‌د روژې تعریف

لیکوال: مفتي عبدالبر موحد
روژه په لغت کې مطلق امساک او له یو څه څخه ځان ایسارولو ته ویل کیږي
او په اصطلاح کې روژه عبارت ده د شخص مخصوص له امساک مخصوص نه په مخصوص وخت کې او په مخصوص صفت سره.
د اصطلاحي تعریف تشریح داسې ده چې:
(مخصوص شخص) یعنې هغه څوک چې مسلمان وي او له حیض او نفاس څخه پاک وي.
(امساک مخصوص) یعنې له دوه شهوتونو څخه ځان ساتل: ۱ـ د خيټې شهوت یعنې خوراک او چکاک څخه. ۲ـ د فرج او شرمګاه له شهوت یعنې جماع څخه.
(وقت مخصوص) یعنې له صبح صادق نه تر لمر لویدلو پورې روژه نیول.
(صفت مخصوص) یعنې د ثواب او الله جل جلاله ته د نزدیکت نیت سره روژه نیول. (المبسوط للسرخسي: ۳/۵۴)
د روژې رکن:
په روژه کې رکن «امساک عن المفطرات الثلاثة» دی یعنې له دریو شیانو څخه ځان ایسارول: خوراک، چکاک او جماع. (الدر مع الرد: ۳/۳۸۵)
د روژې د وجوب شرطونه:
علامه شامي رحمه الله د روژې د وجوب څلور شرطونه ذکر کړي دي:
۱ـ اسلام.
۲ـ بلوغ.
۳ـ له جنون او بې هوښي څخه افاقه او روغتیا.
۴ـ د روژې په فرضیت علم یا په دار الاسلام کې شتون. (الدر مع الرد: ۳/۳۸۵)
تشریح: د یو چا اسلام خو په اقرار او التزام الشریعة سره معلومیږي او تقریبا دا خبره هر چا ته څرګنده ده چې څوک په زړه کې تصدیق ولري خو شریعت ته التزام الطاعة ونه لري يا التزام هم لري خو نورو کفري ادیانو څخه تبري نه کوي نو دا سړی مسلمان کیدلی نه شي لکه د پیغمبر علیه السلام تره ابو طالب چې په زړه کې یې تصدیق درلود لکه دده له اشعارو معلومیږي:
ودعوتَني وزعمتَ أَنَّكَ صادِق وصدقت فيه وكنت ثَمّ أمِينًا
وعرفتُ دينَك لا محالةَ أنه من خيرِ أديانِ البَرِيَّةِ دِينا
لولا الملامةُ أو حَذَارِ مَسَبَّةٍ لوجدتَّني سمحًا بذاك مُبِينًا
خو د تصدیق تر څنګ یې التزام نه درلود او له شرک څخه یې براءت نه کاوه نو ځکه کافر بلل شوی دی (فیض الباري للکشمیري: ۱/۱۲۶)
او بلوغ په هکله تفصیل داسې دی چې: د ماشوم د بلوغ درې نښې فقهاوو ذکر کړي دي: ۱ـ احتلام یعنې په خوب کې په شهوت سره مني ترې وتل. ۲ـ احبال یعنې د خپلې ښځې د حامل کولو وړتیا او داسې واقع کیدل. ۳ـ انزال یعنې په ویښه سره د یو سبب له امله په شهوت سره خروج د مني.
او دماشومې انجلۍ هم درې نښې فقهاوو ذکر کړي دي: ۱ـ احتلام. ۲ـ حیض شروع کیدل. ۳ـ حبل یعنې حامله کیدل.
