د فلسطین په اړه د ډونالډ ټرمپ نوی پلان!

مولوي عبد الصمد شاکر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلسطین په اړه نوی پلان وړاندې کړ، دا د وضعیت یوه نوي لوري ته د اړولو پلان دی، چې د اسلامي هېوادونو د مشرانو او مفکرینو جدي غور او فکر ته اړتیا لري، زما په اند، د بیت المقدس په اړه د یهودیانو او نصاراوو پخوانۍ شخړې اوس نوی رنګ اخیستی دی.

مسیحي لوری، چې له دې مخکې یې د پردې تر شا خپل رول لوباوه او د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې یې د مسلمانانو او یهودیانو ترمنځ په روانه شخړه کې د یهودانو ملاتړ کاوه، ترڅو خپلې مداخلې ته زمینه برابره کړي؛ خو اوس په ښکاره میدان ته راوتلی دی، دوی غواړي چې ټوله معامله په خپلو لاسونو کې واخلي او دغه کار لپاره ډونالډ ټرمپ او ټوني بلېر مخکښان شول او د اسلامي هېوادونو د حاکمانو ډیره برخه هم د دوی همغږي ښکاري، چې په دې ډول د بیت المقدس په اړه د مسلمانانو او یهودو پرځای د مسیحیانو د برلاسي بنسټ ایښودل کېږي؛ بناء بایده دي، چې دې ټولې موضوع ته له همدې زاویې وکتل شي.

د عربي نړۍ د مشرانو له اوسني نسل څخه تمه نه کېږي، چې کوم څرګند دریځ دې وړاندې کړي؛ خو اسلامي مفکرین، د علم او دیني مرکزونه باید د تېرو دوه نیم زره کلونو د ټول وضعیت له سره څېړنه وکړي او خپل لوری روښانه کړي، موږ به هم ان شآء الله کوښښ وکړو، چې په دې اړه خپلې مفصلې څرګندونې وروسته وړاندې کړو؛ خو په دې منځ کې د ۲۰۰۰م کال د اکتوبر په میاشت کې په نړیوالو خپرونو کې د خپرو شویو ځینې مهمو تحلیلونو لنډیز او په ۲۰۰۲م کال کې د سعودي عربستان لخوا د اسرائیلي دولت د رسمیت پېژندې په مشروط وړاندیز پورې اړوند یو څه مهم او نادر معلومات ستاسو خدمت ته وړاندې کوو:

۱:- د مسجد اقصی تاریخ:
د بیت‌المقدس تاریخ ډېر پخوانی دی، نبي اکرم صلی الله علیه وسلم معراج ته د سفر یوه مرحله همدا وه. مدینې منورې ته د هجرت وروسته شاوخوا اوولس میاشتې د مسلمانانو قبله هم پاتې شوې او له همدې امله ورته “لومړۍ قبله” ویل کېږي؛ البته د مسجد صخره تاریخ د اموي خلیفه عبدالملک بن مروان له دورې څخه پیل کېږي.

د صخرې په اړه روایتونه وايي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه له همدې ځایه آسمان ته د سفر پیل کړی و او د همدې یادګار د تلپاتې کیدا لپاره خلیفه عبدالملک هلته په رسمي توګه یو جومات جوړ کړ.

موږ په دې تړاو په دې لیکنه کې د دوو کتابونو څخه، چې یو د عارف باشا العارف کتاب “تاریخ القدس” دی، چې په څلورو غټو ټوکونو کې دی او د مسجد اقصی د تاریخ په اړه تر ټولو معتبر کتاب بلل کېږي او دوهم کتاب د “المسجد في الاسلام” په نوم د شیخ طه الولي لیکلی اثر دی، چې په کې د مسجد اقصی اړوند تاریخي پېښې په ترتیب سره بیان شوي دي استفاده وکړو او لاندې معلومات مو د همدې دوو کتابونو له مخې د لنډیز په بڼه راټول کړي دي.

