پنځمه برخه!
د خوارجو سره په تعامل کې سلف صالح او په سر کې یې صحابه کرام دریځ تند او قاطع وو، د امام علي بن ابي طالب رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د یوې اسلامې ډلې په توګه د خوارجو لمړی اغیزمن ظهور سره سم علي بن ابي طالب رضي الله عنه په لومړي سر کې دوی ته عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ور ولیږه، تر څو د دوی ګمراهي وروښيي او د دوی ټول فکري مشکلاتو ته، چې دوی یې دې حد ته رسولي ور ځواب کړي، نو دوی څخه دریمه برخه یې له خپل ناسم فکر را وګرځیدل او باقي يې په خپل دريځ او خروجیت ټینګ پاتې شول.
علي رضي الله عنه چې په دې وخت کې شرعي حاکم او د اسلامي امت ولی الامر و په توري فیصله وکړه او د رسولﷲ ﷺ د وصیت تطبیق یې وکړ، چې فرمایي: هُمْ شَرُّ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ، طُوبَى لِمَنْ قَتَلَهُمْ وَقَتَلُوهُ، يَدْعُونَ إِلَى كِتَابِ اللَّهِ وَلَيْسُوا مِنْهُ فِي شَيْءٍ، مَنْ قَاتَلَهُمْ كَانَ أَوْلَى بِاللَّهِ مِنْهُمْ. [رواه أبو داود].
ژباړه: هغوی بدترین خلک او مخلوقات دي، خوشبختي ده د هغه چا لپاره، چې دوی ووژنې او یا د دوی په لاس ووژل شي، د ﷲ تعالیٰ کتاب ته به بلنه کوي، خو دوی به پخپله د هغه څخه لرې وي او چا چې دوی سره جګړه وکړه، هغه به د دوی څخه ﷲ تعالیٰ ته برحقه وي.