د داعش په نامه وبا/طاعون! اته ویشتمه برخه

ابو هاجر الکردي

د دیالي په ولایت کې د داعش جنايتونه

په تېرو برخو کې د یوه مهم ټکي یادونه وشوه: هر ځای چې د ابن ملجم د لارویانو قدمونه ورسېدل، هلته د اهل سنت د وژنو او جنایتونو پرته بل څه نه دي پاتې شوي؛ هماغه داغ چې د دې ګمراه او ناوړه فرقې په تندي نښتی دی.

یو له هغو سیمو چې داعش ورسېد او ګڼ جنايتونه یې ترسره کړل، د عراق دیالي ولایت وو، که څه هم داعش ونه توانېد چې پر دې ولایت بشپړ واکمن شي، خو دا یې د جنایتونو د ترسره کولو مخه ونه نیوله، په دې برخه کې، لومړی د دیالي جغرافیایي موقعیت ته اشاره کوو او وروسته د هغو پېښو یادونه کوو چې داعش پکې ترسره کړې دي.

د دیالي جغرافیایي موقعیت:
دیالي ولایت د عراق په ختیځ کې یو له مهمو سرحدي ولایتونو څخه دی، چې لاندې ځانګړتیاوې لري:
ځايي موقعیت:
دیالي د عراق په ختیځ کې پروت دی، له لویدیځه د بغداد ولایت، له شماله د صلاح‌الدین، له شمال لویدیځه د کرکوک، له لا شمال لویدیځه د نینوا، له جنوبه د واسط او له ختیځه له ایران سره پوله لري.

طبیعي ځانګړتیاوې:
دغه ولایت د حمرین په څېر غرونه په شمال او ختیځ کې لري. همدارنګه حاصل‌خېزه دښتې، پراخ باغونه، ویالې او کرنیزې ځمکې پکې موقعیت لري، د شمال او ختیځ غرني سرحدونه او لوړې نقطې د پټو خوځښتونو او ناڅاپي بریدونو لپاره طبیعي پوښښ برابروي.

قومي او مذهبي تنوع:
د دیالي نفوس ګډ دی: شیعه، سني، کردان او ترکمانان. په ځینو برخو لکه خانقین او جلولا کې کردان مېشت دي، په مرکزي او جنوبي سیمو کې سني مېشت دي او په نورو سیمو کې شیعه اوسېږي، دغه قومي ـ مذهبي جوړښت دیالي د شخړو سیمه ګرځولې او داعش ترې ناوړه ګټه پورته کړې ده.

ستراتېژیک اهمیت:
دیالي د بغداد ترڅنګ پروت او د بغداد او شمالي ولایتونو ترمنځ او همدارنګه د ایران پر لور مهمې لارې لري، همدې ځانګړتیا دې ولایت ته ستراتېژیک او امنیتي اهمیت ورکړی دی، څنګه داعش د دیالي پر ځینو برخو کنټرول ترلاسه کړ؟
داعش په څو پړاوونو کې دیالي ته ننوت، ځینې سیمې یې تر واک لاندې راوستې، خو وروسته د عراقي پوځ او نورو ډلو لخوا په جګړه کې شو.

اصلي مرحلې په لاندې ډول دي:

د ۲۰۱۴ په لومړیو میاشتو کې داعش په شمالي او مرکزي دیالي بریدونه وکړل؛ د سیند غاړې سیمې او باغونه یې ونیول او په بوهریز (د بعقوبه ترڅنګ) یې حمله وکړه، د څو ورځو لپاره یې د سیمې پر ځینو برخو واک درلود، په ځواب کې د عراقي حکومتي ځواکونو او د ایران تر ملاتړ لاندې رافضي ډلو عملیات پیل کړل څو د بغداد او کرکوک په لور د داعش د پرمختګ مخه ونیسي.

د ۲۰۱۴ په منځني او وروستۍ میاشتو کې داعش پر ښارونو لکه جلولا او السعدیه بشپړ یا جزوي واک وموند، د مقدادیې شمالي باغونه هم د ستراتېژیکې سیمې په توګه يادېده، د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې د کرد پیشمرګه ځواکونو، د عراقي پوځ او د شیعه ډلو په ګډو عملیاتو کې، یادې سیمې بېرته ونیول شوې، د جلولا او السعدیه په څیر ښارونه د داعش له کنټروله آزاد شول.

Exit mobile version