که په کوم هلک یا انجلۍ کې دا نښې ښکاره نه شي نو د مفتی به قول مطابق د بلوغ آخري عمر او حد یې ۱۵ کلنۍ بلل کیږي (او د امام صیب نه قول د ۱۸ کلنۍ رانقل شوی دی چې دا د بلوغ عمر دی له همدې امله په مروجو وضعي قوانینو کې د پاسپورټ او شناختي کارت لپاره ۱۸ کلنۍ شرط ګرځول شوې ده خو دا قول غیر مفتی به دی) او زیاتره د ماشوم له ۱۲ کلنۍ نه وروسته او د انجلۍ له ۹ کلنۍ نه وروسته امکان د بلوغ پیدا کیږي خو دا تر خوراکونو، موسمونو، منطقو، عادتونو او نسلونو پورې توپیر کوي. (درر الحکام شرح غرر الحکام: ۲/۲۷۵)
دغه راز روژه دار باید لیونی او مجنون هم نه وي بیا جنون په دوه ډوله دي: ۱ـ مطبق: یعنې له رمضان شروع کېدلو وړاندې یو کس لیونی شي او ټوله میاشت همداسې وي نو دده حکم دا دی چې په ده باندې نه قضا شته او نه کفاره. ۲ـ غیر مطبق: یعنې د رمضان نه وړاندې یا د رمضان په منځ لیونی شي خو د رمضان له ختمیدلو وړاندې روغ شي نو دا کس به وروسته د فوت شده روژو قضاء راوړي د مفتی به قول او ظاهر الروایة مطابق. (شامي: ۳/۴۸۱)
دغه راز په دار الاسلام کې د یو چا شتون د روژې د فرضیت لپاره کفایت کوي که دی خپله عالم بالوجوب وي او که نه وي ځکه چې په دار الاسلام کې جهل بالاحکام معتبر نه دی خو که چا په دار الحرب کې ایمان راوړلو او په حقیقت کې د روژې نه ناخبر وي نو بیا دا معذور دی تر څو یې چې د رمضان په وجوب علم نه وي راغلی او بعد العلم بوجوب رمضان بیا قضاء هم ورباندې نشته. (الدر مع الرد: ۳/۳۸۴)
د روژې د صحت شرطونه:
د روژې د صحیح کیدلو لپاره درې شرطونه دي: ۱ـ اسلام. ۲ـ له حیض او نفاس څخه پاکوالی. ۳ـ نیت. (الدر مع الرد: ۳/۳۸۵)
د روژو ډولونه:
فقهاء کرامو من حیث الحکم د روژو شپږ ډولونه ذکر کړي دي:
۱ـ فرض روژې: لکه د رمضان ادا او قضاء (د اداء لپاره یې وخت متعین دی خو د قضاء لپاره یې وخت متعین نه دی)
۲ـ واجب روژې: لکه د نذر معین او نذر مطلق روژې یا د کفاراتو روژې.
۳ـ سنت روژې: لکه د عاشوراء روژه خو ورسره مخکې یا وروسته یوه ورځ اضافي روژه نیول، د عرفې روژه او د ایام بیض روژه.
۴ـ مستحب روژې: لکه د دوشنبې او پنجشنبې روژه نیول، د شوال شپږ روژې نیول، او د داود علیه السلام روژه چې یوه ورځ به روزه و او بله ورځ به بوزه و.
۵ـ مکروه تحریمي روژې: لکه د اخترونو او تکبیرات تشریق په ورځو کې روژې نیول، یا د خاوند له اجازت پرته د ښځې لپاره نفلي روژې نیول.
۶ـ مکروه تنزیهي روژې: لکه یوازې د عاشوراء روژه نیول، د نوروز او مهرجان په ورځ روژه نیول، د هفتې ځانګړې روژه نیول (البته که مخکې یا وروسته ورسره روژه ونیول شي نو بیا د یوم السبت کراهت ختمیږي) والله اعلم. (الدر مع الرد: ۳/۳۸۸-۳۹۲)
په کوم روژو کې د شپې نیت ضرور دی او په کومو کې نه؟
په لاندې روژو کې د شپې نه نیت ضرور دی که چا د شپې نیت ونه کړ او صبا ورباندې راوخوت نو بیا د یادو روژو نیت نه صحیح کیږي البته د صبا راختلو پر مهال هم نیت صحیح کیږي:
۱ـ د رمضان قضاء روژه.
۲ـ نذر مطلق روژه.
۳ـ د نذر معین روژو قضاء.
۴ـ د هغه نفلو روژو قضاء چې له شروع کولو وروسته فاسدې کړی شوي وي.
۵ـ کفارات اربعه روژې: کفاره ظهار، کفاره قتل، کفاره یمین او کفاره افطار.
