د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دوه دېرشمه برخه

حارث عبیده

د دغو دوو کلاوو تر مینځ (٦٠) فوټه فاصله وه، په دې کې د دننه احاطې لوړوالی (۳۰) فوټه و، چې برجونه پرې جوړ شوي وو، د دغو برجونو لوړوالۍ (٦٠) فوټو ته رسېده، د کلا د باندینۍ برخې لوړوالۍ کابو (۲۵) فوټه وو او يو شمېر برجونه پرې جوړ شوي وه چې له پوځیانو څخه ډک وه.

د دغو کلاوو او اوبو په مټ د پوځي ځواک له نظره دا ښار د نړۍ له کلکو او ټینګو ښارونو و، الله تعالى ورته له څلورو خواو داسې طبيعي دېوالونه او برجونه وربښلي وه چې هغو ته د رسېدلو امکان نه و، له همدې امله یې په سلګونه بریدونه په شا وتمبول؛ هېره دې نه وي چې له دې څخه وړاندې مسلمانانو په ښار (۱۱) بریدونه کړي وه، سلطان محمد فاتح د قسطنطنیې د نیولو چمتووالی بشپړ کړی و، هغه په دې اړه بشپړ معلومات درلودل، ددې کلابندۍ لپاره یې نقشې چمتو کړي وې او پخپله يې د ښار او احاطو د كلكوالي مشاهده کوله.

سلطان د ایډریانوپل او قسطنطنیې تر مینځ د لارې د اسانوالي لپاره عملي اقدامات وکړل، تر څو قسطنطنیې ته د درندو توپونو د لېږدولو لپاره په کې اسانوالی رامنځته شي، له ايډريانوپل څخه تر قسطنطنیې لار توپونو په دوو مياشتو کې ووهله، ښار ته نږدې په مناسبه اندازه کې یې دا توپونه له سرتېرو سره پرېښودل، عثماني لښکر چې مشري یې سلطان محمد فاتح په خپله کوله په (۸۵۷) کې د ربيع الاول د مياشتې په (۲۶) مه نېټه چې د (۱۳۵۳م) کال د اپرېل د مياشتې له (٦) مې نېټې سره سمون خوري قسطنطنیې ته نږدې ورسیدل او پوځ یې سره یوځای کړ.

د ټول پوځ شمېر پنځوس زره او دوه سوه تنه وو، سلطان دوی ته له جذبې ډکه وينا وکړه چې په وینا کې د قسطنطنیې د نیولو زیري، د هغه لښكر او رهبر د غوره والي يادونه شوې وه، سلطان دا هم وویل چې په دې بریا سره به مسلمانانو ته عزت او عظمت ور په برخه شي، سلطان دا بیان په ځانګړي ډول او ځانګړو الفاظو وکړ چې د مسلمانانو د تکبیرونو چيغې په هوا کې خپرې شوې او ټول پوځ له خدای څخه ددې ښار د نيولو دعا وغوښته.

د جګړې په دې لښکر کې ډېرو علماوو برخه اخیستې وه چې له پوځونو سره اوږه په اوږه د خدای تعالی په لار کې د جهاد لپاره راوتلي وو، د علماوو شتون د پوځ جذبه لا پسې پیاوړې کړه، هر سرتېري به په بې صبرۍ د جګړې انتظار کاوه تر څو په دې جګړه کې خپله فريضه ادا کړي.

په دویمه ورځ سلطان پوځ په جلا جلا ډلو د ښار باندنيو غاړو ته مخامخ کړل، دا پوځ یې په دریو لویو ډلو ووېشلو، هغوی له بېلا بېلو اړخونو کلابندي سخته کړه یو لښکر یې له دې درېيو لښکرو وروسته د دوی د مرستې لپاره ټاکلی وو، چې د اړتیا په وخت کې باید له دوی سره مرسته وکړي، دغو احاطو ته مخامخ یې ځای په ځای توپونه نصب کړل، په دغو توپونو کې غوره توپ سلطاني توپ وو چې ډېر لوی او دروند وو، دا توپ ددې ښار طوب قابي دروازې ته مخامخ ځای په ځای شوی وو.

یو شمېر کسان یې ښار ته نږدې په لوړو ځايونو کي وټاکل تر څو د جګړې نظارت وکړي، په اوبو کې يې له ښار څخه شاوخوا عثماني کښتۍ خپرې کړې، ليکن د غټ ځنځیر له امله دا کښتۍ زرین ښکر ته ونه رسېدې، کومې کښتۍ چې مخ په وړاندې تللې وې او هغوی ته یې د نږدې کېدو هڅه کړې وه له مینځه تللې وې، البته عثماني کښتۍ په مرمره سمندر کې د امراء په جزيرو (ټاپانو) بريالي شوي وې او نيولې يې وې.

Exit mobile version