د دلوې ۲۶مه، درسونه او عبرتونه!

ولید ویاړ

افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې ګڼې لوړې ژورې یا ښې او بدې تاریخي ورځې لري، چې له ډېرو سره یې یوازې افغان خاوره نه، بلکې د نړۍ وضعیت او برخلیک هم تړلی دی، خو ستونزه دا ده چې خپله افغانانو له داسې ورځو ډېر کم درسونه او عبرتونه اخیستي دي او هغسې چې لازمه وه، د خپل سیاسي ژوند په راتلونکو تګلارو کې یې د تاریخ د تکرار عنصر ته پام نه دی کړی.

له دا ډول ورځو څخه یوه هم د دلوې یا سلواغې ۲۶مه ورځ ده چې د پخواني شوروي اتحاد د اشغالګرو ځواکونو د لس کلن پوځي حضور د شرمېدلي پای ورځ یې ګڼلی شو، په دې ورځ نه یوازې چې د افغان ولس د هغه مهال مېړنیو مجاهدینو لس کلنې مبارزې، قربانیو او سپېڅلې جهاد رنګ راووړ، بلکې د نړۍ د تاریخ پر پاڼو له دې حقیقت نه یو ځل بیا هغه پرده پورته شوه چې ازادۍ غوښتونکو ته ازادي رسېږي او د ظلم، وحشت او اشغال دوام هېڅکله دایمي نه وي، یوه ورځ نه یوه ورځ به د خپل ظلم او وحشت په خپاره کړي دام کې خپله هم نښلي.

پخواني شوروي اتحاد خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره په ډېر کبر او غرور سره په خپل ټول پوځي او استخباراتي ځواک پر افغانستان په دې هیله هوايي او ځمکنی یرغل وکړ، چې نور به دا سپېڅلې خاوره هم د نورو اشغالي جمهوریتونو په څېر د خپلې سترې امپراتورۍ برخه وګرځوي، خپل سیاسي مسلک (کمونېزم)، ګټې، کلتور او په منځنۍ اسیا کې نفوذ به لا پیاوړی کړي، چې ظاهرا دا هر څه هم د اشغالګرو او هم د چارو د شنوونکو او نړیوالو له سترګو ممکن وي، خو د خدای ارادې، د سپېڅلي جهاد برکاتو او زموږ د مېړني ولس ازادۍ خوښي عزم بل څه ویل.

په دې تحلیل کې نه غواړم چې د روسانو د راتګ، کړنو، داخلي عناصرو د نوعیت او چلند پر اړخونو خبرې وکړم، په دې اړه ګڼې لیکنې شوې او کېږي به، مهم راته هغه درسونه اوعبرتونه دي، چې له دا ډول تاریخي پېښو یې باید افغانان تر لاسه کړي.

۱:- پر پردیو تکیه

پښتو مشهور متل دی چې پردی کټ تر نیمو شپو وي، دا ډېره پر ځای او رښتیا خبره ده، یرغلګرو د تاریخ په اوږدو کې تل دروغجن شعارونه ورکړي او ځانونه یې خپلو لاسپوڅو ته د رښتینو دوستانو په توګه معرفي کړي، خو تاریخي حقیقت راته وايي چې په پردیو او اشغالګرو باندې تکیه کول داسې یو مرګونی خوب دی چې را ویښېدل ورڅخه ګران دي، په دې اساس ویلی شو چې هېڅکله باید په پردي کټ کې بسترې هوارې نه شي او د خپلې ځواکمنتیا لپاره پر پردیو تکیه کول په هغه کې د بل چا ګټو او موخو ته د ژمنتیا هر کلی دی، هغوی چې په شورویانو او د دوی په چټلو شعارونو او امکاناتو ته یې تکیه کوله، د روسانو له تګ سره سم وشرمېدل او تاریخ ته تر ننه نوم بدي دي.

۲:- ګوډاګي او هېواد پلورونکي حکومتونه

په معاصر اشغال کې اشغالګر هېڅ وخت په مستقیم ډول د اشغال شوي هېواد تخت او تاج په خپل سر نه ږدي، بلکې ددې لپاره لومړی هڅه کوي چې د پخلاینې، دوستۍ، ابادۍ او اړتیاوو شعارونه را مخکې کړي او بیا په اشغالي خاوره او هېواد کې یوه داسې ګوډاګۍ ډله د ولس د استازي حکومت په نوم حاکمیت ته ورسوي، چې څېره یې خپلو خلکو ته ورته وي، خو زړونه او فکرونه یې د غلامانه تعظیم او پردي پالنې په اصلي څېره کې د اشغال اصلي وسیله او رېښه وي.

ضمیر او هېواد پلورنکي وي، چې د روسانو له راتګ سره هم خلقي او پرچمي کمونیستي ډلو د خپلو شعارونو کور، کالي ډوډۍ، زیارکښان، امپریالېزم ضد، انقلاب سرخ او… په نوم روسي اشغالګرو ته لارې ګودرې وښودې او خپل هېواد یې ورباندې وپلوره، ځکه خو باید دا ډول هېواد پلورنکي او ګوډاګۍ ډلې هېڅ وخت خپلې موخې ته پرېنښودل شي، ځکه چې دوی ته د هېواد او ولس په سر معامله د بازار د یوې عادي معاملې په څېر ښکاري او انساني شعور نه لري.

