کله چې موږ د داعش پدیدې ته په ژوره او هر اړخیزه توګه وګورو، یو تریخ حقیقت ځان راښکاره کوي، د خوارجو دا تکفیري ډله یو ناڅاپي اسلامي حرکت نه و، بلکې یو زهرجن او وژونکی جوړښت و، چې د لوېدیځو قدرتونو له خوا د ریښتیني اسلام د بدنامولو لپاره طرحه شوی و.
د دې تکفیري ډلې له هغه لومړۍ راڅرګندېدو سره سم، د لوېدیځ د ملاتړ څرګندې نښې لیدل کېدې، هیلاري کلنټون په خپلو خاطراتو کې په ښکاره توګه اعتراف کوي چې په منځني ختیځ کې د امریکا ناسمې او ناکامې تګلارې د داعش په څېر افراطي ـ تکفیري ډلو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړه. دا اعتراف څرګندوي چې د داعش ډله په تصادفي ډول نه ده راپیدا شوې، بلکې د دقیقو استعمارې حسابونو پایله وه.
د افراطي ډلې داعش د جوړېدو بنسټیز هدف روښانه وو، نړۍ ته د اسلام یو تحریف شوی، خشن او غیرانساني انځور وړاندې کول. د لوېدیځو قدرتونو مشران، چې په انساني مکتبونو لکه اومانېزم، لیبرالیزم او پانګوالۍ نظام کې خپلې ګټې لټوي، د دې وژونکې او تاوتریخجنې ډلې په ملاتړ سره یې هڅه کوله چې اسلام د نړۍوالو په سترګو کې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ دین معرفي کړي.
خو له بده مرغه، داعش په بشپړه توګه هماغه کار وکړ چې طراحانو یې غوښتل، عامه اعدامونه، جنسي غلامۍ، عامه وژنې او نور وحشتناک جنایات، چې لوېدیځ رسنیو په هغو باندې د «اسلامي دولت کړنې» نوم ایښی و. په داسې حال کې چې ریښتینی اسلام د رحمت، عدالت او انساني کرامت دین دی، نه د وحشت او جنایت.
د اسلامي نړۍ په کمزوري کولو کې د داعش رول هېڅکله له پامه نه شي غورځېدلای. داعش د فرقوي اختلافاتو په پارولو، د اسلامي پر ټولو ډلو برید کولو او د مذهبي تشدد په خپرولو سره، د استعمار هماغه پخوانۍ تګلاره «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» عملاً پلي کوله. په داسې حال کې چې قرآن عظیمالشان وايي: «واعتصموا بحبلِ الله جمیعاً ولا تفرّقوا» (او تاسو ټول د الله رسۍ ټینګه ونیسئ او مه ویشل کیږئ)، داعش د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې په رامنځته کولو سره د استعمار ناوړه موخو ته خدمت وکړ.
د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د داعش معنی لرونکې چوپتیا د دې ډلې د تړلتیا د لویدیځ سره یو بل څرګند دليل و. داعش له یوې خوا ځان د «کفر» پر وړاندې د جهاد مدعي باله، خو د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو د وژنو په مقابل کې یې هېڅ غبرګون نه درلود. دا څرګند تضاد ثابتوي چې داعش د کفر او بېدینۍ پر ضد نه، بلکې د اسلامي نړۍ پر ضد طرحه شوی و.
نن که څه هم داعش په ظاهره کمزوری شوی، خو د اسلام د بدنامولو لوېدیځه پروژه لا هم روانه ده. د داعش او ورته تکفیري ډلو بیا راڅرګندېدل په بیلابیلو سیمو کې څرګندوي چې استعمار تراوسه هم له همدې ګوډاګي ډلو د خپلو موخو د تحقق لپاره کار اخلي.
زموږ او په ځانګړې توګه د ځوانانو او محصلینو دنده داده چې د اسلام اصلي څېره، چې د رحمت، عدالت، انسانیت او معنویت دین دی، په پوهې، یووالي او ویښتابه نړۍ ته وښیو او اجازه ورنه کړو چې استعمارې دسیسې یو ځل بیا اسلامي امت کمزوری کړي. تاریخ ښودلې چې حقیقت به تل بریالی وي او سپېڅلى محمدي اسلام به د دې ټولو توطئو سره سره تل پاتې او ثابت وي.
