د حکومت جبر او د بنګلدیش عوام

ماهر بلال

#image_title

بسم الله الرحمن الرحیم

تر هر څه مخکې د بنګلدیش له مسلمانانو سره خپله خواخوږي شریکوم او بالخصوص هغو ته د زړه له تسلیت وړاندې کوم چې د حکومت په وحشتونو کې ورته زیانونه رسیدلي، مړه شویو ته یې جنت، زخمیانو ته یې عاجله شفاء او د دوی برحقه کامیابي غواړم.

 

د بنګلدیش تاریخي قدامت د هندوستان او پاکستان له سیمه ییز بیلتون سره تړاؤ لري، کله چې پاکستان له هند ازادي واخیسته نو بنګلدیش هم د پاکستان په حصه کې ورسېد چې هغه وخت به یې ورته مشرقي پاکستان وایه خو څو کلونه لا نه وو تېر چی بنګلدیشي ولس د پاکستاني ظالم او جابر حکومت څخه په ډېر هوښیارتوب او میړانه ازادي واخيسته، له دې هر څه تېرېږم راځم اساسي خبرو ته؛ له څو اونیو راهیسې په بنګلدیش کې د حکومت او عوامو خصوصاً محصلانو ترمنځ ناندرۍ روانې وې، د بنګلدیشي عوامو چې اکثریت یې د پوهنتون د محصلانو دی، غوښتنې یې دا دي چې د کواټا یا په بله اصطلاح د اضافي امتیاز هغه برخه چې د بنګلدیش هیواد ځینو کورنیو ته ورکول کیږي یا ختمه شي یا هم تر ډېره بریده دغه امتیاز راکم کړل شي، ځکه دې کې د عامو هیوادوالو حقوق ضایع کیږي او دوی نشي کولی خپل حقوق په سالمه او کامله توګه ترلاسه کړي خو بنګلدیشي حکومت چې مشري یې یوې دیکتاتورې زنانې کوله، د دې خبرو منلو ته تیار نه وه، بنګلدیشي عوامو هم مظاهرو ته زور ورکړ.

 

په بل طرف کې حکومت هم د تش لاس مظاهره چیانو په وژلو لاس پورې کړ او د هرې ورځې په جریان کې یې د لسګونه بې ګناه هیوادوالو په شمول بې وسلې محصلانو وژل او بندیانول چې تردې دمه د وژل شویو شمېر له یو نیم زرو اوښتی، زخمیان هم بې شمېره وو او بندیان هم.

 

لله الحمد د بنګلدیشي مسلمانانو زحمتونو رنګ راوړ او دیکتاتوره مشره یې هند ته وتښتېده او هیواد یې پریښود.

 

د دې ټولو ظلمونو ترڅنګ د نړیوالو تش په نوم بشري سازمانونو وظیفه جوړیدله/جوړیږي چې د مظلومانو لاسنیوی یې کړی وای او د دوی سره د حق د اخیستلو په برخه کې ولاړ وای خو لکه څنګه چې د دې شیطاني، دجالي او استخباراتي سازمانونو ګټې پکې نه وې نو ځکه یې پرې خاشه اچولې او دا موضوع یې حاشیې ته کړې، د دغو دجالي سازمانونو حیثیت له دې درک کولای شئ.

 

دې سازمانونو ټول وخت نه یوازې افغانستان کې بلکې ډیری غریبو هیوادونو کې لکه؛ افریقا، سومالیا، شام، عراق، پاکستان او نورو سيمو کې تل خپلو ګټو ته اولویت ورکړی، ټول هغه څه چې د ملت د ګټې په نوم یې کړي یو هم کوم ملت ته د ګټې نه دي بلکې تاوانونه دي.

 

نن ورځ د بنګلدیشي مسلمانانو زحمتونو رنګ راوړ او بریالي شول، دوی ته دې مبارک وي.

 

زه د یو مسلمان په حیث خپلو بنګلدیشي وروڼو ته د اسلامي ورورګلوۍ/اخوت په اساس یوه نیکه مشوره او نصیحت کوم چې له اسلامي نظام څخه بغیر بل هېڅ داسې کوم نظام یا بنسټ نشته چې ستاسو دا اساسي ستونزې په اساسي شکل حل کړي، نو هڅه وکړئ چې په خپل هېواد کې اسلامي او شرعي نظام نافذ کړئ. داسې چې بیا دپاره هېڅ ظالم درباندې خپل ظلم او ستم مسلط نکړي او د اوس دپاره درسره ښه موقع ده چې استفاده ترې وکړئ. له افغانانو یې زده کړئ.

 

وما علینا الا البلاغ…

هرماس الافغاني
Exit mobile version