د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! اوولسمه برخه

حارث عبیده

لومړی سلطان بایزید:

(۷۹۱ – ۸۰۵ هـ / ۱۳۸۹ – ۱۴۰۲م)

د سلطان مراد له شهادت څخه وروسته، د هغه زوی بایزید د هغه ځایناستی شو، هغه لوی مېړنی، حوصله لرونکی، عالم او د اسلامي فتوحاتو په اړه احساساتي و، له همدې امله یې د پوځي کارونو په لوري ځانگړې پاملرنه وکړه، د اناتوليا نصراني امارت یې خپله موخه وگرځوله، تر دې چې د همدې کال په نزدې وخت کې یې ټول امارت د عثماني امپراتورۍ برخه کړه، بایزید په بالکاني او اناتولي محاذونو د برېښنا غوندې بريدونه وکړل، چې ده ته په کې د (الصاعقه) لقب ور کړل شو.

د سربیانو په اړه د بایزید تگلاره:

بايزيد له سربیې سره دوستانه اړیکې ټینگې کړې، که څه هم سربیان د عثمانیانو په وړاندې د بالكاني اتحاد د پاڅون لامل و، په دې سره د بایزید موخه دا وه چې د سربیې له دولت څخه د عثماني دولت او هنگري دولت تر مینځ د دیوال په توګه کار واخلي، بايزيد د يو داسې دوست اړتیا محسوسوله   چې په کوچنۍ اسیا کې د اسلامي او ترکي سلجوقي امارت په اړه د هغه په نوې عسکري تگلارې کې په کار راشي.

د دې لپاره بايزيد له سربيانو سره په دې خبرې اتفاق وکړ پاچا (لازار) چې د کوسوو په جگړې کې وژل شوی و، د هغه دواړه زامن به د سربیا په سیمو د هغه ځای د رسم و رواج، قوانینو، روایتونو او عادتونو سره سم حکومت کوي، خو له عثماني امپراتورۍ سره به دوستانه اړیکې ساتي، مالیه به ور کوي او د پوځ یوه برخه به په جگړو کې د یوه جلا ټولگې په توگه د سلطان اردو ته سپاري، سلطان د پاچا لازار له لور سره د واده په کولو د دې معاهدې د ټينگولو هڅې وکړې.

د عثماني واکمنۍ په وړاندې د بلغاريې سر ټيټول:

له سربیانو سره روغې جوړې ته له رسېدو وروسته، په (۷۹۷هـ / ۱۳۹۳م) بایزید په چټکۍ سره د بلغاريې په لور مخته ولاړ او ویې نیوله, له ټولې ابادۍ سره – سره یې د هغوی سياسي آزادي هم د تل لپاره ختمه کړه، د بلغاریې په پرځیدو سره په ټوله اروپا کې ماتم خپور شو، ټول اروپایي قوتونه د مراد له ویرې او دبدبې په لړزیدو شول، صليبي او عيسوي پوځونه زړه نازړه سره یو شول او له بالکان څخه د عثمانیانو د نوم ونښان د ور کولو لپاره ووتل.

د عثماني دولت په وړاندې عيسوي او صليبي اتحاد:

د هنگري پاچا سچسموند او نهم پاپ یونیفارس د عثماني دولت په وړاندې د صليبي او عيسوي اروپایی اتحاد د تبلیغ لپاره و درېدل، دا په ټولو هغو اتحادونو کې تر ټولو ستر اتحاد و په کومو کې چې په څوارلسمې پېړۍ کې له عثمانیانو سره مقابلې شوې وې.

ځکه په دې اتحاد کې د لومړيو اتحادونو په پرتله ډېرې امپراتوریانې شاملې وې او دوی ټول په وسلو، مال او دولت او د پوځونو په راټولولو کې له یو بل سره برخه اخيستې وه، په دې صليبي يرغل کې کابو (۱۲۰۰۰۰۰) جگړه مارو برخه اخیستې وه، چې له بيلا بيلو قبيلو لکه جرمنیان، فرانسویان، انگلیسان، سکاټلیندیان، سویزرلبنديان او د نورو جنوبي سيمو څخه وه.

په (٨٠٠ هـ / ١٣٩٦م) کې صلیبي قوتونه د هنگري په لور وخوځېدل، خو د سردارانو او سچسموند تر مینځ د جگړې وړاندې اختلافات پیدا شول، سچسموند دې خبرې ته ترجیح ورکوله چې صليبي لښکرې باید انتظار وکړي او کله چې عثماني لښکرې برید وکړي نو دوی به بیا جگړه پیل کړي، خو نور سپه سالارانو انتظار نه کاوه.

هغوی له انتظار پرته خپلو پوځونو ته د برید امر وکړ، هغوی د دانوب دریاب ته نږدې ښکته شول، تر دې چې د بالکان په شمال کې نيکوبوليس ته ورسېدل، هلته له رسېدو سره سم یې ښار کلابند کړ، په پیل کې په عثماني لښکرو بريالي شول خو بايزيد چې کله راښکاره شو کابو سل زره عسکر ور سره وه، دا شمېر د اروپايي صليبي لښکرو په وړاندې ډېر لږ و، خو د عسکري نظام په پرتله يې په اروپايي قوتونو فوقیت درلود، نصرانیان مات شول او وتښتېدل، ځينې يې ووژل شول او ډېر مشران يې ژوندي ونیول شول.

په دې جگړه کې عثمانیانو ته ډېر څه په غنیمت پاتې شول او د دښمن ډېرې زېرمې يې خپلې کړې، د پوځ د کامیابۍ په افتخار سلطان بایزید وویل: زه به ایټالیا فتحه کوم او خپل آس ته به په روم کې د سبنت پطروس په قربانگاه کې اوربشې ور کوم.

Exit mobile version