۳:- د مبارزې او قربانۍ ثمره

افغان مجاهدینو د روسانو پر وړاندې په ډېرو ناڅيزه جنګي وسایلو جهاد پیل کړ، خو تاریخ دا هم راته وايي چې جګړې په وسایلو نه، بلکې په هوډ، رښتینې عقیده او مورال ګټل کېږي، د داسې معرکو او تاریخي پېښو پر مهال باید اصلي تکیه پر خپل ایمان، سپېڅلې روحیه، عزم او د حق پر تلپاتې بریا وي، نه هغو وسایلو او توکو چې اشغالګر یې هم کاروي، ددې مبارزې او قربانۍ ثمره کامیابي ده، نږدې یا وروسته، خو په دې شرط چې ژمنتیا او پر بري رښتینی باور موجود وي، د روسانو پر وړاندې د جهاد د بري اصلي راز هم ایماني قوت او پر پاک څښتن تعالی توکل و.

۴:- د مبارزې د پایلو او خپلواکۍ ساتنه

دا خبره ښايي ډېره معمول وي چې «خپلواکي اخیستل اسان، خو ساتل یې ګران دی» اما یو تریخ حقیقت هم دی، د مبارزې له پای ته رسېدو سره باید مبارزین خپل ځان حاکم نه، بلکې د خادم په حیثیت خپلې ټولنې او خلکو ته وړاندې کړي، مغرور نه شي او مات شوي اشغالګر ته د پېغورونو او شعارونو پر ځای باید هغه تشکې ډکې کړي چې مخکې یې اشغال ته زمینه مساعده کړې وه، له دې لارې هم خپلواکي ساتل کېږي او هم د داسې بلې پېښې د تکرار مخنیوی کېدی شي، د داسې سترې تاریخي تېروتنې پایلې مو د روسانو له وتلو وروسته ولیدې او ترخې خاطرې یې اوس هم د هر هېواد د یادونو یوه ترخه برخه ده.

۵:- د ولس خپلولو هنر

هر چا چې له بري او کامیابۍ وروسته د راتلونکو تصامیمو په اړه ولس ته مراجعه کړې، نو کامیابي یې هم حاصل کړې ده، له بده مرغه چې د روسانو له ماتې وروسته خلکو ته مراجعه ونه شوه، د یوه ملي او یو موټي حکومت د جوړولو او ملي یووالي د ساتنې هېڅ اقدام ونه شو، هر تنظیمي – جهادي مشر ځان ته متن ویل، بېرته د یوه هېواد استخباراتي غېږې ته ولوېد او په پایله کې یې کورنۍ جګړه پیل شوه او افغانستان يې په یوه کنډواله بدل کړ، تر ټولو بده یې لا دا چې په قومونو، ژبو او سمتونو یې هم تقیسم کړ.

اړینه ده چې هر وخت په داسې حساسو شېبو کې د ملي یووالي د ټینګښت او پخلاینې لپاره ولس ته مراجعه وشي، څنګه چې د امریکايي اشغال په پای کې د اسلامي امارت د مشرتابه له عمومي عفوې څخه وروسته ولس ته مراجعه وشوه او په تېرو درېیو کلونو کې یې مثبتې پایلې او د ترخو تجربو د تکرار مخنیوی ګورو.

۶:- د مبارزې د فرهنګي او تاریخي اسنادو او موادو خوندیتوب

له تاریخ د زده کړې تر څنګ موږ د خپل تاریخ پر وړاندې مسوولیتونه هم لري، د هرې ټولنې کلتوري تاریخ ایجابوي چې په هره زمانه کې محسوس او نا محسوس فرهنګي او تاریخي مواد خوندي شي، ځکه له دې لارې له راتلونکو نسلونو سره تاریخي تړاو پیدا کړو، له بده مرغه چې د روسانو له ماتې وروسته د ویاړلي لس کلن جهاد ګڼ ویاړونه او فرهنګ اثار هم وپلورل شول یا هم د بیت المال پر ځای د تنظیمي مشرانو شخصي او زینتي مال وګڼل شو.

نن سبا موږ خپل نوي نسل ته د روسانو د ماتې په تړاو د وضاحت او قناعت ورکولو لپاره له لیکلو کیسو او څو سوځېدلو ټاکونو او وسلو پرته بل هېڅ نه لرو، له داسې جګړو سره سم د اتلانو او غلامانو په اړه قضاوتونه، کتابونه او فلمونه خپرېږي، د روسانو له ماتې وروسته ګڼو روسی شننونکو او پوځیانو داسې اثار ولیکل چې خپل یرغل په حق او افغانان وحشي او د تمدن ضد معرفي کړي، ځکه باید د مبارزي مادي او معنوي ټول اړخونه په واقعبینانه ډول مستند او خوندي شي.

بالاخره دې حقیقت ته رسېږو، چې د خپلواکۍ ګټل ګران دي، خو ساتل یې تر هغو سخت او لا ګرانه چاره ده، تاریخ د زده کړو، درسونو او عبرتونو پرانېستی کتاب دی، هوښیار ملتونه هغه دي چې زده کړه ورڅخه وکړي، خپل پټ او ښکاره غلیمان وپېژني، د تاریخ د ورته پېښو د تکرار نوعیت درک کړي، د خپل دین، کلتور او خاورې د ساتنې لپاره په هره زمانه کې د قربانۍ او مېړانې حس ولري، ولس خپل کړي او هېڅکله هم د پردیو د دسیسو پر وړاندې خاموش او بې پروا پاتې نه شي.

Exit mobile version