د خوارجو په وړاندې د مسلمانانو مکلفیت

فاروق خراساني

#image_title

د خوارجو پر وړاندې د مسلمانانو دریځ په اسلامي تاریخ او شریعت کې په ښه توګه روښانه شوی دی، خوارج هغه ډله وه چې د اسلام له اصلي تعلیماتو څخه منحرفه شوې وه او افراطیت یې خپراوه.

په اسلامي لارښوونو کې خوارج د تاوتریخوالي او سخت دریځۍ له امله غندل شوي دي او د دوی کړنې د اسلامي ارزښتونو پر ضد ګڼل شوې دي.

دا احتمال ډېر کم دی، چې خوارج دې د اسلام اصلي تعلیماتو ته غاړه کښېږدي؛ ځکه چې د دوی بنسټیز باورونه او طرز – فکر له اصلي اسلامي لارښوونو څخه ډېر لرې و، دوی افراطي، سخت‌دریځه او تندلاري عقاید لرل او په خپلو کړنو کې یې تاوتریخوالی او سخت چلند غوره کړی و، چې په پایله کې یې د بې ګناه خلکو وینې تویولې.

د اسلام د تاریخ په ترڅ کې مسلمانانو هڅه وکړه چې خوارجو ته د اسلام معتدل او سم مفاهیم وړاندې کړي، خو د دوی ډېری پلویانو رد کړل.

د خوارجو فکرونه دومره ژور و چې دوی ځانونه له نورو مسلمانانو پورته او برحق ګڼل او هر څوک چې د دوی له عقایدو سره موافق نه وو، دوی د ایمان له داېرې بهر بلل.

د دودی د افراطي دریځ او فزیکي شتون په وړاندې، مسلمان مکلف دی، تر څو د شریعت په چوکاټ کې لاندې قدمونه واخلي.

١- د حق لارې ته بلنه:

مسلمانان مکلف دي، چې خوارجو ته د نرمۍ او حکمت له لارې د اسلام اصلي لارښوونې او معتدل دریځ ور وښيي؛ که د خدای خوښه شوه او دوی د پوهې او منطق له لارې قناعت وکړ، نو دا غوره حل دی.

٢- له تاوتریخوالي څخه د مخنیوي هڅه:

خوارج په خپلو عقایدو کې افراطي دي او تاوتریخوالی خپروي، لیکن اسلام مسلمانان له بې ځایه تاوتریخوالي منع کوي؛ نو پکار ده چې د خوارجو پر وړاندې هم لومړی هڅه باید دا وي چې د سولې له لارې حق ته دعوت شي.

٣- د جنګ له لارې یا حق پرې ومنل شي او یا ووژل شي:

دا هغه صورت دی، چې خوارج په تاوتریخوالي لاس پورې کړي او امنیت ته ګواښ پېښ کړي، لکه نن چې په افغانستان کې د دوی یوې ډلې (داعش) حق تر پښو لاندې کړی دی او د مسلمان په ناحقه وژلو ته یې کار ویلی.

په دې صورت کې هر مسلمان او د اسلامي نظام امنیتي ارګانونه کلک مکلف دي، ترڅو د مسلمانانو د امنیت او ثبات لپاره، د اختلافاتو د مخنیوي لپاره او د اسلامي نظام د تحفظ لپاره د جنګ له لارې یاده فتنه دفع کړي.

په دې اړه د حضرت علي رضی الله عنه دوره هم یادېدلای شي؛ کله چې خوارج د جګړې او فتنې سبب وګرځېدل، نو علي رضی الله عنه د دوی پر وړاندې نظامي اقدام وکړ.

د دوی افراطي نظریات د اسلامي اخلاقو او معتدل فکر پر ځای د تعصب، کرکې او سخت‌دریځۍ انګیزې خپروي، که دا فکر په ټولنه کې خپور شي، نو خلک به د دین له اصلي روح څخه لرې او د سخت‌دریځۍ پر لور مخه کړي.

په همدې اساس ویلای شو، چې که (خوارج) همداسې بې کنټروله پرېښودل شي، نو د اسلامي امت دیني، ټولنیز او فکري جوړښت ته ترې جدي ضرر رسېدلی شي؛ ځکه خو اسلامي تاریخ کې د خوارجو پر وړاندې د مبارزې لپاره جدي اقدامات تر سره شوي هم دي، ترڅو د امت یووالی، امنیت او پرمختګ خوندي پاتې شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version