په ۷۴ هجري کال کې خلیفه عبدالملک بن مروان د مسجد د جوړولو کار پیل کړ او په ۸۶ هجري کال کې د خلیفه ولید بن عبدالملک په زمانه کې بشپړ شو، چې د دغه جومات په جوړولو باندې د مصر د اوو کالونو مالیه (خراج) مصرف شو او د رجاء بن حیوة الکندي او یزید بن سلام په نوم دوه تنه د جوړولو مسؤلین وو.

کله چې بشپړ جوړ شو؛ نو د جوړونې لپاره له ځانګړې شوې بودیجې څخه سل زره دینار پاتې شول، خلیفه غوښتل چې دواړو مسؤلینو ته دا د انعام په توګه ورکړي؛ خو دواړو وویل چې زموږ حق دا نه دی، چې انعام واخلو؛ بلکې دا دی، چې د خپلو ښځو ګاڼې وپلورو او په جومات باندې یې مصرف کړو؛ نو خلیفه دغه سل زره دینارونه ویلي کړل او بیا یې د جومات د دروازو پر سر په سرو زرو ښکلې پاڼې نقش کړې.

په ۱۳۰ هجري کال کې سخته زلزله وشوه او په بېلابېلو ښارونو کې یې ډېر تاوانونه واړول؛ نو د وخت خلیفه ابو جعفر د مسجد صخری له دروازو څخه دغه پاڼې لرې کړې او بیرته یې دینارونو ته واړولې او په خلکو یې وویشل، په ۱۶۳ هجري کې خلیفه مهدي بن جعفر د مسجد د ساحې په حدودو کې بدلون راوست، پلنوالی یې کم کړ او اوږدوالی یې زیات کړ. په ۴۲۶ هجري کې خلیفه الظاهر د خپل وخت د زلزلو له امله یو ځل بیا د مسجد مرمت وکړ او په هدغه دوران کې یې ګنبد هم جوړ کړه، چې تر نن ورځې پورې پاتې ده او د مسجد په شمالي خوا کې یې اوه دروازې جوړې کړې.

په ۴۹۲ هجري کال کې صلیبیانو پر بیت المقدس قبضه وکړه او مسجد صخره يې په کلیسا بدله کړه او د هغې یوه برخه يې د آسونو اصطبل او بله برخه يې د ګودام په توګه کاروله. ویل کېږي، چې په دې وخت کې د صخره ګنبد به ټوټې ـ ټوټې رژول کیده او صلیبیانو به بیا دغه ټوټې خپلو سیمو ته وړلې او د سرو زرو په بدل کې به یې په خلکو پلورلې.

له ۴۹۲ هجري کال څخه تر ۵۸۳ هجري کال پورې بیت المقدس د صلیبیانو تر کنټرول لاندې و؛ خو سلطان صلاح‌الدین ایوبي په ۵۸۳ هجري کال کې د هغوی له قبضې څخه آزاد کړ. ایوبي د جومات له مرمت کولو سربېره د صلیبي دور ټول اثرات یې ختم کړ او د حلب د جامع جومات لپاره هغه ځانګړی جوړ شوی منبر یې په دغه مسجد کې نصب کړ، په ۵۹۵ هجري کې د ایوبي کورنۍ لخوا په لومړی ځل مسجد د ګلابو په اوبو ومنځل شو.

په ۶۳۴ هجري کې ملک عیسی او په ۶۸۶ هجري کې ملک المنصور سیف‌الدین د مسجد ودانۍ ته نوره پراختیا هم ورکړه او اړین ترمیمات یې په کې وکړل، په ۸۶۵ هجري کال کې د ناظر الحرمین امیر عبد العزیز عراقي په دور کې یو ځل بیا له سره ترمیم شو، له ۹۶۹ هجري کال څخه تر ۱۳۴۱ هجري کال پورې بیت المقدس او مسجد صخره د عثماني خلفاؤ تر کنټرول لاندې پاتې شول او وخت پر وخت پکې بدلونونه راتلل.

