د علماؤ شهیدانول؛ د پاکستان پوځي رژیم عادتې کړنه!

عبدالبصیر عمري

علماء کرام د امت ستنې او د انبیاؤ علیه السلام ځای ناستې دي، چې د امت لپاره د روح او زړه مثال لري، امت بې له علماؤ لکه بې روحه جسد داسې دی. د علماؤ شان ډېر لوړ دی، علماء دي چې د الله تعالی دین خلګو ته رسوي، د امت ځوانان بیداروي، په نېکیو امر او له بدیو څخه منعه کوي، نظامونه جوړوي، او مؤمنانو ته د دنیا او آخرت د کامیابۍ لارې ښيي.

علماء کرام د امت معنوي او روحاني مشران دي، د انبیاؤ پر منصب ناست او د هغوی وظایف انجاموي، مونږ د دوی په تابعداري، عزت او اکرام مامور یو، د علماوو په شان کې ګستاخي، په هغوی پسې سپکې خبرې او د هغوی په مقدس حریم کې معمولي بې ادبي هم ستر جرم بلل شوی دی.

همدارنګه د عامو مسلمانانو وژل له کفر او شرک څخه وروسته لویه ګناه ده، الله تعالی فرمایي: وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا النساء ۹۳.
ژباړه: «او که څوک یو مؤمن قصداً ووژني، نو سزا یې دوزخ دی، چې پکې به تل پاتې وي، الله تعالی پرې غضب کړی، لعنت یې پرې ویلی، او ده ته یې ستر عذاب تیار کړی دی.»
چي د یوه عام مسلمان وژل دومره ستره ګناه ده څه فکر کوئ چې د امت د معنوي مشرانو د وژلو به څومره ګناه وي؟

امام نووي رحمه الله د عالم وژل په لویو ګناهونو کې ستره ګناه یاده کړې ده.
“قتل العالم من أعظم الكبائر لأنه إطفاء لنور الدين.”
(شرح مسلم، ج ۱۶، ص ۴۵)
ژباړه: د عالم وژل له سترو ګناهونو څخه دی، ځکه د دین رڼا ورسره مړه کېږي.

الله تعالی د هغه چا په اړه چې په عدالت امر کوونکي (علماء) وژني فرمایي: إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ، آل عمران ۲۱.
ژباړه: بېشکه هغه کسان چې د الله د آيتونو څخه انکار کوي، او پېغمبران ناحقه وژني، او هغه کسان وژني چې په عدالت امر کوي نو هغوی ته زېری ورکړه په دردناکه عذاب.

عن أبي عبيدة بن الجراح، رضي الله عنه قال: قلت يا رسول الله، أي الناس أشد عذابا يوم القيامة؟ قال:” رجل قتل نبيا أو من أمر بالمعروف ونهى عن المنكر ”
ژباړه: د ابوعبیده بن الجراح رضي الله عنه نه روایت دی، وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: د قیامت په ورځ به د خلکو څخه څوک تر ټولو سخت عذاب ولري؟
نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هغه سړی چې نبي یي وژلی وي، یا یې هغه څوک وژلی وي چې په نېکۍ یۍ امر او له بدۍ څخه یي نهی کوله.»
نو د علماؤ وژل سخته ګناه او د دردناک عذاب سبب ګرځي.

د عالم وژل تنها د یوه شخص وینه تویول نه؛ بلکې د درست امت د نبوت میراث ختمول دي.
په مخکنیو امتونو کې بني اسرائیلو انبیاء او علماء وژل، الله تعالی ذلیل، فقیر، پوروړي او مسکینان کړي وو.
الله تعالی فرمایي: وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۗ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ، البقرة ۶۱.
ژباړه: پر دوی باندې ذلت او بې‌وسۍ مسلطه شوه، او د الله غضب یې خپل کړ. دا ځکه چې دوی به د الله د آيتونو انکار کاوه، او پېغمبران یې ناحقه وژل، دوی نافرماني کوله او تل به یې تېری کاوه.

په اوسنۍ زمانه کي د علماؤ وژل د پاکستان د طاغوتي او پوځي رژیم دنده ګرځېدلې ده، په ناحقه علماء شهیدانول، بندیانول، سپکول، له حق ویلو څخه بندول، مدارس ړنګول، په علمي مراکزو چاپه وهل او داسي نور هغه شرموونکي او رب غوصه کوونکي جنایات دي چې له امله یې دوی د الله د وینا مطابق ذلیه، مسکین او پوروړي ګرځولي دي.

د پاکستان پوځي رژیم له پیدایښت سره سم په ۱۹۴۷ زېږېدیز کال کې له مولانا شبیر احمد عثماني، مولانا سید ابوالاعلي، مولانا عطاء الله شاه بخاري، مولانا سید سلمان ندوي، مولانا ظفر احمد انصاري، مولانا عبدالحامد بدایواني، مولانا مظفر احمد عثماني او د علماء دیوبند له یوې لویي ډلې سره لوی ټکرونه پیدا کړل.

دې علماؤ د دین د احکامو د پلي کولو او د ظلم د مخنیوي په موخه غږ پورته کړ، د پاکستان پوځي رژیم د دوی سخته مقابله وکړه، ځینې یې بندیان، ځینې یې نظربند او ځینۍ یې په اعدام محکوم کړل. په ۱۹۷۱ زېږېدیز کال کې، کله چې پاکستاني پوځ د بنګلدیش مسلمانان قتل عام کړل په دغه قتل عام کې یې هم په زیات شمیر علماء، پوهان او لیکوالان په شهادت ورسول.

ډېر نور بې شمیره علماء کرام دي چې د پاکستان پوځي رژیم لخوا په مرموز ډول شهیدان شوي، د بیلګې په ډول؛ مفتي نظام الدین شامزی، غازي عبدالرشید، شیخ حسن جان شهید، شیخ عبدالغني، شیخ نصیب خان او داسې نور… په ۲۰۰۷ زېږېدیز کال کې ددې خوانخور رژیم لخوا په لال مسجد او جامعه حفصه برید ټوله اسلامي نړۍ شاهده ده، چې په سلګونو علماء، طلباء، حفاظ او حافظاتي په شهادت ورسېدې.

اوس هم د پاکستان پوځي رژیم له افغانستان سره په جګړه کې د نړیوالو او پاکستاني علماوو له غبرګونونو سره مخ شوی دی؛ حتی د دوی جنایتونو ډېر علماء کرام پاڅون ته اړ کړي دي او د دوی پر خلاف یې نظامي مبارزه پیل کړې ده، په آخر کې بیا یادونه کوو چې د علماؤ شهادت لوی جنایت او ستر وحشت دی او دغه دجالي رژیم تل په دې جنایت کې ښکیل شوی دی.

Exit mobile version