د خوارجو لقبونه!

محب الرحمن مخلص

نن د خوارجو پر القابو بحث کوو، دا بحث ځکه مهم دی چې دې خناسانو او دجاليانو د پيغمبر اکرم صلی الله عليه وسلم سره، او د رسول الله د هغه شيرينو ملګرو سره دښمني په غاړه اخیستې وه، چې په خپله رسول الله يې په اړه فرمايلي دي: “اصحابي کالنجوم، بأيهم اقتديتم اهتديتم”، او بيا په صحابه وو کې هغه صحابه چې رسول الله مبارك ته نسبتاً تر نورو ډير ګران او ډير ور نږدې و.

د دوی ددې ښکاره دښمنۍ له امله د وخت پيغمبر اکرم صلی الله عليه وسلم، صحابه کرامو او أئمه کرامو دوی ته بيلا بيل لقبونه ورکړي دي.

د اسلام په اوائلو کې خوارج په “القراء” سره پيژندل کېدل، دا ځکه چې دوی به د قرآن عظيم الشان تلاوت بغير د کوم فقاهت او علم پرته ترسره کاوه، پدې معنا چې د قرآن عظيم الشان په تفسیر او تأويل به يې علم نه درلود او د خپل نفس په طريقه به يې تفسير و تاويل پکې کاوه.

حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه په فتح الباري کې ليکي:

“يقال لهم القراء لشدة اجتهادهم في التلاوة والعبادة، إلا أنهم کانوا يتأولون القرآن علی غير المراد منه، ويستبدون برأيهم…..”

خوارجو ته قراء ځکه ويل شوي، چې دوی به په عبادت او تلاوت کې ډير سخت کوښښ کاوه، هو! مګر دوی به د قرآن عظيم الشان آياتونه د حقيقي معنا په پرتله، د خپلې رأيې او هوا له مخې تفسيرول.

يعني: د آيت شريف چې کومه حقيقي معنا وه، هغه به يې نشوای را ايستلی، ځکه دوی قراء و، نه د فقهې؛ څوک چې يوازې قراء د قرآن شي، او فقه پر خپل حال پريږدي، نو هغوی ته به د آياتونو حقيقي معنا او مراد څه ور معلوم شي؟ د آيت پر تفسير او تاويل به يې څه سر خلاص شي؟ نو معلومه ده، پداسې حال کې به د آيت مبارك معنا د خپل نفس مطابق کوي، تفسير او تاويل به پکې له ځانه کوي

لکه څنګه چې ابن حجر عسقلاني په خپل کتاب کې ويلي و: “همدغه د “القراء” لقب چې دوی ته ورکول شوی وو، اوس نه مستعمليږي، دا ځکه چې په مرور د وخت سره دوی هغه څه وکړل، چې هغوی ته “القراء” نه، د کوم بل لقب ورکولو ضرورت و.”

له هم هغه لقبونو څخه يو لقب، چې ډير مشهور دی د “الخوارج” دی، د ياد لقب اطلاق ځکه پر دې ډلې شوی، چې د دوی اقوال، افعال او اعمال د دين اسلام له هم هغه قواعدو او اصولو خارج دي، چې د مسلمانانو لپاره وضع کړی شوي دي.

د لوړ عنوان اړوند يو څه احاديث به ذکر کړو، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې يادونه کړې ده، چې خوارج څوک او څنګه ډله ده؟

رواه البخاري بسنده عن يسير بن عمرو قال: قلت: لسهل إبن حنيف هل سمعت رسول الله “صلی الله عليه وسلم” يقول في الخوارج شيئا.؟

قال: سمعته يقول – و أهوی بيده قبل العراق –

“يخرج منه قوم يقرؤون القرآن لايجاوز تراقيهم، يمرقون من الاسلام مروق السهم من الرمية”

صحيح البخاري- رقم الحديث: 6934.

په دې حديث مبارك کې، که څه هم د خوارجو د “نوم” اړوند صراحت ندی شوی، مګر اوصاف يې ذکر شوي دي؛ هو! له دې ور هاخوا دا يوه خبره پکې معلومه شوه، که څوک دوی پيژني، هغه يې د خوارجو په نوم پيژني، لکه څنګه چې يسير بن عمرو د سهل به حنيف څخه پوښتنه د “الخوارج” تر لفظ لاندې کړې ده.

په يو بل حديث کې چې د “الخوارج” په نوم باندې تصريح ورباندې شوې، او تصريح هم بالذات رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک ورباندې کړې، او هم هغه حديث د إمام احمد په شمول ډيری أئمه عظامو “رحمهم الله” را نقل کړی دی.

وقد ورد التصريح باسم الخوارج في حديث رواه الإمام احمد وغيره عن عبد الله بن أبي أوفی “رضي الله عنه” قال: سمعت رسول الله “صلی الله عليه وسلم” يقول: “الخوارج هم کلاب النار”

په دې حديث مبارك کې، چې څنګه زمونږ توقع وه، د هغه نه هم په سختو ټکو سره رسول الله مبارك ياد کړي دي، کفايت يې يوازي د “الخوارج” په نوم ونه کړ، بلکې کلاب النار د “جهنم سپي” يې وبلل او يقيناً هم خوارج به د جهنم سپي وي.

ويمکن أن يکون هذا الوصف ماخوذا من لفظ الخروج الوارد في بعض الاحاديث کقوله: “صلی الله عليه وسلم” “يخرج في هذه الأمة….” رواه البخاري و مسلم: برقم:۱۰۶۵.

وفي لفظ “سيخرج قوم” رواه البخاري و مسلم: رقم: ۱۰۶۶.

وهذا ما فهمه الصحابة “رضي الله عنهم” کما في حديث سهل بن حنيف السابق، وأما تسمية الصحابة الخوارج بهذا الإسم واشتهار ذلك في زمنهم فهو أمر ثابت، و من ذلك ما سبق في خبر سهل بن حنيف “رضي الله عنه”.

Exit mobile version