د سرو لښکرو وحشي هجوم، خو په وړاندي یې بریالۍ مبارزه

طیب احمد حمیدي

د افغانستان غرنیزه جغرافیه د نړۍ په جوړ او منقش قالب کې یوه داسې ځانګړتیا لري، چې له نورو هغو یې ممتاز کړې ده، او یو ویاړ یې وربښلی دی، د اسلام دښمنانو بار بار هڅې کړې چې دا ولس خم کړي، مات یې کړي او خپلې موخې پرې تطبیق کړي، خو یو ځل هم نه دي توانېدلي، خپلې شومې موخې یې پخپلو ماتو اوږو بار ورسره وړې دي.

۴۶ کاله وړاندي په دې جغرافیې د کمونیزم اشر را مات شو، د دې جغرافیې د فزیکي اشغال تر څنګ یې د کمونیزم مفکورې د خپرولو، او د افغانانو د فکري اشغال هڅه هم وکړه، خو داسې ناکامه شوه چې تر ننه د دې اشر په ټنډه تور داغ پاتي دی او دا یې د خپل تاریخ یو د شرم تکی ګرځېدلی.

دوی د دې خلګو ډبرین باورونه نه و پېژندلي، نه یې د دوی د ایماني رسوخ ګراف اخیستی و، دلته لکه څنګه چې شوروي یرغل په فزیکي لحاظ د متعال رب په نصرت سره مات شو، دا ډول یې د فکري یرغل په وړاندي هم علماوو خپل مسؤولیت اداء کړ، او دا فتنه یې خورېدو ته پرېنښوده.

آن تر دې چې د شوروي له اشغال وړاندې دا ولس لا د علماوو لخوا د کمونستي دولت په وړاندي مقاومت ته چمتو شوی و، د ۱۳۵۷ هـ.ش کال د کب په ۲۴ مه، د هرات د خلکو او د همدې ولایت د ۱۷لسمې فرقې د مسلمانو افسرانو او سربازانو له لوري، د کمونیستانو او د هغوی د روسي مشاورینو پر ضد ملي پاڅون وکړ. دغه پاڅون دومره په جوش او قهرجنو ولولو سره پيل شوی و، چې په لنډ وخت کې یې د هرات ښار اکثره سیمې ونیولې او نږدې و چې دا ولایت سقوط کړي.

دې پاڅون درې ورځې دوام وکړ او په دې موده کې بې شمېره روسي مشاورین او د دوی لاسپوڅې کمونیستي عسکر او مشران ووژل شول. خو وروسته له دریو ورځو د وخت کمونیستي حاکمانو او د دوی روسي بادارانو په پاڅون کوونکو باندې، په ډېر چل د خپلو ټوپکو او توپونو شپېلۍ را واړولې او زرګونه مسلمان پاڅون کوونکې يې په شهادت ورسول.

دا راز علماوو د منبرونو مدرسو، او عامه ځایونو له لارې د دې فتنې په وړاندي د جهاد فتوی ورکړه، او خلګو ته یې د دې سترې فتنې ټول ابعاد ور وښودل، د کمونیزم له خطرونو یې خبر کړل. د خلګو ذهنونه یې د دې فتنې په وړاندي سره بسیج کړل.

په عین حال کې چې د افغانستان فضا لوګیو او خړو دوړو نیولې وه، د شوروي اتحاد ټول ځواک بوخت و، د افغانانو خټین کورونه یې ورانول، خو علماوو په دې ستونزمن حالت کې هم مدرسې ژوندۍ ساتلې وې، د دې فتنې په وړاندي یې فکري رهبران روزل تر څو د اولس په متن کې فعالیت وکړي، او د هغوی ذهنونه د کمونیزم له باطلې مفکورې خوندي وساتي. دا یو څو بېلګې دي، د دې فکري پدیدې په وړاندي افغان علماوو، پوهانو د امکاناتو په نشتون کې بیا هم ټینګه مبارزه وکړه، چې له امله یې لله الحمد دا فتنه شنډه پاتې شوه.

خو عام ولس هم کرار نه وو ناست، لکه څنګه چې د پلرونو تاریخ لري هم هغه ډول یې بچیانو هم پړی په ملا راتاو کړ، له کورونو ووتل، او د سرو لښکرو په وړاندي یې سنګرونه ونیول، له شرقي ولایتونو او کابل څخه دا مقاومت راپیل او بیا په ټول افغانستان کې خپور شو. شوروي اتحاد غوښتل چې په افغانستان کې کمونیزم مستحکم کړي، ۱۳۰ زره پوځي عسکر د اشغال په نیت راغلي و، خو دې ولس اجازه ور نه کړه، یو نیم میلیون شهیدان یې ورکړل، په ملیونونو زخمیان او بې کورۍ ته اړ شول، خو دا سېلاب یې تم کړ، مخه یې ونیوله.

دوی په خپله د جهاد لپاره مټې رابډ وهلې وې، یا به یې مجاهدینو ته ډوډۍ ورکولې، د وسلو په لېږد کې به یې مرسته ورسره کوله. سپین ږیرو او سپین سرو به خپل بچي جهاد ته هڅول، ملاوې به یې ورتړلې، د ننګ او غیرت مفاهیم به یې ورتلقینول، د نیکونو او پلرونو کیسې به یې ورته کولې. همدغه تنکي ځوانان وو چې د شوروي زنځیري ټانګونو په وړاندي به ودرېدل، او په خالي لاس به یې له دې مستحکمو وسائطو سره ډغرې وهلې، چې په پایله کې به متعال رب بری ورکړ.

شوروي یرغل دلته حتی د جماد او نبات له لوري لا وځپل شو، هر کمره او بوټي به مجاهد ته پنا ورکړې وه، چې په ناڅاپي ډول به د کمره یا بوټي له شا راپورته شو، او د څو روسي پوځیانو ژوند به یې واخیست. د دې لس کلن جهاد بریا که له یوې خوا د افغان اولس د ډبرینو عزمونو نتېجه وه، له بل پلوه یو کرامتي تسلسل و، چې نړۍ یې تصور لا نه و کړی. خو نړۍ به په دې څه پوهېده چې د متعال رب نصرت په هر څه بر دی.

Exit mobile version