هېره دې نه وي چې په ۱۹۲۴ کال کې د اتاتورک له لوري د عثماني خلافت له الغا اعلانونو وروسته د خلافت او اسلامي حکومت د بیا برقرارۍ لپاره بیا بیا هڅې شوې دي، په ځانګړي ډول د اهل السنة په منځ کې دا یوه اړتیا بلل کېده، خو پایله یې نه درلوده، په دې اقداماتو کې ګڼو خوارجي حرکتونو او اشخاصو هم دا کار کړی و، چې کېدای شي دا به یې تر ټولو نوې بڼه وه، ځکه چې یوې ترهګرې او تفکیري ډلې هم دا لاره تعقیب کړه او په خپلو ناوړه کړنو یې د خلکو په ذهنونو کې په دې اړه یو بوږنوونکی تصویر ځای پر ځای کړ.
خلافت پر اسلامي ټولنه د حکومت لپاره د اهل السنة فقهې یو سیاست جوړښت او مفکوره ده، چې د ځای ناستي معنی لري او خلیفه به د دین د ساتنې لپاره د محمد صلی الله علیه وسلم استازولي کوي، دا په حقیقت کې یوه معنوي او مادي مقوله ده چې په ټولنه کې د یوه غوره نظام حیثیت لري، خلیفه باید د عدالت، اجتهاد، حواسو، د بدن سلامتۍ، سیاست او تدبیر، مېړانې، قریشي نسب لرونکي وي، ددې لپاره چې خلیفه منعقد شي، باید د عامو خلکو یا د حل و عقد د اصحابو له لوري له هغه سره بیعت وشي.
لکه وړاندې چې یادونه وشوه، د داعش له خوا د خلافت د اعلان ادعا یوه فتنه وه، چې تر شا یې د اروپايي هېوادونو او امریکا استخباراتو او عیسوي تمایل لرونکو مشرانو لاس درلود، په دې برخه کې د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن څرګندونې لا هم په رسنیو کې شته دي چې د داعش په تشکیل کې یې د امریکا له نقش څخه پرده پورته کړې ده.
ددې تر څنګ غربي رسنیو بیا د اسلام د ماهیت، اسلامي دولت او داعش د معرفي په باب پرېمانه خپرونې پیل کړې او دې ته یې د یوه اصیل اسلامي جریان په سترګه وکتل او د اسلامي خلافت لړۍ یې ورته وویله، حتی حکومتونو یې هم ددې زمینه مساعده کړه چې غړي یې په اسانۍ له سختو اروپايي پولو تګ راتګ وکړي.
یو شمېر نورو رسنیو بیا ددې قضیې بل اړخ ته انعکاس ورکړ او د اسلام افراطي بڼه یې ورته وویل او خپل پلویان یې له اسلام سره د مبارزې او مخنیوي لپاره را وبلل، څو خپل هغه ارمان ته ورسېږي چې اسلام د دوی په اصطلاح یو افراطي دین دی، دا په ټوله کې له اسلام نه د وېرې پروژه پیاوړي کوي او د اسلام ضد مفکورې د اروپایانو او امریکا اندونو ته جهت ورکوي، یوه داسې پروژه چې د امریکا په طرحه او د اروپا په مالي تمویل تر سره کېده او کېږي.
بالاخره ویلی شو چې داعشي خوارجو د خپل تاسیس له پیل څخه په بېلابېلو هېوادونو کې د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو د تېر وېستنې لپاره بېلابېلې لارې چارې او وسیلې کارولې دي، څو خپلو ناوړه موخو ته ورباندې ځان ورسوي.
خو دا چې ولې داعشي خوارجو د خلافت او خلیفه له نامه څخه ګټه پورته کړه، یو عمده لامل یې دا دی چې ځوان مسلمانان د خپلو غربي پلوه حکومتونو او دیکتاتورانه نظامونو له لارې سخت ځورېدلي او تش په نامه مسلمانو مشرانو یې په ژوند، تاریخ او سرنوشت بیا بیا معاملې او لوبې کړې دي، دوی د یوې داسې اشارې او فرصت په انتظار دي چې د خپل دین او ارزښتونو ساتنې ته ور ودانګي او داعش ډېر داسې پاک احساسات د خپلو موخو لپاره قرباني کړي دي.
دغه وحشي ډله د وخت په تېرېدو سره دومره رسوا شوې چې اوس یې خپل بادران هم ورباندې باور نه کوي، د سرتېرو او مالي امکاناتو له کمښت سره مخ ده، په داسې حالت کې به ډېره ګرانه وي چې نور د خلافت پر کلمه سیاسي او خوارجي سوداګري وکړي، دا چې په عراق او سوریه کې له ژورې ماتې وروسته وروسته د دوی بلې فرعي څانګې خراسان ته وې او فکر کېده چې دلته به د فتنو جال خپور کړي، د اسلامي امارت له حاکمیت سره یې دا خوب هم اوبو وړی، هم یې پر وړاندې پیاوړی پوځي ځواک موجود دی او هم له واقعي اسلام څخه د خلکو د پوهاوي کچه دومره لوړه شوې چې په دا ډول غولوونکو ادعاوو او تبلیغاتو نه تېر وځي.