په ۱۹۲۲ میلادي کې د فلسطین لوی مفتي الحاج امین الحسیني د ترکي انجینر کمال‌الدین بیک په توسط د مسجد بیا جوړونه او ترمیم ترسره کړ، چې په دې کې د حجاز والي شریف مکه حسین بن علي د ځانګړې مرستې سربېره، د فلسطین، مصر، شام، کویټ، بحرین او امریکا کې د میشتو عربانو مرستې او د بیت‌المقدس لپاره ځانګړې شوې عواید هم مصرف شول. په ۱۹۴۵ میلادي کې یهوديانو په مسجد کې دننه بم وغورځاو، چې له امله یې د باب اوسط دروازه ولوېده او ګنبدې ته سخت زیان ورسېد. په ۱۹۶۷ م کې د مسجد اقصی له قبضه کولو نه وروسته یهوديانو بیا مسجد ته تاوان ورساوه او د باب اوسط دروازه یې را وغورځوله.

په ۱۹۶۹ م کې په مسجد اقصی کې د اور لګېدو ویرناکه پېښه وشوه، چې اور ان د ګنبدې ستنو ته ورسید او د ګنبدې د سوځېدو او لویدو خطره یې رامنځته کړه. په دې موقع یهوديانو د مسجد منبر مات او ټوټې ټوټې کړ.

کتاب لیکي، چې دغه مسجد څلور دنګې مئذنې/ منارې لرلې، چې باب المغاریه، باب السلسله، باب الغوانم، باب الاسیاط په نومونو وي. “مئذنه یا مناره” د اذان کولو هغه ځای ته ویل کېږي، چې په تیرو وختونو کې به په جوماتونو کې و. هلته به مؤذن پکې ودریده او اذان به یې کاوه او په لویو جوماتونو کې به په څلور واړو کونجونو کې بېلې ـ بېلې اذانګاهې وې.

دغه مسجد لس ښکلې دروازې لري، چې الاسیاط، الحطه، شرف الانبیاء، الغوانمه، الناظر، الجلید، القطانین، المتوضا، السلسله، المغاربه په نومونو دي؛ خو څلور دروازې یې همداسې تړلې پاتې دي: السکینه، الاقصیٰ، التوبه، البراق.
د مسجد اندازه داسې ده: ۶۵۰ متر/ ۲۶۰ متر. د ختیځې خوا نه ۴۷۴ متر، د لویدیځې خوا نه ۴۹۰ متر، د شمال څخه ۳۲۱ متر او د قبلې له خوا نه ۲۸۳ متر دی، په یادو کتابونو کې د مسجد اقصی فضایل هم ذکر شوي او هم د مسجد اقصی د بیرته نیولو په اړه یې د هغوی احساسات راخیستي دي.

۲:- د فلسطین مسئله:

تاریخي شالید او د اسلامي نړۍ اصولي موقف:
۲۰۰۰ میلادي کال و، چې د سعودي عرب ولي عهد، شهزاده عبد الله وړاندیز وکړ، چې که اسراییل د عربانو قبضه کړې سیمې خالي کړي؛ نو سعودي عربستان به اسرائیل په رسمیت پېژني.

هغه وخت د شهزاده عبدالله وړاندیز ته د عربي نړۍ د اسرائیلي سیاست په برخه کې د یو مهم پرمختګ په توګه کتل کیدل؛ ځکه اسرائیل چې قبضه کړې سیمې خالي کړي او سعودي عرب دوی په رسمیت وپیژني؛ نو د نړۍ پاتې مسلمان هېوادونه به د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو کې هېڅ خنډ ونه لري او اسرائیل به د یهودي دولت په توګه د اسلامي او عربي نړۍ ترمنځ قانوني او جائز دولت شي.

د عبد الله دې وړاندیز باندې نه یوازې د امریکا د هغه وخت ولسمشر بوش او نور امریکایي مشران خوشاله او ګرم تماسونه یې ورسره نیول؛ بلکې د اسرائیلو د هغه وخت ولسمشر موشې کټساف هم دا مثبت وړاندیز بللی و او عبد الله ته یې د دې وړاندیز په اړه د خبرو اترو او وضاحت لپاره بیت المقدس ته ورتګ یا د اسرائیلو ولسمشر سعودي عرب ته د ورتګ په باب پیغام لیږلی و او دواړه په دې وړاندیز باندې خبرو کولو ته چمتو شوي و.

