په دغه وروستیو کلونو، په ځانګړې توګه د نولسمې مېلادي پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د شیخ محمد بن عبد الوهاب النجدي (رحمه الله) پيروانو او اتباعو دغې مسئلې ته د “الولاء والبراء” ترعنوان لاندې نسبتاً ډېره توجه ورکړه.
هغه عرب مسلمانان چه د آل سعود خلاف يې د مسلمانانو د اخري اسلامي خلافت (الخلافة العثمانیة) د عثماني پوځونو مرستې کولې، هغوی یې د موالاتو تر عنوان لاندې مرتد وبلل، ځکه د وهابي تحریک د پيروانو په نزد؛ عثمانیان مشرکين وو او دولة عثمانیة (عثماني خلافت) ته یې دولة إسلامیة یا خلافة إسلامیة نه بلکې “الدولة الوثنیة” یا “الدولة الکافرة” ويل.
په دې مسئله د وهابي تحریک د بانیانو، مؤسسينو او د هغې زمانې د مخکښو مشرانو فتاواوې او عبارتونه بېخي ډېر دي، مشهور معاصر وهابي لیکوال او عالم ناصر بن حمد الفهد په خپله مقاله “الدولة العثمانیة وموقف دعوة الشیخ محمد بن عبد الوهاب منها” کې ځینې را اخيستي دي.
د وهابي تحریک د اکثرو علماوو او لیکوالانو کتابونه، مقالې او ليکنې چې د عثماني خلافت په اړه لیکل شوي، تقریباً ټول د دولة عثمانیة (عثماني خلافت) تکفیر کوي.
البته معاصر مجاهد وهابي علماء کرام چې اعتدال پکې دی او د أمت مسلمة په عمومي درد باندې دردمند دي، سیاسي و جهادي بصیرت لري او د دې خبرې درک ورسره شته چې د عثماني خلافت سقوط صليبیانو او معاصر عالمي طاغوت ته څومره ګټه ورسوله، اسلامي نړۍ څومره د تقسیم، تحلیل او غلامۍ ښکار شوه، هغوی نو بیا د آل سعود د هغه وخت د لوی استعمار برطانویانو سره د عثماني خلافت په سقوط کې د مؤثر کردار لوبولو شدید ناقدین دي.
د أمت مسلمة د ضعف په دغه دوره کې، عثماني خلافت د ډېرو عملي او فکري کمزوریو باوجود د امت مسلمة د امیدونو آخري مرجع او پناه ګاه وه، کفري نړۍ غوښتل چې دغه آخري پناه ګاه ختمه کړي او په نتیجه کې يې اسلامي نړۍ او مسلمه امت په وړو وړو ټوټو ووېشي.
په طبیعي زېرمو يې قبضه وکړي، د اسلامي قانون پر ځای ور باندې کفري او وضعي قوانین نافذ کړي، داسې ضعیف او مستبِد نظامونه او دکتاتوران ورباندې مسلط کړي چې ټولې خارجې او داخلې پالیسیانې یې د امت مسلمة په خیر نه؛ بلکې په کورنیو، شخصي او غربي ګټو باندې راڅرخي، په مجموع کې امت مسلمة په واحد قیادت او مرکز باندې د را ټولېدو څخه محرومه کړي.
د مسلمانانو په مقابله کې د کفارو مرسته یا په اصطلاح مظاهرة على المسلمين او شيخ محمد بن عبد الوهاب:
شیخ محمد بن عبد الوهاب رحمه الله د مسلمانانو خلاف د کفارو مرستې او مظاهرت ته هم مطلقًا کفر وايي او دا د نواقض الایمان څخه شماري، لکه هغه په نواقض الایمان نومې رساله کې اتم ناقض ذکر کوي، نو وايي:
(الثامن): مظاهرة المشركين ومعاونتهم على المسلمين، والدليل قوله تعالى: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّٰلِمِيْنَ﴾
حال دا چې له کفارو سره د مسلمانانو په وړاندې مظاهرة او مناصرة اګر چې خطرناک مجرمانه عمل دی، لیکن دا مجرمانه عمل د سلفو په نزد مطلقًا د کفر یا په بل تعبیر د اِماراة التکذیب څخه نه دی، یعنې مطلقًا ناقض د ایمان نه دی او نه مخرج عن الملة دی.
کله چې دا خطرناک مجرمانه عمل د عقیدوي خبث په وجه نه وي، بلکې د نورو وجوهاتو له امله وي نو بیا د سلفو په نزد کفر او ارتداد نه دی، نو شیخ (رحمه الله) دې موضوع کې خطا شوی دی، که څه هم وروسته ځینو څو حضراتو دا عمل تکفیر ګرځولی دی، خو د سلفو د اتفاقي موقف څخه وروسته دغه اقوال په تشدید باندې حمل دي.