د خوارجو او باغیانو همغږي؛ د اسلام د دښمنانو ناکامه دسیسه

ابواسامه خراساني

#image_title

کله چې د داعشي خوارجو او د بغاوت د ډلې د یووالي خبره کېږي، نو دا کېدای شي د ځینو کسانو لپاره حیرانوونکې او حتی ناممکنه ښکاره شي، ځکه چې د دې دواړو ډلو موخې او غوښتنې بېخي متفاوتې او هر یوه د جلا موخې لپاره وسله را اخیستې ده.

د بغاوت ډله د شریعت د قوانینو ختمول، د اسلامي نظام ړنګول او د غرب پوسېدلي نظام د ډيموکراسۍ تر نامه لاندې د جګړې لپاره ولاړه ده، په داسې حال کې چې داعش خوارج خپله موخه د اسلامي شریعت پلي کول بولي.

نو څنګه ویلای شو، چې دا دواړه ډلې له دوو بېلابېلو بیرغونو او شعارونو لاندې سره یو ځای شوي دي او د افغانستان د اسلامي نظام پر وړاندې ګډ مخالفت کوي؟

د دې کسانو د پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي، چې د دې مسئلې د روښانه کولو او د ښه پوهېدو لپاره کافي ده، چې څو ټکي په پام کې ونیسو:

۱:- هغه څه چې داعش خوارج او د بغاوت ډله یې ادعا کوي؛ د څو تشو شعارونو نه زیات څه نه دي او د دوی اصلي موخه بله ده.

د بېلګې په توګه، داعش خوارج د باطلو جګړو او د بې‌ګناه خلکو د وینو د تویولو اساس دا ګڼي، چې د دوی مخالفین د اسلامي شریعت پلي کولو کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې د جمهوریت د لاسپوڅي نظام د سقوط وروسته؛ اسلامي امارت په افغانستان کې شریعت پلي کړی دی، نو د دې مخالفت او جګړې دلیل څه دی؟

په همدې توګه، د بغاوت ډله هم د بشر د حقوقو، د ښځو د حقوقو او د افغانانو د ښه ژوند لپاره د ډیموکراسۍ د ټینګښت شعارونه ورکوي، په داسې حال کې چې د شل کلن اشغال پر مهال؛ د همدې مفسدینو تر واک لاندې، نه مسلمانې ښځې په امان وې؛ نه د افغان ماشومانو د وژلو مخنیوی وشو او نه هم د ډیموکراسۍ نظام د خلکو کومه ستونزه هواره کړه.

۲:- کېدای شي، د خوارجو او باغیانو شعارونه له یو بل سره متفاوت وي؛ خو باداران او اربابان یې چې همدا طاغوتي امریکا او د سیمې او نړۍ استخباراتي ادارې دي، هدف یې یو دی؛ چې هغه هم د افغانستان څخه د اسلامي نظام ختمول دي.

هغه هدف چې د کُفري پوځونو له ماتې وروسته، په افغانستان کې اوس د دوی نیابتي ډلو ته پاتې شوی او لکه څنګه چې له پخوا ویل شوي، هر هغه څوک چې ډوډۍ ور کوي امر هم ور کوي.

۳:- له دې امله چې د دې دواړو ډلو هڅې، د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ او په سیمه او نړۍ کې د پراخو تبلیغاتو سره سره، بیا هم ناکامې شوې او څه یې چې په لاس نه راوړل؛ نو د یو بل د ټنګښت لپاره سره متحد شول.

خو د خپلو دوکه ‌خوړلو او ناپوه پیروانو د راضي ساتلو لپاره یې دا اتحاد پټ کړ، تر دې چې په وروستیو عملیاتو کې د اسلامي نظام د زړورو سرتیرو لخوا د دوی له کثیفې څېرې پرده پورته شوه او نور حتی په خپلو پلویانو کې هم حیثیت نه لري.

د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته، په فکري او رسنیزو مبارزو کې هم خوار او ذلیل شول او ژر به وي، چې د دې فاسدو ریښې په افغانستان کې په بشپړ ډول وچې شي، ان‌شاءالله.

عاصم جلال
Exit mobile version