فلسطین ته لومړی حضرت عمرو بن العاصؓ په ۱۳ هجري کال کې پوځ واستاوه او د غزې له نیولو وروسته یې قیصریه محاصره کړ؛ خو د یونانیانو د لوی لښکر راتګ له امله یې موقتي شاتګ وکړ. وروسته یې نور مجاهدین را وغوښتل او بیا په اجنادین نومې ځای کې یې یونانیان مات کړل او سبطیه، نابلس، لد، عمواس او بیت جبرین په ګډون یې ډېری فلسطیني ښارونه فتح کړل، چې په دې توګه ۱۷ هجري کې بیت المقدس فتح او بیا قیصریه محاصر شوه.

په دې دوران کې عمرو بن العاصؓ نه وروسته بیا یزید بن ابي سفیانؓ ته مشري وسپارل شوه. د هغه له وفات وروسته د دغه لښکر امیر د هغه ورور حضرت امیر معاویه شو، د هغه په مشرۍ کې قیصریه او عسقلان فتح شول او فلسطین په بشپړه توګه په اسلامي قلمرو کې شامل شو.

بیا متحده صلیبي پوځونو بیت المقدس ونیوه؛ خو سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله له ۸۰ کلن اشغال وروسته بیا فتحه کړ او د اسلام بیرغ یې پرې ورپاوه، چې له هغه وخت نه تر ننه پورې فلسطین د یوه مسلمان دولت په توګه د اسلامي امت برخه پاتې شوی، له دې وروسته بیا د ترکيې سلطان سلیم اول په ۱۵۱۷ کې پرې قبضه وکړه او د عثماني امپراتورۍ برخه یې وګرځوله او فلسطین د ۴۰۰ کلونو لپاره د عثماني خلافت یو ولايت پاتې شو.

په دې دوران کې یهودیانو هڅه وکړه، چې بیت المقدس ته داخل شي او هلته مېشت شي ترڅو یو اسراییلي دولت جوړولو ته لار هواره کړي؛ خو عثماني خلافت اجازه ورنه کړه، د سلطان عبد الحمید ثاني په وخت کې یهودیانو نړیوال سازمان رسمي وړاندیز وکړ، چې یهودیان که په فلسطین کې مېشت شي؛ نو دوی د عثماني خلافت د ټولو پورونو ادا کولو ته چمتو دي؛ مګر عبد الحمید ثاني دا وړاندیز رد کړ او یهودیانو ته یې په فلسطین کې د مېشتېدو اجازه ورنکړه.

د دې کار په پایله کې د یهودیانو د دسیسو په نتیجه کې نه یوازې سلطان عبد الحمید د خلافت څخه بې برخې شو؛ بلکې څه وخت وروسته یې عثماني خلافت هم پای ته ورسېد. په لومړۍ نړیواله جګړه کې یهودیانو د جرمني پر ضد د بریتانیا او د هغې د متحدینو ملاتړ وکړ، چې د شرطونو په منځ کې یې یو شرط دا هم و، چې فلسطین د یهودیانو ملي وطن ومنل شي او هغوی ته هلته د مېشتېدو فرصتونه ورکړل شي؛ نو د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د جرمني او د هغه د متحد عثماني خلافت له ماتېدو وروسته برتانیا په فلسطین باندې قبضه وکړه او هلته یې خپل واک اعلان کړ.

په ۱۹۱۷ کې د “بالفور اعلامیه” له لارې برتانیې فلسطین د یهودانو د وطن په توګه وپیژند او په فلسطین له قبضې وروسته یې یو برتانوی یهودی د لوی کمشنر په توګه وټاکه، چا چې په فلسطین کې د یهوديانو په میشتېدو کې مرسته وکړه، د دې هدف لپاره په امریکا کې یهودي سازمانونو میلیونه ډالر برابر کړل، بیا یې یهودیان د نړۍ له مختلفو برخو نه راټول کړل او د فلسطین خلکو څخه یې ځمکې واخیستې.

