د داعش پر وړاندې د جګړې کیسه

دوهمه برخه

معاذ بدر

د داعش د خلافت تر سیوري لاندې سیمې:

د جلال آباد ښار شاوخوا سیمې له خلکو خالي شوې وې، خلک د داعش له وېرې جلال آباد ښار ته تښتيدلي وو. ما هلته له يوه ځايي سړي وپوښتل: داعش لا اوس هم د شېرزادو په سر کې دي، تر اوسه لاښکته شوي نه دي، نو ولې خلک له دې ځايه تښتيدلي دي؟ هغه وويل: قاري صاحب! زه به تاسو ته د هغه ستونزو په اړه څه ووایم، چې موږ ورسره مخ یو؟

اته (۸) میاشتې تېرې شوي دي چې کورنۍ مې په جلال آباد ښار کې ده، د کور شيان دلته دي او زه یې ساتم، په ښار کې د اوسېدو لپاره کرایه نشته. دعا وکړئ چې دا فتنې ختمې شي.

یو بل سپين ږيري سړي خپل زوړ ټوپک طالبانو ته راوړ او ورته ویې ویل: دا ټوپک واخلئ، کله چې تاسو جنګ ته لاړ شئ دا وکاروئ، چې زه هم د دې شر د له منځه وړلو په ثواب کې شریک شم.

داسې کيسې ډېرې دي، مګر د ليکنې د اوږدوالي له وېرې يې نه يادوم.

د الفتح له عملیاتو مخکې د ننګرهار سیمه ییز طالبان له دې فتنې سره مخامخ وو. د شیخ امیر محمد عالم حقاني په مشرۍ طالبانو د داعش پر ضد ګڼ بریدونه پیل کړل او داعش ته یې ډېر زیانونه واړول. خو د یوه ځايي مجاهد په وینا: موږ چې کله له داعش سره جګړه کوله، د کابل ادارې عسکرو به له داعش څخه نیول شویو سیمو ته زغره وال موتر (امريکايي هاموي ټانګونه) راوستل او امریکايي بې پیلوټه الوتکو به له هوا څخه په نښه کولو. کله-کله به ډېر زخمیان او شهیدان تر خلاص اسمان لاندې پراته وو او څوک نه وو چې د هغوی پالنه وکړي. يواځې د امیر محمد عالم حقاني صاحب د ډلګۍ شاوخوا (۵۲) مجاهدين شهیدان شول.

له جګړې مخکې له داعشيانو سره هره ورځ خبرې کېدلې، طالبانو ډېره هڅه وکړه، چې هغوی قانع کړي. یوه ورځ د طالبانو جنګي مشر له داعش سره د خبرو پر مهال وویل: تاسو تسلیم شئ! موږ به تاسو ته څه نه وایو، دا ټول به ستاسو وي، موږ به بیرته ځو. هغه زیاته کړه: زه دا تضمین کوم چې هیڅوک به تاسو ته څه نه وايي، په الله قسم، دُښمن ته دا موقع مه ورکوئ چې په موږ وخاندي، چې دا هغه خلک دي چې د جهاد پر نوم جنګيږي، تاسو ته به اجازه درکړل شي چې په هر ځای کې جهاد وکړئ. خو له مخې يې وويل: تاسو مشركان ياست، امارت له ای ايس ای (د پاکستان فاسده استخباراتي اداره) ده، (نعوذ بالله) سره تړاو لري. د هغوی په دغه ځواب کې کچه مبالغه او ګمراهي ده، يو چې مجاهدین ته مشرک وايي او بل د دروغو تور دی. دا هماغه تور دی؛ چې اشرف غني او د کابل ادارې به د امارت په مجاهدینو لګولو او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسؤل؛ ښاغلی شیر محمد عباس ستانکزي صاحب دې تور ته ډېر ښه ځواب وویلو. هغه وايي: تاسو لیدلی شئ چې پاکستان په حقیقت کې د ناټو سره په دې اتحاد کې ده (هم هغه اتحاد چې په افغانستان برید کوي). د امريکا ټول اکمالات د پاکستان له لارې کېږي، نو پاکستان څنګه زموږ (طالبانو) مرسته کولى شي؟

له داعش سره نږدې هره ورځ جګړه وه، زموږ له راتګ مخکې هم څو جګړې شوې وې، چې په کې یو طالب (مامک) شهید شوی وو، د مامک پلار هم مجاهد وو او له امریکایانو سره په جګړه کې شهید شوی وو.

مامک چې په کوم غره باندې شهيد شوی وو، هغه مهال د داعش تر ولکې لاندې وو. کله چې مامک شهيد شو، ملګرو يې غوښتل چې له هغه څخه ټوپک واخلي، خو مامک هغه ټوپک ټينګ نيولی وو او پرېنښود. طالبانو ډېره هڅه وکړه، چې ټوپک واخلي، خو مامک خپل لاس ټينګ نيولی وو، په همدې حال کې یو طالب مخې ته راغی او مامک ته یې وویل: مامک! الله دې ستا شهادت قبول کړي، ټوپک دې بېرته راکړه. له دې وروسته بيا د مامک د ټوپک لاس خلاص شو.

زموږ له رسېدو وروسته په درېیمه ورځ زموږ جنګي قومندان یو برید تنظیم کړ، چې زموږ دوو ملګرو پکې برخه واخيسته. يو ملګری هم د شپې د ليدو دوربين متخصص وو، د شپې په جګړه کې، د شپې ليدو دوربين متخصص خورا مهم وي او معمولا د جګړې تمرکز په هغه وي. داعشيان د ځايي خلکو په کورونو کې اوسېدل، د داعشيانو له راتګ سره سم ځايي خلک له سیمې وتلي وو، داعشيانو خپل جنګیالي په کورونو کې دننه ځای پر ځای کړي وو او د باندې يې ماینونه پټ کړي وو.

 د شپې ملګري تعرض ته لاړل. کله چې دوی د داعش سیمې ته ورسېدل، برید پېل شو، طالبانو یو زورور برید پېل کړ، خو ملګرو د ماينونو د چاودلو خطر محسوساوه، جګړې ټوله شپه دوام وکړ. داعشيانو، طالبانو ته ځای نه ورکاوه چې د هغوی مورچو ته نږدې شي، دوی په لوی شمېر لاسي بمونه (ګرنېټونه) درلودل او دوی وخت په وخت لاسي بمونه غورځول، خو طالبانو هم هوډ درلود چې په شا نه شي!

نور بیا…!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version