او په لاندې ذکر شویو روژو کې توسع دی که نیت د شپې له خوا وکړی شي هم صحیح کیږي او که د شپې ترې هیر شي نو تر لوی څاښت (ضحوه کبری) وخت پورې نیت کولی شي:
۱ـ د رمضان ادا روژې.
۲ـ د نذر معین ادا روژې.
۳ـ نفلي روژې. (الدر مع الرد: ۳/۳۹۳-۳۹۸)
د ضحوه کبری وخت معلومولو طریقه دا ده چې د هرې سیمې د صبح صادق او طلوع شمس وخت دې معلوم کړی شي او بیا دې په منځ نیم کړی شي او له زوال وړاندې وخت څخه دې یاد نیم وخت منفي کړی شي نو دغه وخت ضحوه کبری ده که له دې وخت څخه نیمه دقیقه وړاندې هم چا د دویم ډول روژو نیت وکړ نیت یې صحیح بلل کیږي او که نیمه دقیقه هم له دې وروسته شي نو نیت نه صحیح کیږي. (الدر مع الرد: ۳/۳۹۳)
یادونه: تسحر (یعني پیشمنی) د نیت په درجه کې بلل کیږي. (الدر مع الرد: ۳/۳۹۳)
کومو روژو کې تتابع (پرلپسې والی) ضرور دی او په کومو کې نه؟
اووه ډوله روژو کې تتابع شرط دی یعنې پرلپسې به یې نیسې که چېرته بغیر له عذر څخه تتابع فوت شي نو بیرته به له سره نیول کیږي هغه اووه ډوله روژې دا دي:
۱ـ که څوک قصدا د رمضان روژه وخوري یا یې ماته کړي نو ده باندې دوه میاشتې کفاره لازمیږي او دا دوه میاشتې روژې به په پرلپسې ډول نیسي.
۲ـ کفاره ظهار روژو کې هم تتابع ده. (د ظهار د معنا پېژندلو لپاره مقامي علماء کرامو سره اړیکه ونیسئ)
۳ـ که چا قسم وخوړ او بیا پکې حانث شي او لسو مسکینانو ته دوه وخته په مړه خیټه خوراک ورکولو یا یوه یوه جوړه کولو څخه عاجز وي نو دی به درې ورځې پرلپسې روژه نیسي.
۴ـ کفاره قتل روژو کې هم تتابع شرط ده.
۵ـ نذر معین روژو کې هم تتابع شرط ده.
۶ـ د واجب اعتکاف یا منذور اعتکاف په روژو کې هم تتابع شرط ده.
۷ـ د رمضان فرض روژو په ادا کې هم تتابع شرط ده.
او په شپږ ډوله روژو کې تتابع ضرور نه ده بلکې بنده ته پکې اختیار ده که ټولې یو ځای نیسي او که جلا جلا یې نیسي:
۱ـ نفلي روژه.
۲ـ د رمضان قضاء روژې.
۳ـ حج تمتع او قران کې چې کوم حاجي د ذبحې وس نه لري نو هغه به په حرم کې درې ورځې روژه نیسي او اووه ورځې به په کور کې نیسي خو په دې روژه کې هم تتابع شرط نه ده.
۴ـ كه له حج څخه یو څوک محصر شي نو د هغه لپاره حکم دا دی چې په حرم کې دې ذبحه وکړي او بیا دې سر وخریي البته که سر خریلو نه معذور وي نو بیا به درې ورځې روژه نیسي خو په دې روژه کې تتابع شرط نه ده.
۵ـ که چا په حالت احرام کې قصدا ښکار وکړ نو بالمثل یا بالقیمة به یې بدله کې دم ورکوي یا دا چې د همدې ښکار شوي څاروي د قیمت په اندازه به مسکینانو ته خوراک ورکوي (د یو مسکین خوراک به نصف صاع وي) یا دا چې د هر نصف صاع په بدل کې به یوه ورځ روژه نیسي خو په دې روژه کې تتابع شرط نه ده.
۶ـ د نذر مطلق روژو کې هم تتابع شرط نه ده خو که نیت یې د تتابع کړی وي یا یې یوه مخصوصه میاشت یاده کړي وي نو بیا به په پرلپسې ډول روژې نیسي. (الدر مع الرد: ۳/۳۹۲،۳۹۳)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version