لیکوال: حامد افغان
حذیفه بن الیمان رضی الله عنهما وایي: یوه شپه مي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره (د تهجد) لمونځ وکړ، هغه په لمانځه کې د بقره سورت پیل کړ، له ځان سره مي ویل چې سل ایتونه پوره کړي نو رکوع ته به ځي خو هغه سل ایتونه وویل او نور یې هم ویلې روان و، ماويل داټول سورت به په یوه رکات کې وایي خو هغه روان و، ټول یې وويلې، ما ویل اوس به رکوع کوي خو هغه روان و او د النساء سورت یې پیل کړ هغه یې ختم کړ له هغه وروسته یې د ال عمران سورت پیل کړ هغه یې هم ختم کړ، تلاوت یې هم ورو ورو کاوه، په کوم ایت کې به چې د تسبیح خبره وه هلته به یې تسبیح ویله، که د سوال خبره به وه هلته به یې سوال کاوه، کوم ځای به چې د تعوذ او پناه غوښتلو خبره وه هلته به یې پناه غوښتله، له هغه وروسته رکوع ته ولاړ، په رکوع کې یې ویل: سُبْحَانَ رَبِّيَ العَظِيمِ، رکوع یې هم تقریباً دومره وه لکه قیام، بیایې وویل: سمع الله لِمَنْ حَمِدَهُ، بیا تر ډیرو ولاړ و تقریباً د رکوع هومره، بیا یې سجده وکړه او په سجده کې یې وویل: سُبْحَانَ رَبِّيَ الأعلى، او سجده یې هم تقریباً د قیام غوندي اوږده وه.
قال حُذَيْفَةُ بن اليمان – رضي الله عنهما -: “صَلَّيْتُ مع النبي – صلى الله عليه وسلم – ذَاتَ لَيْلَةٍ فَافْتَتَحَ البَقَرَةَ، فقلت: يَرْكَعُ عِنْدَ المِائَةِ، ثُمَّ مَضَى، فقلت: يُصَلِّي بها في رَكْعَةٍ، فَمَضَى، فقلت: يَرْكَعُ بها، ثُمَّ افْتَتَحَ النِّسَاءَ فَقَرَأَهَا، ثُمَّ افْتَتَحَ آلَ عِمْرَانَ فَقَرَأَهَا، يَقْرَأُ مُتَرَسِّلاً، إذا مَرَّ بِآيَةٍ فيها تَسْبِيحٌ سَبَّحَ، وإذا مَرَّ بِسُؤَالٍ سَأَلَ، وإذا مَرَّ بِتَعَوُّذٍ تَعَوَّذَ، ثُمَّ رَكَعَ، فَجَعَلَ يقول: سُبْحَانَ رَبِّيَ العَظِيمِ، فَكَانَ رُكُوعُهُ نَحْوًا من قِيَامِهِ، ثُمَّ قال: سمع الله لِمَنْ حَمِدَهُ، ثُمَّ قام طَوِيلاً قَرِيبًا مِمَّا رَكَعَ، ثُمَّ سَجَدَ فقال: سُبْحَانَ رَبِّيَ الأعلى، فَكَانَ سُجُودُهُ قَرِيبًا من قِيَامِهِ”؛ رواه مسلم.
دا دری سورتونه: البقره، النساء او ال العمران تقریباً څلرنیم مخه باندي پنځه سيارې دي او 662ایتونه دي، په حدیث کې د مترسلاً لفظ راغلی دی یعني تلاوت یې په غور، تدبر او ارام سره و د هر ایت یا څو آيتونو له مفهوم سره سم به مناسب شی ویلې، که د عذاب او جهنم خبره به په ایتونو کې وه یا به د شیطان د مکر او فریب خبره وه هلته به یې نعوذ او له الله پنا غوښتله او داسي نور.. په حدیث کې دا هم راغلي چې رکوع، قومه او سجدې یې هم تقریبا د قیام په څیر اوږدې وې او دا یې د یوه رکات تفصیل ده نو که تخميني حساب وکړو دا دوه رکاته څو ساعته وخت نیسي.
دا د هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ دی چې الله جل جلاله ورته ویلي دي: قَدْ غَفَرَ اللَّهُ لَكَ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ، یعني الله مخکي او وروسته ټول ګناهونه درته بښلي دي، په روایت کې راغلي چې په لمانځه باندي د اوږده قیام لامله به د رسول الله صلی الله علیه وسلم پښې وپړسیدلې یو چا دا لوړ ایت ورته وويلې چې تا ته الله ټول ګناهونه بښلي دي بیا ولي دومره تکلیف کوې؟! ده ورته وویل: افلا اکون عبدا شکورا؟ یعني چې الله دومره مهرباني راباندي کړې ده نو زه یې ډیر شکر ایستونکی بنده نشم؟! . که رښتیا ووایو د رسول الله د تهجد او عبادت دا حالت چې سړی وویني نو په خپله لټي او سستي د شرم او خجالت احساس وکړي، الله مو دي اصلاح او د هغه د عبادت توفیق راکړي.