د تحرير الشام او داعش توپیر

أحمد عابد

#image_title

نن مې مجازي فضاء کې ځينې داسې څه مخې ته راغلل چې پکې هئيت تحرير الشام مجاهدينو ته له داعش سره تشبيه ورکول شوې وه، چې ګواکې دواړې ډلې د اسلام په تاوان روانې دي؛ نو ځکه مې د بې‌‌پري ليکوال په توګه غوره وګڼل چې د همدې ډلو تر منځ شته توپير لږ تحليل کړم.

 

که څه هم د اسلامي وسلوالو ډلو په منځ کې اوس‌مهال د داعش او هیئة تحریر الشام نومونه په پراخه توګه د نړیوالو رسنیو او څېړنو برخه ګرځېدلي دي، خو د دوی تر منځ ژور فکري، ایډیالوژیک او سیاسي توپیرونه شتون لري چې له یو بل څخه يې جلا کوي.

 

داعش چې د سخت‌دریځه تکفیري مفکورې په درلودلو مشهوره ډله ده، په ظاهره يې د اسلامي خلافت د جوړولو په نوم د نړۍ هر فرد ته دوکه ور کړې ده، خو تحریر الشام د سوريې واکمن نظام په وړاندې په عملي جهاد بوخته وه چې په رښتيا يې جهاد ته کار ويلى دى او دادی نتیجه هم پرې مرتبه شوه.

 

داعش خپل د تکفیر سیاست په بې‌ساري ډول پراخه کړی دی؛ هر څوک چې د همدې ډلې بیعت ونه مني، کافر يې ګڼي؛ خو تحریر الشام ډله د تکفیر په سیاست کې خورا نرمه ده او یوازې د هغو کسانو تکفیر کوي چې ښکاره په کفر بواح اخته وي.

 

داعش ډله د تکفیر حکم یوازې په ویناوو کې محدود نه بولي، بلکې په عملي ډول د سختو سزاګانو لکه وژنې، بندي کولو او ځورونې له لارې دا هر څه پر مسلمانانو عملي کوي او جالبه لا دا چې په داعش کې هر جاهل د فتوى پر منصب ناست دى او ډول ډول ټاپې ورسره دي؛ خو هئية تحرير الشام کې یوازې معتبر عالمان او محاکم د تکفیر فتوا ورکوي او عمومي کسان په دې اړه د پرېکړې حق نه لري.

 

داعش تکفيري ډله ډېری اسلامي عالمان چې د دوی د سخت دریځو کړنو مخالفت کوي، له تکفیر وروسته له منځه وړي او يوازې خپل ځان ته د شریعت استازولي ورکوي، خو تحریر الشام هڅه کوي له اسلامي عالمانو سره اړیکې وساتي او د خپل مشروعیت لپاره د هغوی ملاتړ تر لاسه کړي.

 

داعش ډله په “فوري خلافت” باور لري او ځان د نړیوال اسلامي خلافت استازی ګڼي چې د خلافت د اعلان لپاره هېڅ رنګ شرایطو یا مراحلو ته اړتيا نه ويني؛ حتى په ۲۰۱۴ ميلادي کې یې خلافت اعلان کړ چې ګڼ شمېر ستونزې ترې راوټوکېدې؛ خو تحرير الشام په تدریجي خلافت باور لري چې د اسلامي نظام د جوړېدو لپاره باید لومړي شرایط برابر شي او له هغه وروسته په تدريجي ډول پرمختک وشي.

 

لنډه دا چې داعش او تحریر الشام د ایډیالوژۍ، موخو او تګلارو له پلوه ژور توپیرونه لري؛ تحریر الشام هڅه کوي په سیمه کې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي، اسلامي نظام قائم کړي او د یو معتدل اسلامي مقاومت په توګه فعاليت ولري، په داسې حال کې چې داعش د خپل سخت‌دریځه چلند له امله د بې‌اتفاقۍ، داخلي جګړو او نړیوالې انزوا سبب ګرځېدلی دی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version