په دې دوران کې د اسلامي نړۍ مخکښو علماوو د خپلو فتواګانو له لارې زیاته هڅه وکړه، ترڅو فلسطینیان خپل ځمکې په یهوديانو ونه پلوري، خو فلسطینیانو پرته له پام څخه دا سلسله جاري وساتله، چې په پایله کې د څو کالونو په جریان کې میلیونونه یهودیان فلسطین ته راغلل او د یهودو منظم وسلوال سازمانونه یې جوړ کړل او په مقابل کې یې فلسطینیان هم منظم شول، چې له دې سره د دواړو ترمنځ فساد، وژنې او غارت پیل شو.

په ۱۹۴۸ کال کې، برتانیا د ملګرو ملتونو له لارې فلسطین په دوه برخو وویشو او پرېکړه یې وکړه چې هلته خپل واک ختم کړي، یوه برخه یهودیانو ته ورکړل شو او د هغوی خپلواک دولت وپیژندل شو، پداسې حال کې چې بله برخه د عرب دولت په توګه وپیژندل شوه. په دې وخت کې اردن د بیت المقدس او د اردن د سیند په لویدیځه غاړه باندې قبضه وکړه، چې ور سره بیت المقدس د اردن تر کنټرول لاندې راغی او تر ۱۹۶۷ پورې بیت المقدس د اردن په واک کې و.

په ۱۹۶۷ کې، اسرائیلو د مصر، سوریې او اردن پر ضد جنګ وکړ او د درې واړو هېوادونو څخه یې ځینې سیمې ونیولې، چې له امله یې د مسلمانانو لومړی قبله یو ځل بیا د کافرو لاس ته ولویده، په ۱۹۷۳ کې په بل عرب – اسرائیل جنګ کې مصر ځینې نیول شوي سیمې له اسرائیلو څخه بیرته بیا واخېستې؛ خو د بیت المقدس په ګډون ډېری نورې نیول شوې سیمې لا هم د اسرائیلو په واک کې دي.

هغه وخت کې (۲۰۰۰) کې د اسرائیلو او فلسطین په اړه درې موقفونه په نړیواله توګه ډیر مطرح وو:

یو موقف د اسرائیلو و، چې د امریکا لخوا بشپړ او عملي ملاتړ یې درلود، دوی ویل تر اوسه پورې چې په کومو سیمو باندې اسرائیل قبضه لري هغه د اسرائیلو برخه دي او د بیت المقدس په ګډون د هېڅ سیمې خالي کولو ته تیار نه دي. حتیٰ چې اسرائیلو بیت المقدس د خپلې پلازمینې په توګه ټاکلې ده او د “لوی اسرائیل” د راتلونکي په اړه، چې کومه نقشه خپریږي، په هغه کې مصر، عراق، سوریه، د سعودي عربستان مدینه منوره او خیبر په ګډون ډېرې سیمې د اسرائیل برخه ښودل شوې دي. دا، دا معنی لري، چې د دغو سیمو قبضه کول او د اسرائیلي دولت پراخول د نړیوال صهیونیستي تحریک د اهدافو مهمه برخه ده.

دوهم موقف د ملګرو ملتونو د هغه قراردادونو په بنیاد دی، چې پکې د ۱۹۴۸ کال په جریان کې فلسطین په دوو برخو ویشل شوی و او وروسته چې په کومو سیمو باندې اسرائیلو قبضه وکړه، د دغو سیمو د خالي کولو غوښتنه د اسرائیلو څخه شوې ده. دا په دې معنا چې په دغه قرارداد کې د فلسطین یوه برخه کې د رسمي اسرائیلي دولت له جوړولو وروسته له اسراییلو نه غوښتل شوي، چې فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني او د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې چې په کومو سیمو باندې قبضه کړې ده، هغه د خالي کړي، د ترکیې، اردن او مصر په ګډون ډېری مسلمانو هېوادونو همدغه موقف درلود او په همدې اساس یې اسرائیل پېژندلي دي.

