نحمده و نصلی علی رسوله الکریم
اما بعد!
سریزه:
د یوې ډلې، ادارې یا هېواد د دوامداره پرمختګ او بریا لپاره، مالي سرچینې یو له بنسټیزو او نه جلا کېدونکو عناصرو څخه شمېرل کیږي، مالي سرچینې د هغو امکاناتو ټولګه ده چې د پروژو د تمویل، خدماتو وړاندې کولو او د یوې ډلې، ادارې یا هېواد د موخو د تحقق لپاره کارول کیږي، که څه هم فزیکي، بشري او تخنیکي سرچینې خپل ځانګړی ارزښت لري، خو پرته له اغېزمنو مالي منابعو څخه، د هغو کارونه ممکن نه ده.
همدې ته په کتو، د داعش ډلې مالي ځواک د دې لامل ګرځېدلی وو ترڅو یاده ډله د سوریې او عراق په پراخو سیمو له ولکې برسېره، خپل متحدان زیات، په زیاته پیمانه نظامي ځواکونه جذب او یو شمېر ډېر بریالي نظامي عملیات په لنډ وخت کې ترسره او د خپل نفوذ لمن پراخه کړي.
داعش یو له هغو نسبتاً نویو ډلو څخه ده چې په هغوی کې مالي تأمین، له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي، د داعش ډلې له پیدایښت څخه را پدیخوا د خپلو مالي تأمیناتو په خاطر له یو شمېر غیر دولتي سازمانونو او یو شمېر هغو خصوصي افرادو څخه چې د فارس خلیج په څڼډو هېوادونو (په ځانګړې بڼه سعودي عربستان، کویټ او قطر)، کې ژوند کوي استفاده کړې او ترڅنګ يې د یو شمېر غیر قانوني کړنو ترسره کول هم، د دوی یو له اصلي مالي تأمیناتو څخه ګڼل کیږي.
د روسیې هېواد د ستراتیژیکو تحقیقاتو انسټیټوټ په حواله، د هغو ارزونو پر بنسټ چې د آمریکا هېواد لخوا د ۲۰۰۶ز کال د نومبر په میاشت کې ترسره شوې، دا په ډاګه شوه چې (دولة الاسلامیه العراق) د نفتو د قاچاق، برمته کولو، رشوت، او یو شمېرو نورو لارو چارو څخه په استفادې، په کلنۍ بڼه له ۲۰۰ دوه سوه میلونو څخه زیات ډالر لاسته راوړي و.
همدارنګه د CBS News آمریکایې شبکې یو تکړه تحلیل ګر دا زیاتوي چې؛ داعش د خپلې بودجې د تمویل په خاطر، داسې یو لړ تګلارې په لارې اچولي چې محلي او نړیوال عناصر یې په ځان کې رانغښتي دي، داعش ډله د خپل تمویل لپاره ځانګړې ستراتیژي او تګلاره کاروي، دا ډله هڅه کوي ترڅو له مالي اړخه، بشپړه خپلواکه پاتې شي.
همدا رنګه د آمریکا د دفاع وزارت د موندونو پر بنسټ دا ثابته شوې چې، داعش ډله د ۲۰۰۵ز څخه تر ۲۰۱۰ز کال پورې (کله چې ابوبکر البغدادي د دې دلې مشري په غاړه درلودله)، په ډېره کمه کچه په بهرنیو مرستو متکي پاتې شوې وه (تقریباً ۵٪ د دې ډلې عملیاتي بودجه یې پوره کوله)، د کارپوهانو له انده، داعش ډلې سره د یو کال په جریان کې، په اوسط بڼه ۵۰ میلونه ډالر، په بلاعوضه بڼه د فارس خلیج د هيوادونو لخوا مرستې ترسره کېدلې.
هره ډله د خپلو چارو او فعالیتونو د ترسره کولو په پار، ځانګړې ستراتیژي او تګلاره لري او غواړي ترڅو داسې دایمي مالي پشتوانه ولري چې د هغې پر بنسټ وکولای شي خپل تشکیلات زیات، نوی کسان جذب، استخدام، د هغوی معاشات، هغوی ته اعانې،… ترسره کړي، داعش ډلې تر ډېره هڅه کړي ترڅو د مالي اړخه ځان بسیا او په خپلو چارو کې ځان خپلواک وساتي.
داعش ډله په خپل تشکیل کې یو شمېر بهرني بانډونه لري چې هر یو کس ته یې د ملیت او مهارت په پام کې نیولو سره، له خپلې مالي پانګې څخه، د میاشتې په اوسط بڼه له ۳۵۰ څخه تر ۵۰۰ ډالرو معاش ورکوي، همچنان د دې ترڅنګ د دوی د خپلې ډلې وژل شوي شخص مېرمن ته ۵۰ ډالر او د هغه زوی ته، ۲۵ ډالر اعانه او مرسته ورکوله.
د مثال په توګه، که چېرې دا و انګېرو چې داعش ډله مجموعاً ۳۰ زره مسلح پوځ لري نو د دې پوځ میاشتنی معاش، تقریباً تر ۱۰ میلونه ډالر د دوی له عمومي بودیجې، یوازې د دوي مسلح پوځ ته تخصیص شوی دی.
د لیکنو موخې: لکه څرنګه چې مالي سرچینې، د هر فعالیت شاه رګ ګڼل کیږي، د همدې سرچینو وده او کمښت، په فعالیتونو باندې مستقیم او نیغ په نیغه اثر ښیندي، همدې ارزښت ته په کتو او دا چې د دې ډلې دا شاه رګ پرې کړل شي، د دې سلسلې موخې په لاندې بڼه یادوو:
۱: د داعش ډلې مالي سرچیني له پیل څخه تر نن ورځې پورې په بشپړه بڼه پېژندل
۲: د داعش ډلې د مالي سرچینو د لېږد رالېږد لارو چارو پېژندنه
۳: د داعش ډلې د مالي سرچینو د مصرفي لارو چارو پېژندنه
۴: د داعش ډلې عمده مالي ملاتړ کوونکو پېژندنه
۵: د داعش ډلې د مالي سرچینو د منځه وړلو عمده او غوره تګلارې
۶: پر پورتنیو مواردو برسېره، عامه پوهاوی ترڅو ولس او نظام د دې منفورې ډلې له کړنو څخه ځان خبر او په موقع ورڅخه مخنیوی وکړي.