دوهم مراد
دویم مراد له خپل پلار محمد چلبي وروسته په (۸۲۴هـ (۱۴۲۱م) کال د هغه ځایناستی شو، په دې وخت کې دده عمر له اتلسو کلونو ډېر نه و، خو د کم عمر له وجې یو لوی واکمن ثابت شو، مراد د خدای جل جلاله په لاره کې له مبارزې سره ډېره مینه درلوده او اروپایي سیمو ته د اسلام رسول یې ارمان و.
هغه په خپل رعیت کې د تقوا، عدل، شفقت او مهربانۍ له کبله ډیر مشهور و، سلطان مراد د هغو ټولو کورنيو بغاوتونو په ختمولو بریالی شو چې مشري یې د ده کاکا مصطفی کوله، له مصطفى سره به د مراد دښمنانو مرسته کوله، سلطان مراد چې له کومو دسیسو، پلمو او ستونزو سره مخ کېده، د هغه تر شا د بيزنطيني واكمن دوهم امانویل هم لاس و؛ ده به مصطفی ته هر ډول مرسته رسوله، تر دې چې د ګالیپولي ښار يې هم کلابند کړ، سلطان مراد خپل کاکا ونیو او اعدام یې کړ.
له ده وروسته به هم دویم امانويل د سلطان په وړاندې پلمې جوړولې، د سلطان ورور یې دده په وړاندې تېر ایسته او لږ وخت لپاره یې د خپل پوځ سپه سالار کړ، تر دې چې د اناتوليا نيقيار ښار يې په خپله ولکه کې راوست، مراد هم خپل پوځ ته د خوځېدو امر وکړ او په تېزۍ سره تر دښمنانو ورسېدل او د مخالفینو پوځونو ته یې ماتې ورکړه.
مخالفین ورته د سر په ټیټولو اړ شول، سلطان د دوی کار تمام کړ او د قسطنطنیې پاچا ته يې د هغه د ترسره شویو توطیو سزا ورکړه، دوی د عثماني لښکرو د ايسارولو هڅه وکړه، خو دا د دوی په وس او توان پوره نه وه، په (۸۳۳هـ / ۱۳۳۱م) بنار ونیول شو او د تل لپاره د عثماني دولت يوه برخه شوه.
سلطان مراد په بالکان کې راپورته شوي بغاوتونه له مینځه یوړل او د سرکښانو د ټکولو لپاره يې لښکر واستاوه، چې هغوی بیا بیلتون غوښتونکي غورځنگونه د تل لپاره ورک کړل، سلطان مراد غوښتل چې په دغو سیمو د عثماني دولت زورور شي، نو په همدې وجه یې د ولاشيا اقلیم د تابع کولو لپاره روان شو.
ولا شیایانو په کلنۍ مالیه ورکولو معامله وکړه، د سربیې نوي پاچا ستيف لازار میتش د عثمانیانو په وړاندې سر ټیټیدو ته اړ شو او تسلیم شو، له سلطان سره یې دوستي وکړه، عثماني لښکر د جنوب په لور ولاړ او د یونان په ښار کې یې د عثماني واک د ترلاسه کولو لپاره لاس په کار شو.
په ډېره لږه موده کې يې د سپېڅلې مبارزې په کولو د البانيا او هنگري ټولې ازادې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، عثمانیان به (۸۳۴هـ / (۱۴۳۱م) د البانیا په نیولو بريالي شول او د يرغلونو مخه یې د دغو سیمو جنوب ته کړه پاتې شوه، شمالي البانيا، نو له هغوی سره د عثمانیانو سخته جګړه را مینځته شوه، د البانیا په غرونو کې له عثمانیانو سره په جګړه کې البانيان بريالي شول، له دې وروسته یې ځينې نور بريدونه هم شند کړل.
که څه هم سلطان مراد په خپله د پوځ مشري کوله عثماني پوځ ته د ماتې په ورکولو سره سخت تاوان ورسید، نصراني هېوادونه د البانيانو تر شا و دریدل او د عثمانیانو په وړاندې يې ورسره مرسته کوله، په ځانګړي ډول بلغاريا حکومت چې له دې خبرې وېرېده چې دې ته نږدې ګاونډۍ امپراتوریاني به د عثمانیانو په ولکه کې راشي، هغه ساحل او بندرونه چې له مدیترانې څخه بهرنۍ نړۍ ته د دوی د رسېدو لپاره يوه ځانگړې لار وه، له دوی څخه به ونیول شي او دوی به په یو کوچني سمندر یعنې (ادریاتیک سمندر) کې بنديان شي، په همدې ډول دویم مراد په البانيا کې خپل حکومت قوي او ټینگ نه کړ.
پاتې شوه د هنگري د جگړې خبره عثمانیانو په
(۸۴۲ هـ / (۱۴۳۸م) کال البانيانو ته ماتې ورکړه او (۷۰۰۰۰) پوځیان یې ورڅخه بندیان کړل، د هنګري د ډېرو سيمو له نيولو وروسته د سربیې او بلغاريې د پلازمېنو د نیولو لپاره مخ په وړاندې ولاړ خو په خپلو هڅو کې بريالي نه شول.