د امريکايي وسلو مسیر؛ له رسمي تړونونو تر بلیک مارکېټ!

عبدان صافی

له یوې مودې راهیسې دا ډول تبليغات دوام لري چې ګواکې په افغانستان کې د امريکا تر ماتې وروسته، د اسلامي امارت لاس ته ورغلې امريکايي وسلې نورو وسله‌والو ډلو ته ورکړل شوي، خو دا دعوه له زمیني حقايقو څخه لرې ده، ځکه اسلامي امارت د يو مسؤل حکومت په توګه له خپلو مسؤليتونو خبر دی.

په افغانستان کې د اسلامي امارت تر بريا وروسته، د اسلامي امارت اولنی کار دا و چې هلته پاتې وسلې خوندي کړي، څو غیر مسؤلو خلکو ته په لاس ور نه شي، همدا راز د هېواد دننه د امريکايي وسلو د پېر او پلور مخنيوی وکړي چې په دې لړۍ کې یې سخت بندیزونه هم لګولي دي.

پوښتنه دا ده، چې د پاکستان په ګډون ځینې ګاونډي هېوادونه ولې دا ډول تبليغات کوي؟

که وکتل شي، نو امريکا د نړۍ تر ټولو ستر د وسلو صادرونکی هېواد دی، چې د خپلو ستراتيژيکو ګټو، سياسي اتحادونو، او دفاعي تړونونو له مخې لسګونو هېوادونو ته عصري وسلې ورکوي.

د امريکايي اقتصاد په چوکاټ کې د وسلو صنعت (دفاعي صنعت يا اسلحي صنعت) يو مهم رول لري، يوازې په ۲۰۲۳ مېلادي کال کې د امريکا دفاعي بوديجه شاوخوا ۸۵۰ ميليارده ډالره وه، چې د امريکا د ناخالص کورني توليد (GDP) شاوخوا ۳.۱ سلنه جوړوي.

په ۲۰۲۲ مېلادي کال کې د نړيوالو وسلو د صاداراتو ۴۰ سلنه يوازې د امريکا برخه وه، د امريکا مهم پېرودونکي هېوادونه سعودي عربستان، جاپان، جنوبي کوريا، اسټراليا، او هند دي.

خو د تېر وخت بېلابېلو بېلګو ثابته کړې چې دا وسلې اکثراً هغو ځایونو ته رسېږي چې شتون يې نه يوازې خطرناک، بلکې د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه بلل کېږي، ظاهراً دا وسلې په قانوني ډول يو حکومت يا پوځ ته سپارل کېږي، خو بيا هم همدغه وسلې د جګړې په ډګرونو، فساد، يا غفلت له امله غیر دولتي وسله‌والو ډلو او د مجرمانو شبکو ته رسېږي.

بله دا چې د وسلو بلیک مارکېټ ته د امريکايي وسلو رسېدل زياتره د جګړه‌ځپلو سيمو له لارې ترسره کېږي، هلته چې امريکايي پوځونه يا د هغوی متحدين خپلې وسلې د جګړې په ډګر کې پرېږدي، يا هم دا وسلې ځايي ملیشو ته ورکول کېږي چې بيا د فساد يا ماتې له امله د مخالفينو لاس ته ورځي، داعش په عراق او شام کې د امريکايي وسلو تر لاسه کولو اوږد تاريخ لري؛ دا وسلې يې يا د جګړې له ډګر نه، يا یې هم د امريکايي متحدينو د پرېښودل شویو ګودامونو څخه ترلاسه کړي.

شک دا هم دی چې دا وسلې امریکا د داعش په څېر خپلو نیابتي ډلو ته په دغه بهانه ور پرې ايښي وي.

د وسلو انتقال يوازې د جګړې تر ميدان پورې محدود نه دی، ځینې وختونه امريکا د وسلو صادرېدو ته اجازه ورکوي، خو دا وسلې بيا د درېیمو هېوادونو له لارې نورو ډلو ته ورسېږي، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ورکړل شوې وسلې يوازې د حوثيانو پر ضد د کارونې لپاره وې، خو راپورونه ښيي چې دا وسلې وروسته حوثيانو ته هم رسېدلي، ځينې وخت دا وسلې وپلورل شوې، ځینې ځایونه په جګړه کې پرې قبضه وشوه، او ځينې بیا د فساد يا رشوت له امله انتقال شوې.

د بلیک مارکېټ بل لوری هغه شخصي امريکايي اسلحې پلورونکي دي، چې ځینې وختونه د قانوني خلا يا بې‌غورۍ له امله داسې کسانو ته وسلې ورکوي، چې دوی ته يې اخیستل روا نه وي، وروسته دا وسلې د قاچاقي شبکو له لارې له پولو اوړي، په لاطیني امریکا کې د مخدره موادو پلورونکو ډلو لکه د مکسیکو کارټيلز د امريکايي وسلو سره لیدل شوي، چې پکې د “Operation Fast and Furious” غوندې پېښې شاملې دي، چیرې چې امريکايي چارواکو خپله تېروتنه وکړه او وسلې مجرمانو ته ورسېدې.

پاکستان، چې ظاهراً په افغانستان کې د امريکايي وسلو د شتون تر ټولو زيات شکايت کوي، خپله هم د دغو وسلو د ناقانونه لاس‌رسي بېلګې لري، څو کاله وړاندې په امريکايي مرستو بار کنټینرونه، چې امکان لري وسلې او نور حساس توکي پکې و، افغانستان ته په لاره په پاکستان کې ورکې شوې یا پرې بريدونه وشول.

د رسنيو راپورونه او پارلماني څرګندونې ښيي چې دغه کنټینرونه د ځينو پاکستاني جنرالانو يا پوځي افسرانو تر سرپرستۍ لاندې تالان شول، او محتويات يې په بلیک مارکېټ کې پلورل شوي، دا ثابته ده چې د افغانستان د جګړې پر مهال د ناټو اکمالاتي لاره پاکستان وه، چې له همدې لارې ډېري وسلې پاکستان ته راواوښتې او ځينې پوځي چارواکو د خپلو بانکي حسابونو د پړسولو لپاره لوټ کړې.

همداراز، په صوماليه کې الشباب، په يمن کې القاعده، او د افريقا په نورو جګړه‌ځپلو سيمو کې امريکايي وسلې د مختلفو ډلو لاس ته لوېدلي، دا وسلې يا خو په مستقیم ډول د جګړې له ډګر نه، يا هم د دريېمو هېوادونو له لارې د بلیک مارکېټ له لارې ترلاسه شوي دي.

د پورته ټولو تفصيلاتو په رڼا کې دا خبره کول اسانه ده چې د امريکايي وسلو تر لاسه کول د هيڅ ډلې لپاره ګران کار نه دی، ځکه دا وسلې په بلیک مارکېټ کې په اسانۍ موندل کېږي، چې اساسي مسؤليت يې د امريکا او د هغوی د هغو اجیرانو په غاړه دی چې د پيسو لپاره د هر څه پلورلو ته تيار وي. د داسې کسانو يوه لويه ډله د پاکستان په پوځ او ادارو کې شتون لري.

Exit mobile version