په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عثمان جدون یو ځل بیا هڅه وکړه چې د خپل هېواد د ناکامیو پړه پر افغانستان ورواچوي، په داسې حال کې چې نوموړي وویل، اسلامي امارت ګواکې تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته اسانتیاوې او پرمختللي وسلې ور کړي او دا چې د ټي ټي پي شپږ زره غړي په افغانستان کې مېشت دي.
هسې خو د پاکستاني حکومت استازي او وزیران هر څو ورځې وروسته دغه ډول بې بنسټه څرګندونې کوي چې ظاهراً هدف یې د خپلو کورنیو ستونزو څخه د خلکو پام اړول وي.
د افغانستان اسلامي امارت یو خپلواکه دولت دی چې د نورو هېوادونو پر خپلواکۍ باور لري او هېڅکله خپله خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد کارولو ته نه پرېږدي، پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون ادعا کوي، خو د خپلې دعوی د ثابتولو لپاره هېڅ ډول ثبوت نه شي وړاندې کولای؛ ځکه چې ټي ټي پي د افغانستان پر خاوره نه بلکې د پاکستان دننه شتون لري او له هلته څخه خپلې جګړه ییزې چارې پرمخ وړي.
د ټي ټي پي ټول قیادت له وزیرستانه تر سوات پورې په خپلو مرکزونو کې موجود دی او په نږدې وختونو کې د دوی یو شمېر قوماندانان د خپلو سیمو دننه د پاکستاني ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي هم دي.
له بلې خوا، د پاکستاني استازي دا ادعا چې ګواکې افغان حکومت ټي ټي پي ته پرمختللې وسلې ور کړې دي، هم په بشپړه توګه بې اساسه ده؛ ځکه چې عصري امریکایي وسلې د ختیځ نه تر لوېدیځ پورې په ټولو تورو بازارونو (بلیک مارکیټونو) کې موجودې دي او هر څوک کولی شي په آسانۍ سره یې ترلاسه کړي.
د دې وسلو یوه لویه برخه د کراچۍ په بندرونو کې له هغو امریکایي کانټینرونو څخه غلا شوې ده چې افغانستان ته د تباهۍ او جګړې لپاره راوړل کېدې، دغه کانټینرونه د پاکستان د پوځ جنرالانو مات کړل او وسلې یې په تور بازار کې وپلورلې.
پاکستان ته پکار ده چې خپلې کورنۍ ستونزې او ناکامۍ په افغانستان ورټپ نه کړي، ټي ټي پي ستاسو خپله مسئله ده چې ستاسو د غلطو پالیسیو له امله رامنځته شوې ده، نو پر افغانستان د تور پورې کولو پر ځای، ښه به وي چې خپلو کړنو ته کتنه وکړئ.
تاسو ته په افغانستان کې ستونزې، نیمګړتیاوې او د بشري حقونو سرغړونې ښکاري، خو له وزیرستانه تر بلوچستانه د بشري حقونو خراب وضعیت او خپل ظلمونه نه درته ښکاري، خپلې کړنې مو وڅېړئ، که موږ یې درښایو نو بیا هم تاسو شکایت کوئ.