د شهيد صفي الله(محمدي) ژوند او مبارزې ته لنډه کتنه

شهيد صفي الله محمدي د محمد شريف زوی د ميدان وردګو ولايت د جلريز د ولسوالۍ د زيارت په کلي کې په يوه بزګره، متدينه او جهاد پاله کورنۍ کې په (۱۳۷۲ ھ. ش) کال دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.
لومړنۍ مروجې زده کړې يې د‌ خپل کلي په جومات کې وکړې، ورپسې د خواجه محمدولي عالي لېسې ته ولاړ، تر فراغت وروسته يې د ميدان ښار د کرنيزو علومو په څانګه کې خپلې دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې.
شهيد صفي الله محمدي د مسلک په لحاظ د زراعت انجنير وو، خو هغه مهال يې د با وقاره او مخلصو مجاهدينو په قطار کې نوم او نښان پيدا کړ، چې په تېر شل کلن امريکا (ناټو) ضد جهاد کې د جهاد او قتال په مبارک ډګر کې يې په کمينونو، تعرضي بريدونو او د ځمکنیو ماینونو په عملياتو کې برخه واخيسته.
نوموړی مجاهد د مکتب له وخته په جهادي فعالیتونو بوخت وو، خو په (۱۳۹۰ ھ. ش) کال د خپل تره د زوی انجنير عنايت الله(زاهد) له شهادت وروسته د حبيب (مجاهد) په ډلګۍ کې د هغه تر مشرۍ لاندې خپل جهادي فعالیت په جلريز ولسوالۍ کې علني کړ.
د جهاد او قتال په ډګر کې دوه ځله ايران هېواد ته مهاجر شو، د مرکز ميدان ښار او د جلريز ولسوالۍ په زيات شمير تعرضي عملياتو، کمينونو، ماينونو او د درازکوفي (ښکارزنو) بريدونو، ګرمو سنګرونو او معرکو سعادتمند برخه وال پاتې شو او تر هغو يې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ چې هلال په صليب بری ترلاسه کړ.
له فتحې وروسته په درېيمه پوليسي حوزه کې د امنيت داخلي په برخه کې دنده ورکړل شوه، خپله دنده يې په پوره امانت دارۍ او تقوا سره پر مخ وړله، د امنيت د ټينګښت لپاره يې شپه او ورځ زيار ويست څو د هېوادوالو د کلونو ارمان چې اسلامي نظام، ډاډمن امنيت او سوله وه پوره شي.
شهيد صفي الله محمدي به په هېواد کې د اشغالګرو لخوا د پيل شوې روانې غمیزې او د دغه اوږدې جګړې د ناورين، د هېوادوالو د مرګ ژوبلې په ليدو خواشينی کېدلو، خو د اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو په مقابل کې به يې د مجاهدينو له کامرانيو او کارنامو څخه خوند اخيست.
شهيد صفي الله محمدي يو پرهيزګاره، متواضع، لاس خلاصی، غيرتمند او له ښو اخلاقو برخمن مجاهد زلمی ؤ، چې په همدې وجه يې د مجاهدینو او د سيمې د ځوانانو په منځ کې ځانګړی محبوبيت درلود، بالاخره د الله عزوجل د لارې دغه ستړیا نه منوونکی او با وقاره غازي په (۱۴۰۱ ھ. ش) کال د اسد د مياشتې په دوولسمه نېټه د کابل ولايت، د کارته سخي په سيمه کې د خوارجو د هغه بريد د مهار لپاره ور ودانګل چې څو دقيقې وړاندې د اهل تشيع هېوادوالو د عاشورا په مراسمو باندې شوی وو، بالاخره شهيد صفي الله محمدي همدلته له داعشي خوارجو سره سينه په سينه ښه په مېړانه وجنګېد او په مخامخ جګړه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
شهيد صفي الله محمدي زموږ د اسلافو په دې قول ټينګ باور درلود، چې، څوک د خوارجو په لاس شهيد شي، اجر يې تر هغو زيات دی، چې د يهودو او نصاراوو په لاس شهيد شوی وي.

نحسبه کذالک والله حسيبه
شهادت یې قبول او ياد یې تل ترتله ژوندی وي.

د ژوند جالبه خاطره يې:
يو ملګري يې کيسه کوله ویل يې، يوه ورځ جلريز ولسوالۍ ته د مرکز ميدان ښار لخوا قوه را روانه وه، په پوستو باندې هم تيت او پرک جنګ روان وو، د شهيد صفي الله محمدي مخ پټ وو، مول يې وهلی وو، د سرک لاندې په کوڅه کې ګوښه يوازې ولاړ وو، دې وخت کې د صفي الله پلار راغی او په صفي الله باندې يې سلام واچولو، د چای ست او سلا يې هم ورته وکړه، شهيد صفي الله داسې آواز بدل کړ چې پلار يې ونه شو پېژندلی، وايي کله چې يې پلار لاړلو موږ ورغلو او ښه ډېر مو ورسره وخندل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version