د خوارجو پيژندنه! نهمه برخه

راشد شفيق

د دین په اړه افراط (غلو):

خوارجو په لومړیو کې لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي و، چې د دوی په وړاندې به ستاسې عبادات کم ښکاريږي، همداسې و؛ دوی له یوې خوا ځانونه عابدین ګڼل خو له بلې خوا په تکفیر او افراط کې وروستی مرحلې ته رسېدلي و.

جندب الأزدي رضی الله عنه وايي: “کله چې مونږ د خوارجو د پوځ خواته لاړو، هلته د قرآن داسې غږونه و لکه د مچیو شور.”

دا د خوارجو حالت و، دوی د روژې، لمونځ، او د قرآن د تلاوت ډېر شوقیان و، خو له اعتدال څخه اوښتل او افراط ته داخلېدل، د دوی سخت دریځۍ دوی دې ته کش کړل چې د اسلام له اصولو سرغړونه وکړي، لکه د کبیره ګناه مرتکب تکفیرول.

ځینې لا دومره افراطي شول چې هر ګناه کوونکی، که څه هم ګناه یې وړه وه، کافر، مشرک، او د دوزخ مستحق ګاڼه، لکه څنګه چې په الفصل د ابن حزم رحمه الله کتاب کې دا مسئله واضحه شوې.

دوی د خپلې سخت دریځۍ له امله ټول هغه مسلمانان کافران وګڼل چې د دوی د نظریې مخالف و، هغوی یې یا منافقین بلل یا یې د هغوی د وژلو فتوا ورکوله، ان ځینو له ښځو او ماشومانو سره هم رحم نه کاوه، لکه د “ازارقې” ډله.

د خوارجو د سخت دریځۍ زیانونه:

دا حقیقت دی چې خوارجو، د خپل جهل، سخت دریځۍ او افراط له کبله د اسلام ښکلا بنده کړې وه، دوی د دین د سخت والي هغه لاره خپله کړه، چې نه رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې امر کړی و، او نه یې قرآن کریم تائید کړی و.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له سختوالي منع کړې وه، ځکه سخت دریځي د اسلام له اعتدال او اسانتیا سره په ټکر کې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: “هلاک شول هغه خلک چې په دین کې یې افراط کاوه!” دا خبره یې درې ځله تکرار کړه. (مسلم)

همداراز، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: “دین اسانه دی، څوک چې ورسره سختي کوي، دین به یې مات کړي، نو استقامت وکړئ او اعتدال غوره کړئ.”

دا څرګنده ده چې د خوارجو لاره یوه افراطي لاره وه، چې د اسلام له نرمښت او اسانتیا سره مخالفه وه.

د خوارجو جهالت:

جهل یو لوی آفت دی، او دا د ستایلو وړ نه، بلکې د ملامتۍ وړ صفت دی، جهالت د علم ضد دی، او تر ټولو بد حالت دا دی چې جاهل نه پوهېږي چې دی جاهل دی، که جاهل ددې فکر وکړي چې دی تر نورو ډېر پوه دی، نو دا د حماقت انتها ده.

د خوارجو بنسټ هم په جهل ولاړ و، د دوی اصل مؤسس “ذو الخویصرة التمیمي” و، چا چې ان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: “ای محمد! عدل وکړه، ځکه ته انصاف نه کوې!” (مسلم)

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: “هلاکت دې در شي، که زه عدل نه کوم، نو څوک به عدل کوي؟

د دوی له ستر جهالته دا هم وه، چې د حضرت علي رضی الله عنه نه یې غوښتنه وکړه، چې اول دې خپل کفر ومني، بیا دې توبه وباسي.

علامه ابن حجر رحمه الله وايي: “خوارجو چې کله د خپلو مخالفینو تکفیر شروع کړ، نو د مسلمانانو وژنه یې روا وګڼله، خو د اهل ذمه (غیر مسلم اقلیتونو) ته یې څه نه ویل، او د کفارو پر ضد یې جهاد پرېښود، یوازې د مسلمانانو په وژنه بوخت شول، دا د جاهلانو عبادت دی!”

په پای کې، د دوی د جهل پایله دا شوه چې ځان ته یې هم تاوان واړاوه، او نورو ته یې هم، ځکه چې الله تعالی فرمايي: “ایا مونږ تاسو هغه کسانو ته خبر ور نه کړو چې په خپلو اعمالو کې تر ټولو زیات تاواني دي؟ هغوی چې د دنیا په ژوند کې یې خپل کوښښونه ضایع شول، خو هغوی ګمان کاوه چې دوی ښه کار کوي!” (الکهف: ۱۰۳-۱۰۴)

Exit mobile version