د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! اته څلوېښتمه برخه

حارث عبیده

دویم پاپ بیوس د خپل سیاسي قوت او مهارت په وسیله ډېر تمرکز په دواړو خواوو وکړ، یوه خوا یې دا هڅه وکړه چې عثمانیان د نصرانیت مذهب ومني، د دې موخې لپاره یې د ډالیو پر ځای سلطان ته یو لیک واستاوه، چې په هغه کې یې د نصرانیت د منلو په اړه د مرستې هیله کړې وه، لکه څنګه چې له دې وړاندې یې د قسطنطین او کلوفیس ملاتړ کړی و، پاپ له سلطان سره ژمنه وکړه که چېرته سلطان نصرانیت ومني، نو پاپ به یې ګناهونه وبخښي او په خپلو برکتونو به یې ونازوي، پاپ ورته دا ژمنه هم وکړه چې که سلطان په اخلاص سره نصرانیت قبول کړي، نو هغه ته به د جنت سندونه ورکړي.

پاپ چې کله په دې پلان کې ناکام شو، نو د نورو پلانونو جوړولو هڅه یې پیل کړه، سلطان ته یې ګوت‌څنډنه وکړه، د هغه د وېرولو هڅه یې وکړه او د خپل قوت د کارولو خبرې یې ورسره وکړې. د دې دویمې توطیې پایله هم ډېر ژر څرګنده شوه، صلیبي لښکر مات شو، او هغه برید چې هونیاد (د هنګري مشر) یې مشري کوله په ډېره بده بڼه له ماتې سره مخ شو.

خو پاتې شوه د قسطنطنیې د بري اغېزه په ختیځو اسلامي امپراتوریو کې؛ موږ ویلی شو چې د آسیا او افریقا په سیمو کې د مسلمانانو خوښي پای ته نه وه رسېدلې، دا بری د هغوی د پلرونو او نیکونو هغه خوب و، چې له ډېر پخوا یې د تعبیر لپاره تږي وو. اوس دوی له ډېر وخت وروسته دا خوب په خپلو سترګو ولید، سلطان محمد فاتح د مصر، حجاز، فارس او د هندوستان اسلامي حکومتونو ته لیکونه واستول او هغوی ته یې د دې سترې بریا زیری ورکړ.

په اسلامي هېوادونو کې د دې لویې بریا یادونه د ممبرونو له لارې وشوه، د شکرانې لمونځونه ادا شول، کورونه او دوکانونه ښکلي کړل شول، د احاطو په دیوالونو او ټوټو د دې بريا زېري په بېلابېلو رنګونو وليکل شول، د «بدائع الزهور» مؤلف ابن ایاس د دې کیسې په اړه ليکي:
کله چې مصر ته د سلطان استازي دا خبر راوړ، نو په کلا کې د خوښۍ چمبې ووهل شوې، د قاهرې کوڅې سینګار شوې او دا زېری خپور شو. بیا سلطان دویم، امیر آخور عثمان ته د دې بري د مبارکۍ لپاره ولېږه.

مؤرخ ابوالمحاسن بن تغري بردي د خلکو د جذبې او د زړه د حالاتو انځور په ډېر ښایسته طرز وړاندې کوي، هغه ليکي:
د سلطان استازی چې کله له تحفو سره راغی او د بهندا روم له سردار سره یې ځینې بنديان راوستل او مصر ته ورسېد، نو ما وویل: الحمد لله، دا ستر بری یواځې د الله جل جلاله احسان دی. استازی چې راغی د استنبول دوه بډایان یې بنديان کړي وو او له ځان سره یې راوستل. کله چې د مصر د سلطان اینال حضور ته حاضر شو، دا دواړه بنديان ورسره وو.

دوی دواړه د قسطنطنیې اوسېدونکي وو، قسطنطنیه په استنبول کې یوه ستره کلیسا لرله، سلطان ډېر خوشحاله شو او خلکو ته یې د دې بري زېری ورکړ، د دې بریا جشنونه ولمانځل شول، چمبې ووهل شوې، ښار د ناوې په شان سینګار شو. استازی د دغو دواړو بندیانو سره د شوال په ۲۵ مه نېټه، چې دوشنبه وه، د قاهرې له بېلابېلو سړکونو څخه تېر شو او کلا ته ولاړ. خلکو خپل کورونه او دوکانونه سینګار کړي وو، او سلطان په غرني کلا کې د سلطاني احاطې لوی جشن ته تیاری نیولی و.

ابن تغري د قسطنطنیې د بري په اړه په قاهره کې د خلکو د خوښیو یادونه داسې کوي: په ټوله اسلامي نړۍ کې د جشنونو لپاره چمتووالی نیول شوی و. سلطان محمد فاتح د فتحې د زېري لیکونه بېلابېلو اسلامي پاچاهانو ته واستول، لکه د مصر سلطان، د ایران پاچا، د مکې شریفي، د کرمان امیر او نورو هېوادونو ته. د دې تر څنګ ځینو عیسوي هېوادونو ته هم لیکونه واستول، لکه افلاق، هنګري، بوسنیا، سربیا، البانیا او نورې شاوخوا امپراتورۍ.

Exit mobile version