د جعلي اسنادو د برابرولو سرچینې او لارې
جعلي اسناد چې د داعش او ورته شبکو لپاره د مالي درغلیو، Benefit Fraud او د هویت بدلون یوه مهمه وسیله ده. دغه اسناد په بېلابېلو لارو ترلاسه کېږي، چې ځینې یې مستقیمې مجرمانه شبکې دي او ځینې د سایبري درغلیو په مټ برابریږي. لاندې یې مهمې تګلارې راوړل شوي.
۱: جعلي اسناد د منځګړو او لابراتوارونو څخه برابرول:
په ډېرو اروپایي او اسیايي هېوادونو کې داسې “تخنیکي لابراتوارونه” او د جعل شبکې شته چې د اسنادو بدلول، نقل یا تولید کوي او په لاندې بڼه چارې ترسره کوي:
۱- متخصص کسان د پاسپورټونو، ID کارتونو او اقامتي اسنادو لوړ کیفیت جعلي نسخې جوړوي.
۲- د اصلي اسنادو د امنیتي ځانګړتیاوو ( hologram، barcode، chip) تقليد کوي.
۳- په قصدي ډول داسې اسناد جوړوي چې د دولتي سکېنرونو او لومړنیو امنیتي ازموینو څخه تېر شي.
۴- دا لابراتوارونه د داعش شبکې لپاره د جعلي اسنادو ستره سرچینه بلل کېږي.
۲: د قاچاقبرو شبکو له لارې:
انساني قاچاقبران او د ناقانونه سفر شبکې د جعلي اسنادو په معامله کې مهم رول لري چې عمده میکانیزمونه یې په لاندې بڼه دي:
۱- قاچاقبران د جعلي پاسپورټونو او پېژندپاڼو سوداګري کوي.
۲- هغه کسان چې اروپا ته د غیرقانوني سفر نیت لري، د دې شبکو له لارې جعلي هویتونه اخلي.
۳- دغه قاچاقي هویتونه وروسته د داعش د مالیې په عملیاتو کې د Benefit Fraud لپاره کارول کېږي.
۴- ځینې قاچاقبران د اسنادو د انتقال یا لېږد لپاره مخفي لاینونه لري چې کشفول یې سخت وي.
۳: د حقیقي اشخاصو د هویتونو غلا (Identity Theft):
دا طریقه په ځانګړي ډول د سایبري جرمونو له زیاتېدو سره پراخه شوې چې په لاندې بڼه ترسره کېږي:
۱- د خلکو شخصي معلومات د هک کولو، ډیټابیس لیکونو یا لیکسایټونو له لارې غلا کېږي.
۲- دا معلومات (نوم، نېټه، پته، ملي نمبر) د جعلي اسنادو د تولید لپاره کارول کېږي.
۳- د هویت ریښتینی مالک هېڅ خبر نه وي چې په نوم یې د ټولنیزو مرستو غوښتنه ثبت شوې ده.
۴- داعش ډله ځینې وخت د هغو کسانو هویت غلا کوي چې په اروپا کې ژوند کوي خو له اړوند سیستمونو سره کم تعامل لري.
۴: د خلکو د اسنادو په بدل کې د پیسو ورکړه یا غلا:
برسېره پر جعلي جوړښتونو، داعش ډله له خلکو ریښتیني اسناد هم اخلي، ځینې په رضا، ځینې په زور، او ځینې د پیسو په ورکړې. دا کار په څو ډولونو کېږي:
۱- مستقیماً مرسته اخیستونکي کسان خپل کارتونه او اسناد د پیسو په بدل کې ورکوي.
۲- بېکوره، روږدي یا اقتصادي ستونزې لرونکي کسان د څو سوو یورو په بدل کې خپل اسناد پلوري.
۳- د جیبي غلو او کور غلو له لارې اسناد غلا کېږي.
۴- وروسته دغه اسناد په جعلي معلوماتو بدلېږي او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي.
۵۱ دا طریقه ځکه اغېزمنه ده چې اسناد اصلي وي او د کشف امکان یې کم وي.
د سیستم د ناوړه استفادې طریقه
کله چې جعلي اسناد، بدل شوي هویتونه او غلا شوي معلومات د مجرمو شبکو لاس ته ورشي، د ټولنیزو مرستو سیسټم په ډېرې اسانۍ سره د درغلۍ هدف ګرځي. دا کړنه د داعش مالي شبکو ته یوه مهمه او دوامداره سرچینه برابروي، د جعلي یا غلا شوو اسنادو په کارولو سره، مجرم کسان د مختلفو هویتونو لاندې د مرستو په پروګرامونو کې ځان شاملوي. د دې کار له امله یو شخص په یو وخت کې د څو کسانو (Multiple Identities) په توګه ثبت کېږي.
څه ډول ناوړه استفاده کېږي؟
۱- څو نومونه، څو غوښتنې
درغلګر کولی شي د یو نوم لاندې د بېکاري مرستې واخلي، د بل نوم لاندې په کورنۍ مرستې کې ځان ثبت کړي، د درېیم نوم لاندې د پناه غوښتنې یا دجګړې قربانیانو لپاره ځانګړې مرستې ترلاسه کړي.
۲- د څو هویتونو په نوم مرستې اخیستل
یو کس د جعلي اسنادو په مرسته په لاندې ډول څو چنده امتیازات ترلاسه کوي؛ د دوو مختلفو هویتونو په نوم فایدې، د درېیو مختلفو نومونو لاندې د بېکاري او کورنۍ ملاتړ مرستې، حتی تر څلورو هویتونو پورېثبت کېدل، چې هر یو یې جلا جلا مرستې ترلاسه کوي.
په ډېرو اروپایي قضیو کې ثابته شوې چې یو کس د درې یا څلورو هویتونو په کارولو سره د میاشتې په لسګونو زره یورو ترلاسه کړي.
۳- د دولت د څار له مخه تېریدل
لاندې درې عوامل سبب ګرځي چې دغه درغلۍ ډېر وخت د څار له سترګو پټې پاتې شي:
۱- هویتونه په مختلفو ښارونو او ایالتونو کې ثبت کېږي
۲- د اسنادو په چپس، بارکوډ او ډیټابیسونو کې جزوي بدلونونه راوستل کېږي
۳- د بېلابېلو نومونو لپاره جلا بانکي حسابونه کارېږي
په دې لړ کې د جعلي اسنادو کیفیت دومره لوړ وي چې د ډېری اداري کارکوونکو یا اتومات سیسټمونو له ازموینو تېر شي.
