له کله هم چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی دی، د هیواد پر ټوله جغرافیه سرتاسري امنیت تأمین شوی او خلک د خپل ژوند چارې په عادي او نورمال ډول مخ ته وړي، دغه راز په ټول هیواد کې اسلامي نظام قائم او د هر ډول خرافاتو او مفسداتو مخه نیول شوې.
له دې سره هم مهاله د داعش په نامه هغه فتنګر چې د جمهوریت پر مهال له بهرنیو استخباراتي ارګانونو او د اشرف غني ادارې د ملي امنیت لخوا تقویه کېدل د اسلامي امارت د ځواکونو لخو په بشپړه توګه یا له منځه وړل شوي دي او یا هم ژوندي نیول شوي دي.
د اسلامي امارت نظامي ارګانونه د خلکو امنیت او د هیواد ارضي تمامیت ته په جدي توګه پاملرنه کوي او چا ته اجازه نه ورکوي تر څو موجوده امن اخلال او ګډوډۍ ته لار هواره کړي.
که څه هم په دې وروستیو کې داعش په افغانستان کې په عامه ځایونو کې د ځینو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی و او یو شمېر مشخصو نړیوالو رسنیو د اسلامي امارت سره د ژورو اختلافاتو له امله همدې بریدونو ته په پراخه کچه انعکاس ورکړ، لیکن حقیقت دا دی چې داعش په افغانستان کې د پام وړ ګواښ نه دی پاتې شوی او نه هم د سیمې او نړۍ امنیت له افغانستان څخه ګواښلی شي.
مونږ وینو چې د روان کال له پیله، تر دې مهاله د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې چې دایکندي، غور، هرات، کابل، بلخ او کنړ ولایتونه پکې شامل دي د داعش پر ضد چټک عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې د داعش ډلې پټنځایونه او پاتې غړي په تمامه معنا له منځه تللي دي.
د داعش د خراسان څانګې مطبوعاتي چینلونو لکه الاعماق او داسې نور د اسلامي امارت په وړاندې یواځې بې اساسه تبلیغات خپروي، دوی نه دي توانېدلي چې د خپل جعلي حضور ښودلو په تړاو داسې څه نشر کړي تر څو د نړیوالو او سیمیزو هیوادونه توجه جلب کړي.
که بیا هم د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د داعش په نامه کوم جنایت ترسره کیږي او یا هم عام مسلمانان موخه ګرځول کیږي، دا د داعش فزیکي حضور نه بلکې د هغو کړیو استخبارتي هڅې بللی شو کوم چې دا شل کاله په افغانستان کې د خپلو سیاسي ګټو د ساتلو په موخه ترهګریزې کړنې پر مخ وړي.
اصل دا دی چې اوس مهال افغانستان یو باثباته، خوندي او باامنه هیواد دی، چې پر ١٠٠ فیصده جغرافیه یې اسلامي امارت تسلط لري او هېڅوک نشي کولی تر څو خپلو شریر فعالیتونه او سیاسي اهداف له دې ځایه تر لاسه کړي.