د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! څلورمه برخه

مولوي احمد علی

#image_title

اسلام د ژوند یو اجتماعي نظام دی، د شریعت په رڼا کې د کفارو سره د مختلف قسمه تعلقاتو اجازه ورکوي، نبي علیه السلام هم د کفارو مرسته کړې، د نورو کافرانو پر خلاف لکه؛ د قريشو خلاف يې د خزاعه مدد وکړ.

 

همدارنګه د اسلام د تقویت او فايدې لپاره یې، له کفارو څخه مرسته غوښتلې او د دې په اړه په سیرت الرسول صلی الله علیه و سلم کې ډېر مثالونه شته، لکه یو څو مثالونه يې موږ دلته ذکر کوو.

 

۱:- د نبي علیه السلام د طائف د سفر په مقاصدو کې یو اهم مقصد دا و، چې د هغه ځای د اوسېدونکو کفارو څخه پناه او مرسته وغواړي؛ لیکن هغوی د مرستې څخه انکار وکړ او نبي علیه السلام ته يې ډېر تکلیف ورساوه او زخمي يې کړ.

 

۲:- په بېرته ستنېدو کې، رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرا د غره په لمن کې حصار شو او د خزاعه قبیلې یو کس أخنس بن شریف ته يې د مرستې پېغام ولېږلو، چې ماته پناه راکړه؛ خو هغه معذرت وغوښت.

 

۳:- بیا یې د سهل بن عمر نه پناه وغوښته، هغه هم معذرت وکړ.

 

۴:- بیا يې مطعم بن عدي ته پېغام ولېږه، هغه پیغام قبول کړ؛ خپل زامن او قبیله يې را وغوښته او ورته و یې ويل؛ د بیت الله شریف پر کونجونو باندې مسلح کښېنئ، ما محمد صلی الله علیه وسلم ته پناه ورکړې، بيا يې نبي علیه السلام ته پېغام ولیږه، چې اوس مکې ته داخل شه، له دغه پناه وروسته، نبي علیه السلام د زید بن حارثه سره مکې ته داخل شو.

 

نبي علیه السلام د مطعم بن عدي دا احسان په یاد و، کله چې په بدر کې د مکې کفار بندیان شول؛ نو د مطعم بن عدي زوی جبیر بن مطعم د بعضي بندیانو د آزادۍ لپاره راغی، نبي علیه السلام وفرمايل: “لوکان المطعم بن عدی حیاّ ثم کلّمنی فی هؤلاء النتنی لترکتهم”

که چېري مطعم بن عدي ژوندی وای او زما سره يې د دغه مردارانو په اړه خبره کړې وای، نو ما به ټول د هغه له وجې آزاد کړي وای.

 

۵:- نبي علیه السلام دغه لاندې مختلفو قبیلو ته ورغلی و، چې زما مرسته وکړئ او ما ته پناه راکړئ لکه؛

بني عامر بن صعصعه، محارب بن خصفه، فزاره، غسان، مره، حنیفه، سٌلیم، عبس، بنوالنضر، بنوالبکاء، کلب، حارث بن کعب، عذره، حضارمه.

 

۶:- په شعب بن ابي طالب کې، د نبي علیه السلام سره چې په مرسته او همکارۍ کې کوم خپلوان ولاړ و، اکثر کافران و؛ د نبي علیه الصلوة والسلام ور سره هیڅ ډول معاشرتي بایکاټ او ټولنیز پریکون نه و.

 

۷:- عقبه کبری یوه مهمه موقع وه، د مدینې منورې د مشرانو څخه نبي کریم صلی الله علیه وسلم خفیه بیعت اخيسته؛ چې صرف ایمان راوړل نه و، بلکې د دې خبرې بیعت هم و، چې مدینې منورې ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم او اهل اسلام هجرت وکړي، نو تر اخري قربانۍ پورې به د دوی څخه دفاع کوي؛ نو په همدغه مهمه او رازداره موقع کې عباس رضي الله تعالی عنه هم موجود و؛ چې لا کافر و او ایمان يې نه و راوړی.

 

۸:- د هجرت په موقع؛ نبي علیه الصلوة والسلام عبدالله ابن ارقیط لیثي خپل رهبر وټاکه، حال دا چې هغه لا کافر و، دغه شان نور ډېر مثالونه دي په سیرت کې چې نبي علیه السلام عملاً د کفارو څخه مرسته اخيستې ده او اړیکې يې ورسره ساتلي دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version