د داعش پر وړاندې نړیوال غبرګون او مبارزه!

نوید ساپی

په دې خبره سترګې پټول به بې ډېره انصافي وي چې داعش دې یوازې تر یوه هېواد او سیمې پورې اړونده ستونزه وبلل شي او یا دې هم د هېوادونو د یوې کورنۍ مسئلې په سترګه ورته وکتل شي، بلکې حقیقت دا دی چې د نړیوالو استخباراتي او مالي سازمانونو پر مټ یو داسې رامنځته شوی حرکت دی چې اسلام او اسلامي ارزښتونه یې خپلو شومو او غیر شرعي موخو ته د رسېدو لپاره د سپر په توګه کارولي دي او یوازې د خپلو بادارانو له خوا د ورکړل شوو او شخصي ګټو د تعقیب، خوندیتوب او تحقق لپاره مبارزه کوي.

که په اروپايي او اسیایي هېوادونو کې د داعش فعالیت او وژونکو بریدونو ته پام وشي، څرګندېږي چې دوی د خپلې مبارزې لپاره مشخصه جغرافیه او حتی ثابته نظریه نه لري او نه هم په دغه ناوړه رقابت کې د بلې رقیبې ډلې مخکښتوب زغمي، ځکه چې بیا ورسره هم د دوی د ګټو محور او راتلونکي پلانونه رسوا کېږي او هم پر دوی شوي پانګونه په وخت سره حاصل نه تر لاسه کوي.

ستونزه دا ده چې لا هم په اصطلاح نړیوالې ټولنې، له ترهګرۍ سره د مبارزې سازمانونو او نورو اړوندو ادارو له داعش سره پرېکنده چلند کړی دی، بلکې لا یې د فعالیت او غوړېدو سیاسي او ټولنیزه فضا ورته نورماله ساتلې ده، څو مستبد دولتونه، د دوی تمویلوونکي وکولی شي چې د بیت المال لوټونې، د نامشروع واک تداوم او هر ډول استبداد ته دوام ورکړي.

له داعش ویجاړونکې پدیدې څخه اسلامي او غیر اسلامي هېوادونه دواړه اغېزمن شوي دي، حتی داسې هم شوې چې د اسلامي هېوادونو د تخریب لپاره یې په کفري هېوادونو کې پلانونه او دسیسې جوړې کړې دي.

عجیبه خو دا ده چې د داعشي ملاتړي سازمانونه او هېوادونه هر ځل بې له کومو اسنادو او ثبوت څخه پړه پر افغانستان ور اچوي او دا یې د خپل مسوولیت نه د تېښتې لپاره یو معمول جوړ کړی و، خو له نېکه مرغه چې د اسلامي امارت په بیا راتګ سره خراسان نومي داعشیان په افغانستان کې د پښې اېښودلو ځای نه لري، دلته یې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لوري داسې مرګوني ګوزارونه خوړلي چې بیا راپورته کېدو ته به تر ډېره زړه ښه نه کړي.

له بلې خوا له دوی څخه ولسي کرکه او مخ اړول هم ددې لامل شوي چې هغوی خپله اصلي څېره چې پردیتوب دی وپېژني او بېرته د خپلو اصلي بادارانو او تمویلوونکو غېږې ته پناه یوسي، دا تش یوه ادعا نه ده چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو داعش خوارج د خپلو ځمکنیو ملیشو یا ملاتړو په څېر روزلي او کارولي دي، دوی حتی په تېروتنه هم پر هغوی بمباري نه ده کړې، خو برعکس ملکي وګړي تر ننه پورې هدف ګرځوي او بیا وروسته پېښماني یا بخښنه څرګندوي.

که د داعش اصلي سرچینو (عراق او سوریه) ته ستانه شو، دا هغه مهال و چې هم په عراق او هم سوریه کې امریکايي ایتلافي ځواکونه موجود و، چې ظاهرا یې له ځايي ګوډاګیو حکومتونو د ملاتړ شعارونه ورکول، خو تر شا یې د داعش زړي کرل او له زرغونېدو سره یې بېرته اغزي د دوی تر لمنو هم ورسېدل، خو هېڅ داسې بېلګې نشته چې ایتلافي ځواکونو دې پر دوی بمبارۍ کړې او یا هم په پوځي عملیاتو کې ځپلي وي، بلکې لا یې په پټه د پیاوړتیا لپاره وسلې او امکانات ورته برابر کړي دي.

