د ا.ا قیام او د ډیموکراسۍ د لمن ټولېدل
ډاکټر اسد
په دې ليکنه کې به د افغانستان اسلامي امارت یا د (طالبانو تحريک) د رامنځته کېدو، د جهاد مرحلې او د ډيموکراسۍ پر وړاندې د مبارزې او هڅو په بېلابېلو اړخونو خبرې وکړو.
۱:- اسلامي امارت څنګه منځته راغی؟
د اسلامي امارت لومړني مؤسسين د ديني مدارسو هغه طالبان وو، چې په کليوالي مدارسو او مساجدو کې يې ديني زده کړې کولې، دوی اکثرو د شوروي یرغل خلاف جهاد کې فعاله ونډه لرله او حتی مستقل جبهات يې لرل.
د تنظيمي جګړو او هرج و مرج په دوران کې کله چې د ټوپکيانو ظلم، غلا، قتل و قتال او وحشتونه اوج ته ورسېدل؛ دغه وخت د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د سنګ حصار په سیمه کې، چې هغه وخت د ميوند مربوط وه، د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ طالبانو د روان ظلم پر وړاندې د قیام اراده وکړه، دوی د میوند او پنجوايي په شمول د شاوخوا ولسواليو د ډېرو کلیوالي مدرسو طالبان له ځان سره ملګري او پاڅون يې وکړ.
د ملا محمد عمر په مشرۍ طالبانو ځکه وسلې ته لاس کړ، چې هېواد او ملت له بشپړې تباهۍ او بربادۍ سره مخامخ و، هره ورځ د خلکو سرونه، مالونه او حقوق ضايع کېدل، د مسلمانانو عزتونه او عفتونه له ګواښ سره مخامخ و، افغانستان د سقوط او تجزیې له خطر سره لاس او ګريوان و، هيڅ څوک نه وو چې د روان ظلم او فساد مخه ونيسي.
په دغه وخت افغانستان کې کورنۍ جګړې اوج ته ورسېدې، د جهاد ثمره ضايع شوه، د يو نيم ميليون شهيدانو له وينو سره خيانت او جفا وشوه، سپېڅلی جهاد بدنام شو، جهادي رهبرانو د شخصي مفاداتو او قدرت لپاره هېواد په ګنډواله بدل کړ، همدا عوامل د دې لامل شول چې اسلامي امارت منځته راشي او هېواد او هېوادوال له روان ظلم، ناخوالو او بدبختيو څخه وژغوري.
۲:- د جهاد مرحله؛
امريکا او متحدينو يې د ۲۰۰۱م مېلادي کال د اکتوبر پر اوومه چې د ۱۳۸۰ لمریز کال د میزان له پنځلسمې سره برابره ده، پر افغانستان پوځي یرغل وکړ.
امريکا له ټولو انساني اصولو او بشري قوانينو خلاف زموږ پر هېواد پوځي یرغل وکړ، افغانستان يې اشغال کړ، دلته شته اسلامي نظام يې ړنګ کړ او د داخلي غلامانو په ملاتړ يې د خپلې خوښې د جمهوریت په نوم اداره جوړه کړه.
له دې وروسته په افغانستان کې اسلامي او شرعي قوانينو ځای ډيموکراسۍ او جمهوريت ونيو، د ښځو ازادي او حقونو تر نامه لاندې فحشا ته کار پيل شو، سلګونه ټلويزيوني، راډيويي، خبري اژانسونه، اخبار او مجلو فعاليت پيل کړ، په هېواد کې د پوځي یرغل ترڅنګ فکري او فرهنګي یرغل هم پيل شو، د ستاره افغان او نورو بېلابېلو نومونو باندې برنامې پيل شوې، د افغانستان د بدبختۍ دوره شروع شوه، ديني او ملي ارزښتونه سپک او تر پښو لاندې شول.
خو بلې خواته بيا د ايمان خاوندانو لا هم زړونه نه و غورځولي؛ د ټولې نړۍ د حاکم ذهنيت پر خلاف هغوی لا هم پر الله تعالی باور درلود، د الهي نصرت تمه يې درلوده او په دې باوري و چې د امريکا زور به خامخا ماتېږي، جهادي پاڅون به بيا پیلېږي او بشريت به يو ځل بيا د ايمان او ماديت په معرکه کې د ايمان بريا او برلاسي ته حيران پاته کېږي.
د کفري یرغل او ډيموکراسۍ د ماتولو لپاره زرګونه ځوانان استشهادي عملياتو ته تيار شول، فدايي مجاهدينو په مغرورو اشغالګرو داسې ځپونکي عملیات وکړل چې دوی يې پخوا تصور هم نه و کړی، یادو بريدونو اشغالګر ځواکونو دې ته اړ کړل چې د تېښتې لاره غوره کړي او له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.
بالاخره د شل کلنې سختې مبارزې او سپېڅلي جهاد وروسته امريکا خپله ماته ومنله، په دوحه کې له اسلامي امارت سره د خپلې ماتې تړون لاسليک کړ، خپل ټول ځواکونه يې په بشپړ ډول له افغانستان نه ووېستل، په دې سره د جمهوريت په نوم اداره او د ډيموکراسۍ توره دوره هم په افغانستان کې پای ته ورسېده.
يو ځل بيا اسلامي امارت حاکم شو، په دې سره په ټول هېواد کې د ډيموکراسۍ ټغر ټول شو، د امن فضا خوره شوه او د افغانانو د خوښي اسلامي نظام حاکم شو.