د داعش کاذب خلافت ته؛ د ځوانانو د جلب و جذب طریقې!

أبو حذیفه

#image_title

داعش له بې فکره ځوانانو څخه په مؤثره توګه د خپلو هدفونو د پلي کولو لپاره استفاده کوي او په دې برخه کې مختلف تاکتیکونه کاروي، دلته ځینې مهمې لارې دي چې داعش یې د خلکو جذب او اداره کولو لپاره کاروي:

 

۱:- افراطي تبلیغات؛

داعش د ټولنیزو رسنیو او انټرنیټ په مرسته افراطي تبلیغات کوي، دوی د ویډیوګانو، غږیزو پیغامونو، او لیکنو له لارې د خپلو افراطي نظریاتو په مرسته خلک کاذب خلافت ته ور جلبوي؛ د ظلم، وحشت او جهاد په اړه بې اساسه خبرې ورته کوي، ترڅو یې په مرسته بې فکره خلک جذب کړي.

 

۲:- د اسلامي خلافت درواغجن انځور؛

داعش هڅه کړې او کوي یې؛ چې په خپلو تبلیغاتو کې د خپلې واکمنۍ لاندې سیمې داسې ښکاره کړي، چې ګواکي دلته هر څه د اسلامي اصولو سره سم روان دي او خلک په سولیېزه توګه او ارامۍ سره ژوند کوي.

 

دوی د ښوونځیو، روغتونونو او بازارونو ویډیوګانې خپروي، ترڅو وښيي؛ چې دوی یو بشپړ او عادلانه اسلامي خلافت جوړ کړی دی، د مثال په توګه؛ داعش د “خلافت ورځني ژوند” په نوم ویډیوګانې خپرولې؛ چې پکښې ښودل کېږي، خلک په سوله ییزه فضا کې ژوند کوي، کار کوي او عبادت کوي، دوی دا کار په دې موخه کوي، ترڅو بهرني مسلمانان د دوی کاذب خلافت ته د هجرت په موخه راشي.

 

حال دا چې په حقیقت کې به په دغو سیمو کې هرڅه برعکس او سرچپه روان وي، ظلم، بدامني او بې عدالتي به خپل اوج ته رسېدلې وي او په اکثریت ډول خو یې بیخي دا انځوریزي صحنې؛ جعلي او فوټوشاف ته ورته جوړې کړي وي.

 

۳:- فکري روزنه؛

د داعش ایدیالوژي یا فکري روزنه د ديني افراطیت په بنسټ ولاړه ده؛ دوی هڅه کوي چې دیني موضوعات تحریف کړي او خپل فکر په داسې ډول وړاندې کړي، چې د یو حقیقي اسلامي خلافت د جوړولو هڅه ور څخه ښکاره شي، دوی د قرآن کریم او د احادیثو غلط تفسیرونه او تأویلونه کوي، ترڅو یې په مرسته خلک په دې قانع کړي چې د دوی په کاذب خلافت کې ګډون وکړي.

 

۴:- ټولنیز فشار او ګواښ؛

په ځینو سیمو کې داعش خلک د زور یا د فشار د لارې څخه په استفاده ځان ته رابلي، همدا ډول په مختلفو لارو د هغوی کورنۍ ګواښي، سخته رویه او چلند ورسره کوي، همدا راز په ټولنو کې له ویرې دهشت او وحشت څخه کار اخلي، ترڅو خلک دوی د ظلم او استبداد څخه د خلاصون په موخه د دوی په لیکو کې شامل شي.

 

۵:- له احساساتو څخه ناوړه استفاده؛

داعش هڅه کوي، د ځوانانو له ناهیلۍ او احساساتي حالت څخه ګټه پورته کړي، د ظلم او بې انصافۍ د ختمولو په نامه دوی ته د جګړې په برخه کې دروغجنې وعدې ورکوي، همدارنګه په خپلو تبلیغاتو کې ځوانانو ته د شهادت په نوم د جنتي ژوند وعده ورکوي.

 

دوی ځوانانو ته دا دروغجن انځور وړاندې کوي، چې که له دوی سره یوځای شي، په جګړه کې ګډون ورسره وکړي او ځانمرګي بریدونه ترسره کړي؛ نو د “شهید” په توګه به مستقیم جنت ته ولاړ شي او د دوی کورنۍ به د الله جل جلاله له خوا په بې حسابه انعامونو ونازول شي او ترلاسه به یې کړي.

 

۶:- مالي انګېزې؛

د داعش مالي مرستې او وعدې هغه کسان هڅوي، چې اقتصادي ستونزې لري یا بې روزګاره دي؛ دا ډله خلکو ته د ښه معاش، د هغو د کورنیو ملاتړ، او په ظاهره د ښه ژوند کولو په موخه د فرصتونو برابرولو وعدې کوي.

 

۷:- په تبلیغاتو کې د ماشومانو کارول؛

داعش په خپلو تبلیغاتو کې ماشومان هم کاروي، چې د “شیران خلافت” په نوم ورته ځانګړي رول ورکوي، دوی کوچنيان په جګړه ییزو روزنو معسکراتو کې ښیي او هغوی ته د اسحلو او عقیدې روزنه ورکوي؛ ترڅو فکري (ایډیولوژیکي) جنګ د موجوده عصر ماشومانو ته او هم داسې راتلونکو نسلونو ته په دې توګه انتقال کړي.

 

که مونږ په واقعي توګه داعش او فکر یې سم مطالعه کړو؛ په یقیني توګه دې پايلې ته رسیږو، چې د داعش اساس او بنیاد د اسلامي احکاماتو تطبیق نه؛ بلکې موخه او هدف یې اسلام بدنامول او کفري دسیسې پلې کول دي، په همدې وجه دوی همیشه، هر ځای د اسلامي شریعت ناسم تفسیر وړاندې کړی، په ځانګړې توګه د جهاد، خلافت او شرعي حدودو په اړه.

 

دوی د جهاد په نامه بې ګناه خلک وژني او خپل ظلمونه په دیني توګه توجیه کوي، پداسې حال کې چې اسلام د سولې، زغم او عدالت دین دی.

 

همدارنګه داعش دا ادعا کوي، چې په اوسني عصر کې د دوی مسیر، تګلاره او هدف د یوازیني مشروع اسلامي خلافت قائمول دي؛ نو په همدې اساس، هر څوک چې د دوی سره بیعت ونه کړي او یا د دوی مخالفت وکړي، کافر یې ګڼي او د مرګ سزا ورته ورکوي، چې په حقیقت کې داسي د تکفیر نظریه په بشپړه توګه د اسلام مبارک دین له اساساتو سره په ټکر کې ده.

 

مسلمانان باید په دې پوه شي، چې داعش او ورته ډلې د اسلام حقیقي استازي نه دي او نه هم د خلافت قائمولو په موخه راوتلي؛ خلک باید له دې ډول تحریف شویو نظریاتو څخه ځان وساتي او په علم، پوهه او دیني لارښوونو باندې ځانونه سمبال کړي، ترڅو د داعشي خوارجو له داسي بې ځایه تبلیغاتو متأثره او د دروغو ښکار یې نه شي.

 

پوهاوی او تعلیم د دې افراطي نظریاتو پر وړاندې تر ټولو ښه وسله ده، مسلمانان باید د اسلامي علماوو او معتبرو سرچینو او منابعو څخه خپله پوهه ترلاسه کړي او دا ډول د هر ډول افراطي فکر او حرکت پر وړاندې ودرېږي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version