خوارج د اسلام په تاریخ کې یوه اوږده او له افراطيت ډکه مخینه لري، د دوی د مفکورې اساس دا دی چې که یو مسلمان لویه ګناه وکړي، نو هغه کافر ګرځي.
د خوارجو ډلې ظهور په لومړیو کې هغه مهال را منځته شو، کله چې د حضرت عثمان رضی الله عنه د قاتلانو پر قصاص د علي رضی الله او معاویه رضی الله عنه تر منځ اختلاف پیدا شو او په نتیجه کې یې په زرګونه مسلمانان په ناڅاپي ډول شهیدان شول.
وروسته د حضرت علي او حضرت معاویه رضی الله عنهم لخوا د صلحې کولو وفد وټاکل شو، دواړو لوریو خپل خپل استازي معرفي کړل او له بشپړ صلاحیت ورکولو وروسته یې وعده ورکړه چې د ټاکل شوي وفد له هر ډول شرعي پرېکړې به انکار نه کوي.
د دې کار په ترسره کولو سره د خوارجو ظهور پیل شو، دوی د علي رضی الله لخوا د استازو ټاکل له اسلام سره په ټکر کې وبلل او د لاحکم الا الله شعار په ورکولو سره یې د حرقوص بن زهیر په مشرۍ له علي رضی الله عنه څخه لار بېله کړه.
علي رضی الله عنه په لومړیو کې همداسې ځای پر ځای پرېښودل، خو کله یې چې د دوی منافقت، افراطیت او په مسلمانانو کې د ډول ډول رازلتونو خپرول ولیدل، نو په وړاندې یې د جګړې کولو پرېکړه وکړه، تر دې چې په ٣٨ هـ ق کال کې د نهروان په نامه سیمه کې د علي رضی الله عنه لخوا د یوې سختې جګړې په پایله کې د خوراجو اکثریت شمېر غړي ووژل شول او په دې توګه یې د خوارجو له فتنې اسلامي ټولنې ته هغه مهال نجات ورکړ.
د علي رضی الله عنه له وفات وروسته هغه خوارج چې د نهروان په جګړه کې په تېښته بریالي شوي وو او په جزیرة العرب او شاوخوا سیمو کې د مسلمانانو له تورو پټ و، د اموي خلافت پر مهال د عبدالمالک بن مروان، ولید بن عبدالمالک او ځینو نورو حکامو پر ضد یو ځل بیا راڅرګند شول.
دوی د خپل باطل عادت له مخې له عبدالمالک بن مروان سره دښمني پیل کړه او د دې ادعا له مخې چې ګواکي خلافت باید نسبي نشي ټول امویان یې مرتډ ګڼل، عبدالمالک بن مروان له خوارجو سره سختې جګړې وکړې تر دې چې دا لویه فتنه یې تر یو حده آرام او له صحنې وویسته.
له هغې وروسته خوارج د سلیمان عبدالمالک، عمر بن عبدالعزیز او څو نورو خلفاوو په زمانه کې هم موجود وو لیکن په لرو لرو اطرفي سیمو کې.
د عباسي خلافت پر مهال هم په خراسان، عراق او ځینو نورو سیمو کې خوارجو شتون درلود؛ لیکن ډېر کم و، د مسلمانانو د خلافت لپاره ګواښ نه بلل کېدل، دغه راز د مسلمانانو د لویو لویو دولتونو لکه المرابطین، سلجوقیان، غزنویان او ځینې نورو په وړاندې هم د خوارجو په څېر افراطیان موجود او حتی د مسلمانانو دولتونه یې له ضعف سره مخ کړي وو.
د عثماني خلافت پر مهال خوارج نه و، خو د دوی په شان ځینې وړې وړې ډلې موجودې وې چې افراطیت او سخت دریځي به یې خپروله، له دې وروسته خوارج د داعش په نامه په ٢٠١٣م مېلادي کال کې په عراق کې را څرګند شول.
دې خوارجو هم د خپلو پلرونو په شان افراطیت، سخت دریځۍ او تندروۍ ته مخه کړه، په عراق، سوریه، لېبیا او افغانستان کې یې په زرګونه مسلمانان په شهادت ورسول، خو لله الحمد واک ته د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د داعشیانو بيخ او بنیاد وویستل شو او مظلوم مسلمانان یې له شره خوندي شول.