د داعش خوارجو مالي سرچینې

ولید ویاړ

#image_title

د داعش پروژې د ایجاد، تاریخ او تر ټولو ستره مخه او موخه د اسلامي شریعت، ارزښتونو، مشرانو او واقعي شرعي نظام نوم بدي ده، دوی ته په ورکړل شوې هره صلیبي پروژه کې د یادو شویو موخو په کلیاتو کې کوم بدلون نه راځي، یوازې د سیمې، شرایطو او امکاناتو په بدلون سره په جزییاتو کې د نوعیت بدلون راځي.

 

نور هر څه په هم هغه یوه او ټاکل شوي منحرف مسیر روان دي، چې الحمدالله بیا هم خپلو موخو ته نه رسېږي او په ځانګړي ډول افغانستان کې یې هر ډول شوم ارمان له خاورو سره خاورې شوی او د خپلو اعمالو په سزا رسېدلي دي.

 

وروستی غوره بېلګه یې په غور او کونړ کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لوري د دوی د ځالو ړنګول او رسوا کول و، لکه مخکې مو چې وویل، خوارج د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره په هېڅ شي هم صرفه نه کوي، ځکه غواړو چې د هغوی د تمویل په سرچینو لږ رڼا واچوو:

الف: بهرنۍ سرچینې:

په بهرنیو سرچینو کې، چې د خوارجو اساسي سرچینې ګڼل کېږي، په حقیقت کې د دوی د رامنځته کوونکو یا غربي او صلیبي بادارانو بسپنه، د رسمي او نا رسمي ادارو ځانګړې شوې پیسې دي چې په حقیقت کې د غربي هېوادونو د بهرني سیاست او د اسلامي هېوادونو د لا کمزوري کولو او اسلام بدنامولو پالیسي ده؛ پلي کوي.

 

په دې کې یوازې سپین چکونه او یا هم د پالیسي په بدلون سره د طرحه شوي پلان لګښتونه ورکول کېږي، چې د امریکا، پاکستان او انګلستان د استخباراتي ادارو او اجیرانو په لاس یې تر لاسه کوي، حتی د اشغال پر مهال خو د هغوی له مخامخ پوځي او اکمالاتي ملاتړ څخه هم برخمن و؛ البته تر دې دمه په افغانستان کې د وژل شوو خوارجو د تمویل او را استونې ټولې سرچینې په تاجکستان او پاکستان کې ثابتې شوې دي.

ب: تر لاس لاندې سرچینې

دا چې داعش خوارج هم د خپلو بادرانو له لوري د ورکړو موخو لپاره په ورکړو پیسو کې درغلي او فساد کوي او هم د خپلو شخصي کاروبارونو، عیش او نوش لپاره ځینې تر لاس لاندې سرچینې لري، یو شمېر یې په لاندې ډول دي.

۱-لارشکونې

که څه هم خوارج په افغانستان کې د پښو اېښودنې ځای نه لري او هر ځل له را څرګندېدو سره له منځه وړل شوي دي، خو په عراق او نورو سیمو کې ثابته شول چې هر ځل یې د موقع په تر لاسه کولو سره لویې او وړې لارې نیولې او په یوه او بل نامه یې له لارویانو څخه پیسې او ګاڼې لوټلې دي.

۲-د تاریخي اثارو غلا

دا چې د اسلامي هېوادونو اکثره سیمې د پخواني تاریخ او عظمت نښې او تاریخي میراثونه لري، داعش خوارج د خپلو موخو د تمویل لپاره ډېر ځله دا پټ او ښکاره میراثونه غلا کوي او بیا یې په خپلو بادرانو او تور بازار کې پلورلي دي.

۳- برمته کول او انساني قاچاق

برمته کول یا اختطاف د خوارجو طبیعي عادت دی، دوی حتی په ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو هم صرفه نه ده کړې؛ له لاس رسي وړ ځای څخه یې په زور او پټ مخ تښتولي او وروسته یې د هغوی له کورنیو څخه د ډېرو پیسو غوښتنه کړې او ډېر ځله داسې هم شوي چې د غوښتل شوو پیسو تر څنګ یې تښتول شوی کس هم وژلی دی، د خپلو ناولو لیکو لپاره یې ماشومان هم په زور وړي او ګومارلي دي.

۴-باج اخیستنه

په ګڼو مواردو کې، داعش خوارجو له شتمنو وګړو، رسمي او نا رسمي ارګانونو او سوداګرو څخه باج اخیستی او د انکار په صورت کې یې هغوی په مرګ او زندان ګواښلي، وژلي او یا یې هم له منځه وړي دي.

۵- وسله والې غلاوې

وسله والې غلاوې د خوراجو ورځنی عادت دی، دوی چې په هر څه کې پیسې لیدلې، که کور وي، هټۍ، یا بل کارځای؛ نو د خپلو ګومارل شوو قاتلانو په وسیله یې ورڅخه پیسې وړې دي او بېرته خپلو ځالو ته تښتېدلي دي.

۶- د کانونو او طبیعي شتمنیو لوټل

کانونه او طبیعي شتمنۍ چې د قانون له مخې بیت المال دی او ملي شتمني ګڼل کېږي؛ خوارجو ډېر ځله ورباندې چاپې وهلې او د خپلو شومو موخو او ناوړه پلانونو د مخته وړلو لپاره یې ورڅخه مادي ګټه پورته کړې ده.

۷-د غنیمت په نامه ولسي شتمني لوټل

دا چې داعش خوارج خپلو شکونو او جګړې ته په اصطلاح د سپېڅلې مبارزې په سترګه ګوري، په پخوا وختونو کې ثابته شوې ده، چې ډېر ځله یې د کوم کلي، سیمې او محلې ته د ننوتلې پر مهال د خلکو له کورونو، کارځایونو او جیبونو څخه پیسې او ګران بیه توکي په دې قصد لوټلي چې ګني غنیمت او دوی ته روا دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

هرماس الافغاني
Exit mobile version