د رسول الله صلی الله علیه وسلم غزاءګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! شپږمه برخه

أبو ریان حمیدي

د مکې د قریشو تیارېدل:

د ضمضم غفاري غږونه د مکې په ساره او اوږده کې خواره شول، قریش په حرکت راغلل، احساساتو وخوځول او و یې ویل: دا خو څه د ابن حضرمي کاروان نه دی، چې تاسو یې لوټ کړئ، قسم په الله چې زمونږ معامله به له تاسو سره سخته وي، ټول په دې سلا شول چې جګړې ته به یا خپله یا به استازې لېږئ، دوی زیاته سلنه خپله تیار شول، یوازې ابو لهب خپل پوروړی (عاص بن هشام) ولېږه، شاوخوا قبېلې یې هم له ځان سره ملګرې کړې.

قریشو د بني بکر قبېلې سره لانجې درلودلې، دوی چې کله د بدر په لور خوځېدل، نو ووېرېدل، چې هسي نه د شا له لورې ګذار را باندي وکړي، خو شیطان د سراقه بن مالک په څهره کې ور ته راغی او تضمین یې ور کړ، چې بنو بکر به هیڅکله ستاسو د خوښې خلاف کار نه کوي، د سراقه په څهره د ابلیس دغو خبرو قریش ډاډه کړل، او د مرګ پر لور یې قدمونه نور هم ګړندي کړل.

د مکې د لښکر شمېر او تجهیزات:

د غرور په نیلي سپور دغه لښکر په خورا غرور له مکې ووت، لکه متعال رب چې یې په اړه فرمایلي: “ولا تکونوا کالذین خرجوا من دیارهم بطرا ورئاء الناس”

ژباړه: او تاسو د هغوی په څېر مه کېږئ چې له خپلو کورونو په خورا تکبر او خلګو ته د ځان ښودنې لپاره ووتل.

د دغه لښکر شمېر د زرو تنو جنګیالیو په شاوخوا کې و، (۷۰۰) اوښان او (۱۰۰) آسونه ورسره وه، په هر آس یو تن زغره وال جنګیالی و، سرودګرې ور سره وې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو هجو یې سرود کوله، له سپرو زغروالو پرته (۶۰۰) نور زغروه وال جنګیالي پکې وه، عمومي قوماندان یې ابو جهل و، دوی ټول په خورا تکبر د بدر پر لور رهي شول، تر څو د اسلام هغه لښکر چې د دوی په غرور او پرتم یې ګذار کړی، د عرب له جزېرې محوه کړي.

د اسلام د لښکر حرکت او په لاره کې رامنځته شوې پېښې:

کله چې لښکر له مدینې وخوځېد د لارې په اوږدو کې ځینې پېښې رامنځته شوې، چې خورا مثبت درسونه موږ ته پکې پراته دي.

۱. کله چې بئر أبي عنبه چې له مدینې څخه د یو میل په اندازه لري دی، سیمې ته ورسید، د لښکر سالار (رسول الله صلی الله علیه وسلم) خپل لښکر تر نظر تېر کړ، هغه صحابه کرام یې بیرته مدینې ته ولېږل چې له عمره به کم و، او له دښمن سره د مقابلې توان یې نه درلود، په دوی کې براء بن عازب او عبد الله بن عمر و، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرته مدینې ته ولېږل.

۲. په لښکر کې یو تن مشرک هم و، دی یې هم له لښکر نه و ایست، ورته ویې ویل: “ارجع فلن استعین بمشرک ” ژباړه: لاړ شه، زه له مشرک نه مرسته نه غواړم، هغه ډېره هڅه وکړه، چې ځان په لښکر کې ځای کړي، خو و نه توانید، بالآخرة اسلام یې راووړ، او د اسلام د لښکر یو سپاهي شو.

د اسلام لښکر د صفراء نومې سیمې ته لا نه و رسېدلی، چې دوه تنه صحابه کرام (بسبس بن عمر او عدي بن أبي الرغباء) یې د قافلې د حال معلومولو په خاطر ولېږل، کله چې لښکر صفراء نومې سیمې ته ورسید، دوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته حال راووړ چې د قافلې د تحفظ له امله له مکې د قریشو یو لوی لښکر را خوځېدلی دی.

قافله وژغورل شوه:

ابو سفیان ډېر چالاکه و، هغه په عمومي لاره د بدر پر لور را روان و، کله چې بدر ته نږدې شو هغه خپله د بدر مقام ته راغی تر څو د اسلام د لښکر په اړه معلومات وکړي، تر دوی مخکې دلته بسبس او عدي هم راغلي وه، د بدر له چینې یې مشکونه ډک او اسونه یې خړوب کړي وه، کله چې ابو سفیان دلته راغی له مجدي بن عمرو نه یې وپوښتل چې تا خو به دلته څوک نه وي لیدلي، ده ورته وویل چې نه، یوازې دوه سواره مې ولیدل، دلته یې په چینې اوښان خړوب کړل، او لاړل.

ابو سفیان د اوښ پچې وموندلې، دغه پچې یې ماتې کړې، او په منځ کې د خرماوو زړې وموندلې، له دې یې معلومه کړله، چې داد یثرب (مدینې) خرماوې دي، او د اسلام لښکر هرومرو همدلته ده، بیا یې لویدیځ لوري ته د سمندر غاړې لاره ونیوله، د بدر عمومي لاره یې چپې خواته پرېښودله، او په دې سره یې قافله د اسلام د لښکر له منګولو وژغورل.

Exit mobile version