درېیم موقف د افغانستان، سعودي عربستان او ایران په ګډون د ډېرو مسلمان هېوادونو و، چې وایي د اسرائیلي دولت جوړېدل له بنسټه ناسم دي؛ ځکه چې اول فلسطینیان له خپلو کورونو او سیمو څخه بې ځایه کړل شوي او بیا د هغوی ځمکې او کورونه په جبري ډول د انګریزانو لخوا یهوديانو ته په قبضه کې ورکړې، چې له همدې امله اسرائیل د قانوني او مشروع دولت په توګه نشي پېژندل کېدای او د عربي نړۍ او اسرائیلو شخړه باید د ۱۹۴۸ کال پرځای د ۱۹۱۷ د موقف په اساس حل شي، کله چې فلسطین د یو عرب او مسلمان دولت په توګه متحد و او ویشل شوی نه و. دغه موقف د سعودي عرب د سلطنت بنسټګر ملک عبد العزیز آل سعود په ۱۹۴۸ کال کې د هغه وخت امریکایي ولسمشر ټرومن ته د هغه د یو ګواښونکي لیک په ځواب کې په واضح ټکو څرګند کړ.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر ټرومن په خپل لیک کې د سعودي عربستان د هغه وخت پاچا، شاه عبدالعزیز ته لیکلي و، چې د اسرائیلي دولت د رسمیت پېژندلو او د فلسطین د ویش په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړې د منلو لپاره، د عربي نړۍ په منځ کې له خپل شته نفوذ څخه کار واخله، که نه، د سعودي عربستان او امریکا اړیکې اغېزمنې کیدای شي او څوک چې د ملګرو ملتونو پرېکړه نه مني؛ نو پر وړاندې یې مختلف هېوادونه سره یوځای کېدای شي او جګړه به پرې مسلط کړي.

د دې په ځواب کې د سعودي عربستان امیر او د شهزاده عبد الله پلار ملک عبدالعزیز آل سعود د امریکا ولسمشر ټرومن ته لیکلی و:
“د فلسطین جنګ زوړ جنګ نه دی، لکه څنګه چې تاسو فکر کوئ؛ بلکې دا د هغه اصلي حقدار عرب قوم او هغو صهیونستي جګړمارو ترمنځ روانه جګړه ده، چې د فلسطینیانو د ارادې په خلاف د یو څو هغو هېوادونو په مرسته، چې د نړیوالې سولې دعوه کوي خپله قبضه ټینګوي. د فلسطین د ویش په باب منظور شوی قرارداد چې مختلفو هېوادونو په منظورۍ کې ستاسو رول څرګند و، یوازې ظلم او ناعادلانه پرېکړه ده، چې له اول نه ټول عرب هېوادونه او هغه هېوادونه چې د حق ملاتړ کوي، رد کړی ده؛ له همدې امله، د اوسني جګړې مسؤل عربان نه دي، چې تاسو موږ ته د محتاط اوسېدو مشوره راکوئ.”

ټرومن ته د سعودي عربستان د هغه وخت د امیر ملک عبدالعزیز آل سعود دا لیک د ۱۳۶۷هـ د ربیع الثاني پر ۱۰مه نېټه (فبروري ۱۹۴۸) لیکل شوی و.

که د دې پس منظر په رڼا کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده عبدالله پورته یاد شوی وړاندیز او د د بن سلمان ننی موقف وڅیړل شي؛ ښکاره خبره، ده چې سعودي عربستان د سعودي د حکومت د بنسټګر ملک عبد العزیز آل سعود د اصولي موقف نه په شا شوی او د مصر او اردن په څېر یې د فلسطین په دوو برخو ویش په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه منلې، هغه پریکړه چې د سعودي عربستان بنسټګر یې ” ظلم او ناعادلانه پرېکړه” بللې وه او د هغه د نه منلو په وجه د سعودي عربستان په ګډون د اسلامي نړۍ ډېر هېوادونه تر اوسه اسرائیل د غیر قانوني او مشروع دولت په توګه نه پېژني.

دا چې اسرائیل به دا وړاندیز ومني یا نه او د دې وړاندیز په اړه خبرې اترې پېل کېږي یا نه، د څو ورځو په ترڅ کې به څرګنده شي؛ خو د فلسطین او یهودیانو په اړه د اسلامي نړۍ له اصولي او مشروع موقف څخه چې د سعودي عربستان د بنسټګر و او له دې موقف څخه د شاه عبد الله او نن د بن سلمان تیریدل په خپله د دې موضوع په باب په نړیوال سیاست کې یو لوی او انقلابي بدلون څرګندونه کوي.

Exit mobile version