپل ولس په وژولو لګیا وو، هلته یې څه وکړل تاسې ولیدل ! چې دسیمې هغه قمندان چې د پنجابې حکومت سره یې یو څه مقومت ښودلی ؤ له دندې لري کړ او جزا یې ورکړه.

همدې پنجابې حکومت په ډیورنډ باندې اغزن تار تیراوه، افغان حکومت یې په خلاف په هلمند، کندوز، فرا،… او ننګرهار کې د پنجابې ترنامه لاندې خپل ولس بمباره وه.

همدې حکومت خپل استغبارتې معلومات د آی اس آی سره شریک کړل او پنجابیانو به په ملې امنت کې د بندیانو تحقیقات کول.

همدې حکومت د پاکستانې طالبانو مشر مولانه فضل الله په کنړ کې ونیوه او پنجاب ته یې لاس تړلی تسلیم کړ.

همدې حکومت خپل عسکر پنجاب ته د ترینګ(روزني) لپاره ولیږل.

نو تاسې ووایئ دښمنې به همداسې وي!؟
تاسې ولیدل کله چې د (عقرب په ۲۹ مه) عمران خان د پاکستان لومړی وزیر کابل ته په رسمې سفر راغلو، افغان حکومت چې پنجاب خپل دښمن ګڼې څنګه برخود یې وکړ؟

ددې پرځای چې د خپل دښمن په څیر چلند ورسر وکړي په خلاف یې ډیر لوي پرتوکول او ډیر تود هرکلي یې وکړ، د کابل په ښار کې یې د پنجابې حکومت بیرغونه ولږول، او په پلازمینه کابل کې یې عمومې رسختي اعلان کړه او د عمران خان سره یې د دواړو هیوادونو د همکارۍ سند لاسلیک کړ.

چې په لومړي قدم کې یې افغان حکومت په یو فرمان کې د ګڼ شمیر پاکستاني اتباع چې د افغان زندانو نو کې د داعش او نورو ډلو سره د تړاو په تور بندیان دي له بنده خوشي کړي.

چې په فرمان کې وړاندې وایې چې هغه بندیان چې د ملې شتمنیو ته په زیان اړولو تورن دي نقدې جریمه یې هم بښل شوی.

همدې کړنې ته په غبرګون د ملې امنیت پوخانی رئیس رحمت الله نبیل بیا ځیني نوي معلومات د حکومت په خلاف افشا کړل او ویې ویل چې اشرف غني غواړي د داعش مهم غړی اسلم فارقي په شمول سلګونه پاکستاني جنګیالي چې د افغانانو قاتلان دي آی اس آی ته به رشوت کې خوشي کړي.

اوس که سړی فکر وکړي د افغان حکومت دا متضاد چلند چې په رسنیو کې غلیمانه او دښمنانه چیغي چې د ناټو او زموږ په خلاف موږ سره دا ۲۰ کاله پنجابیان جګړه کوي!

او دوي هم ښه په اخلاص د امریکا د ترورزم جګړه په خپلو ښارونو او اطرافو کې د پنجابې سره د جګړي ترنامه لاندې خپل ولس په وژلو لګیا شوو.

پنجابي حکومت ته په عمل کې په پرله پسې ډول ژوري اړیکې او ښه پراخه امتیازات ورکول.
سړی قانع کوي چې د امریکا ورسته د پنجاب د غلامۍ او جاسوسۍ ښه ثبوت جوړولی شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version