روسیه چې د سوریې د پخواني رژیم یو ملاتړی هېواد و، په سوریه کې یې پوځي حضور درلود او مسکو هم داعش له قربانیانو یو اصلي هېواد و، خو بیا یې هم هلته د داعش پر وړاندې خپل پوځي ځواک نه دی کارولی او حتی دوستانه چلند یې ورسره کړی دی، ښايي هم امریکايي ځواکونو او هم روسیې او ځايي ملاتړو په ښکاره ننداریز حرکتونه کړي وي، خو د داعش د ختمونې هوډ لرونکي عملیات یې هېڅکله نه دي کړي.

په افغانستان کې هم د امریکايي اشغال او ایتلافي ځواکونو د شتون پر مهال بهرنیو یرغلګرو بیا بیا داعش ته په غیر مستقیم ډول پناه ورکړې او کله چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې دغه ډلې حضور پیدا کړ، د اسلامي امارت له سخت مقاومت سره مخ وو، کله به چې سرې قطعې پر سختو ځایونو کې را ایسار کړل یا به هم د وسلو له کمښت سره مخ شول؛ نو د شپې له خوا به بهرنیو یرغلګرو په چورلکو کې انتقال کړل او یا به یې هم ورته امکانات ور ولېږدول.

له بله اړخه که وګورو ډېر ځله د کابل ادارې د ځینو مشرانو او امنیتي مسوولینو د ملاتړ هغه اسناد هم را څرګندل شول چې د داعشي خوارجو د نیول شوو غړو څخه تر لاسه شوي دي، داسې ښکارېدل چې اشغالګرو او د هغوی اړوندو استخباراتي شبکو ځايي قوماندانانو ته جلا جلا پروژې هم ور کولې، تر څو داعش پیاوړی کړي، په خپلو سیمو او افرادو کې ځای ورکړي او بیا ورباندې د اسلامي امارت پر وړاندې وجنګېږي، چې ټولې دا هیلې یې له ناکامۍ سره مخ شوې.

ګڼ داسې داعشیان وو چې څو شپې د جمهوریت په مېلمستونونو کې کړې او د بریدونو پلان هم دوی ورکړی و، ګڼ عالمان، قومي مخور او نور شخصیتونه یې پر داعش ترور کړل او بیا یې غوښتل چې پړه یې پر طالب مجاهدینو واچوي، تر څو په عامه اذهانو او نړیوالو په سترګو کې نوم بدي شي.

دا چې داعش په خپل ذات کې د کفري هېوادونو یوه استخباراتي لوبه او پټه پروژه وه، ځکه یې ورسره لومړۍ درجه استخباراتي ملاتړ هم ملګری و، دوی ته د بریدونو پلانونه او نقشې ورکول کېدې او تر ټولو ستر هدف یې هم د سني او اهل تشیع مسلمانو تر منځ درز رامنځته کول او وېش و، څو ددې فتنې له لارې مسلمانان خپلو کې سره واچوي او وروسته د اشغالګرو موخې په ښه ډول تامین شي او اسلامي هېوادونه خپله مجبور شي چې د سوله ساتي او همکار ځواک په توګه هغوی ته بلنې ورکړي.

په ډېرو موردونو کې داسې هم شته چې د اسلامي امارت د برید د سختو پلانونو او بریدونو په مقابل کې داعشي خوراج خوندي پاتې شي، چې لامل یې له دوی سره د خپلو بادارانو د استخباراتي معلوماتو شریکو او پلان بدلول وو.

ښه به دا وي چې د خوراجو اوسني ملاتړي تېرو ناکامو تجربو ته په پام سره خپل پلانونه او پالیسي بدل کړي، ددغه قاتلې ډلې له ملاتړ لاس واخلي او پرېنږدي چې افغانستان او د سیمې نور هېوادونه دې د داعش په لاس بې ثباته شي، ځکه دا داسې یو اور دی چې له هر څه وړاندې به دوی په کې سوځي، لکه څنګه چې سوي هم دي او ډېر ځله یې په خپلو تېروتنو تکرار کړی دی، له داعش سره مبارزه کې باید ټول متضرر هېوادونه او اړخونه د افغانستان په څېر خپل مسوولیت په مېړانه ادا کړي.

Exit mobile version