د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! دېرشمه برخه

أبو ریان حمیدي

۲:- دوهمه نظریه دا وه چې د دښمن مخي ته ور وزو، دلته په مدینه کې نه پاته کیږو، دا نظریه زیاتره د هغو صحابه کرامو وه چې بدر ته نه وو تللي، غوښتل یې په همدې غزا کې په دښمن میندې بوري کړي، او د الله تعالی په لار کې شهادت ترلاسه کړي.

دا نظریه په لاندینیو ټکو بناء وه:
۱:- انصارو د عقبې په دویم بیعت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملاتړ او نصرة وعده کړې وه، له همدې امله یې ویل ښه داده چې له مدینې بیرون ور ووزي، تر څو له وعدې څخه مخالفت رانشي.

۲:- د مهاجرینو ځینو وګړو دا پتېیله چې دوی باید د انصارو د کروندو او کورونو ساتنه وکړي، دوی دا نظریه درلوده چې مهاجرین تر انصارو ډېر احق دي چې د مدینې دفاع وکړي، نو ځکه د مهاجرینو دغه اقلیت په دې نظر و چې باید قریش مدینې ته راپرې نښودل شي.

۳:- هغه صحابه کرام چې د بدر له غزا پاته و، د ډېر احساساتو او جذبو له کبله یې غوښتل د دښمن مخي ته ورشي، سم درس ورکړي، او یا د خدای په لاره کې شهادت ترلاسه کړي.

۴:- قریشو ته باید دومره موکه ورنه کړل شي چې مدینه کلابنده کړي، ځکه ښایي دا کلابندي اوږده شي چې په دې سره به د مسلمانانو ژوند سخت شي، ځکه د مدینې ټولې لارې به تړلې وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د اکثریت په وړاندي له خپلې رایي تېر شو، او د بېرون وتلو پرېکړه وشوه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د جمعې لمونځ ورکړ، خلګو ته یې وعظ وکړ، د مخاطبینو حوصله افزایي یې وکړه، هغوی ته یې وویل، چې بری زموږ دی که حوصله ولرو، صبر وکړو، او ثابت قدمه پاته شو، دا راز صحابه کرامو ته یې د وتلو لپاره د تیاري امر وکړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل کور ته ننوت، ځان یې مسلح کړ، دوه زغرې یې په تن کړې او توره په لاس راووت، دا مهال سعد بن معاذ او اسید بن حضیر صحابه کرامو ته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو په بیرون وتلو باندي اړ کړ، ښه داده چې خبره ده ته وسپارو، صحابه کرام هم په خپل اصرار باندي پښېمانه شول، هماغه وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ویل، چې څه ستا خوښه وي هماغسي به وکړو، یانې همدلته مدینه کې به سنګرونه ونیسو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:
“ما کان لنبي إذا لبس لأمته وهي الدرع أن یضعها حتی یحکم الله بینه وبین عدوه”
ژباړه: د رسول له شان سره دا نه ښایي چې یوځل زغره په تن کړي، او بیا مخکې له دې چې متعال رب دده او دښمن ترمنځ یې پرېکړه وکړي بیرته زغره کیږدي.

د اسلام د لښکر شمېره او روانېدل:
هماغه وو چې لښکر وتلو ته چمتو شو، د لښکر ټول شمېر زر تنه و، چې د مشرکینو د لښکر دریمه برخه و، سل دانې اسونه ورسره و، په مدینه کې سرپرست عبد الله ابن أم مکتوم و، لښکر ته د خوځېدو اجازه ورکړل شوه، په دې ترتیب سره د اسلام لښکر د شمال پر لور په داسې حال کې وخوځېدو چې دواړه سعدان (سعد بن معاذ، سعد بن عباده) توره په لاس او زغره په تن د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر مخ روان و.

په لاره کې یوه ډله برخه‌وال له مسلمانانو یو څه بېل روان ول، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې يه اړه وپوښتل چې څوک دي؟ صحابه کرامو ورته وویل چې یهود دي، غواړي له مشرکینو سره وجنګیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل: ایا دوی مسلمانان شوي دي؟
جواب ورکړل شو چې نه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی بیرته واپس کړل، او ویې ویل: “لا أستعین بمشرک” زه له مشرک نه مرسته نه غواړم.

د کم عمره صحابه کرامو واپس کول:
کله چې د اسلام لښکر شیخان نومي سیمې ته ورسېده، نو د لښکر معاینه یې پیل کړه، هغه صحابه کرام یې بیرته مدینې ته ولېږل چې عمر یې کم و، د جګړې توان یې نه درلود، له دې جملې عبد الله بن عمر، زید بن ثابت، أسامه بن زید، أسید بن ظهیر، زید بن أرقم، عرابه بن أوس، عمرو بن حزم، أبو سعید الخدري، زید بن حارثه الانصاري، او سعد بن حبة رضی الله عنهم وو.

یوازې دوو کسانو ته اجازه ورکړل شوه، چې یو سمره بن جندب او بل رافع ابن خدیج و، دوی که څه هم کم عمره و، خو رافع یو ماهر غشی ویشتونکی و، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګ اجازه ورکړه، سمره چې کله دا ولیدل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل چې زه په رافع غښتلی یم، راڅملولی یې شم، ماته هم اجازه راکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: راځئ په غېږ ورشئ، چې کوم یو پیاوړي یاست. په غېږه کې سمره بریالی شو رافع یې راڅملول، په دې سره سمره ته هم د تګ فرصت په لاس ورغی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګ اجازه ورکړه.

Exit mobile version